کیږدۍ ناستي فرشته، د خپلو خیالونو کور انځوروي

د ۱۳۹۵ کال د غویی په ۲۹ نیټه د کابل ښار د حاجی نبی ښارګوټي ته نږدي دیوې کیږدۍ ناستی کورنۍ لیدلو ته لاړو، دغه کورنۍ چې زموږ د زرګونو بی کورو، بی برخو او بی‎وزلو هیوادوالو بیلگه ده، خبری مو له جان‎آغا، د کورنۍ له پلاره سره پیل کړې. هغه په لومړیو کې چمتو نه وه چی مرکه وکړي:

«ستړی شوم، ‌‌‌‌‌ډیر ستړی شوم ...د جګړو په وخت کې پاکستان ته کډوال شولو کله چې کرزی راغی بیرته راستانه شو. اوس زمونږ ژوند داسی دي. هیڅ څوک زموږ مرستې ته رانغلل. څو ځلې موسیسو او دولت ژمني وکړي خو هیڅ کار نه دی شوی. اوس هم دغه کارونه گټه نه لري.»

جان‎آغا او لورگانې یي د کېږدۍ ترڅنګ
جان‎آغا او لورگانې یي د کېږدۍ ترڅنګ

ویر، خپگان او ناهیلي‎توب د جان‎آغا په سترگو کي په ښکاره ډول ښکاریده. له هغه څخه مو وغوښتل چې د ستونزو په وړاندي تسلیم نشي او خپل غږ پورته کړی. هغه له واکمنانو ډیره کرکه لري او د حل لاره یي د بی کورو او غریبانو په یوځاي کیدو کې وینی او نه له دی فاسد او تپل شوي حکومت څخه.

د جا‎‎ن‌آغا سره د خبرو پر مهال، سترگی مي په یو ماشومې ولگیدې چې کيږدۍ په څنګ کی ولاړه وه په ځير ځیر او په موسکا سره یي زموږ لور ته کتل. خواته یي ولاړم او د نوم پوښتنه می تری وکړه، دومره ورو غږیده چې یوازي د شونډو خوځیدل یی مالومیدل. دوهم ځل لپاره مي تری د نوم پوښتنه وکړه، وویل فرشته یم وروسته یي ځان د خپلې خور تر شا پټ کړ او دواړه سره خندیدلي. د هغوي په څیره کي د خوښیو لیدل زړه راښونکی وه، خو ددغه معصوم ماشومانو د ژوندانه حالت او دا چې غریبي او بدمرغي دوي بربادوي، د انسان روح ته اور لګوي.

فرشته او مور یي
فرشته او مور یي

دري کلنه فرشته او ۹ کلنه نرگس د جا‎‎ن‌آغا لورگانې دي. دغه دواړه د نورو زرگونو کیږدۍ ناستو ماشومانو په څیر ښوونځي ته نه ځي. جا‎‎ن‌آغا د هغوي ښوونځي ته د نه تلو لامل داسی تشریح کړ:

«اولادونه می ښوونځي ته نه ځي، زما له وسه څخه نه ده پوره. مونږ مخکی له دی څخه بل ځای کي وء دلته راغلو. زمونږ ډیر عمر په کده کولو کی تیریږي او یو ځای نه لرو ترڅو لورگاني مي وکولاي شي چې یو ښوونځي ته ولاړې شي.»

دننه کيږدۍ ته لاړو ترڅو د فرشتې او نرگس له مور سره خبري وکړو. هغه زمونږ په ليدو ډیر خوښه شوه ځکه کلونه کیږي چې د هغو لیدو ته څوک نه دي راغلي او په کیږدۍ کی ژوند ورته لکه په بندخونه کې بندیتوب بریښي.

د کیږدۍ دننه
د کیږدۍ دننه
هغه ځاي چې فرشته او کورنۍ یی ژوند کوي.
فرشته
فرشته

له هغې سره په خبرو بوخت وو چی فرشتې په بیړه سره خپل انځورونو کتابچه راوړه او موږ ته یي وښوده. هغې خپله پاڼۍ اړولي، او خپل انځورونو ته یی کتل او وروسته یی زموږ مخ ته په دوامداره توګه کتل چی وگوري کارونه یی زموږ خوښ شوي او که نه. د فرشتې ژوند په رسامیو کې ازانګه موندلی. د کتابچې په ډیرو پاڼو کې یي کیږدۍ انځوره کړي وه، او هغې د خپل ماشومتوب ژوند او خیالونو په هغيې کې بڼه موندلي وه.

فرشتې هیڅکله په کور کې د اوسیدو تجربه نه درلودله. له کومې ورځی چي نړۍ ته راغلی، خپل ژوند یې په بی‎ساری ساړو او ګرمۍ کې په کيږدۍ کی تیر کړي ښایی همدا ترخه تجربه د دي لامل شوي چی ډیر ځلی یي کيږدۍ انځور کړی او د کور او پټنځای په فکر کې وي. مشرې خور یی نرگس هم کتابچه درلودله او رسامي یی کوله. فرشتې او نرگس خپل ټول انځورونه په قلم او پنسل انځور کړي وه. هغو ته مو ژمنه ورکړه چی رنگی او د رسامۍ کتابچې به راوړو، دواړه ډیرې خوښی شولی.

 د فرشتې انځورونه

فرشتې د کتابچې په ډیرو پاڼو کی کېږدۍ انځور کړي وې
 د فرشتې انځورونه

د فرشتی ژوند په رسامیو کې ازانګه موندلی

فرشته او نرگس د هغو میلیونونو بااستعداده ماشومانو له ډلي څخه دي چی بی‌عدالتۍ او ناتارۍ له هر څه بی برخی او خپلو خوږو هیلو څخه لری ساتلي. باید مبارزه کولو ته باورمند شو او دی پوهاوی ته ورسیږو چی لاسپوڅي او د خلکو ضد دولتونه د یو هیواد د اقتصاد د پرمختګ لوی خنډ او د خلکو د بدی ورځي لامل دي تر هغه وخته چی ولس‏واکه دولت منځ ته را نشي او هیواد د پرديو په لاس کی وی، طبقاتی درزونه به نور هم پراخه شي.

 فرشته او نرگس د هغو میلیونونو بااستعداده ماشومانو له ډلې څخه دي چی بی‌عدالتۍ او ناتارۍ له هر څه بی برخی او خپلو خوږو هیلو څخه لری ساتلي.
فرشته او نرگس د هغو میلیونونو بااستعداده ماشومانو له ډلې څخه دي چی بی‌عدالتۍ او ناتارۍ له هر څه بی برخی او خپلو خوږو هیلو څخه لری ساتلي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 324 میلمانه آنلاین لرو