«د گلبدین توغندویو زما دري ورونه شهیدان کړل»
- کټګوري : گزارشونه
- لیکونکی: مریم مروه
- نیټه: شنبه, 19 چنگاښ 1395
د کابل په شپږ میلیوني ښار کې داسی زرګونه کورنې شته چې د غریبۍ او بی روزګارۍ او د امنیت نه شتون له امله، د بیوزلۍ او ربړونې ډک ژوند پر مخ بیایی. د کابل د کارته نو په سیمه کې لسګونه کورنې په تورو ورځو او مطلقي بیوزلي او د مات شوي او خویدلی چتونو لاندي شپې او ورځې تیروي چې د هغو له یو شمیر سره می لیدنه درلوده.
۳۸ کلنه شکیلا د اووه ماشومانو مور (لیمه ۲۰ کلنه، مژګان ۱۸ کلنه، زهره ۱۶ کلنه، خدیجه ۱۵ کلنه، شکیب ۱۲ کلن، شعیب ۱۰ کلن، او عبدلله ۱ نیم کلن) دی چې هیڅ یو یي ښونځې ته نه ځي. هغه د لس ګونو نورو کورنیو په څیر په ویجاړ شویو کورونو چې خپل یي نه دي د بی وسۍ ژوند لری.
شکیلا د سهار نه تر ماښام پوری کوښښ کوی تر څو د هغه تنور له لاری چې په کور کې یي جوړ کړی دی پیسې وګټي او خپل ماشومان له لوږې وژغوري.
شکیلا د کور يواځینئ هیله او ډوډۍ راوړونکې ده. هغه له سهار نه تر ماښام پوري کوښښ کوی تر څو د هغه تنور له لاری چې په کور کې یي جوړ کړی دی پیسې وګټي او خپل ماشومان له لوږې وژغوري. د هغې لپاره ډیره ګرانه ده چې په دغه لږ عاید باندي خپلو ماشومانو ته مناسب خواړه، کالی او نورې لومړنۍ اړتیاوي پوره کړي او اړه ده چې د نورو زړو جامو او بوټانو څخه ګټه واخلي.
شکیلا د خپل ۸۵ کلن خاوند شکور لپاره چې ناروغه او ډیر کمزوري دي د درملنې پيسی نلري.
شکیلا د افغانستان فاسد دولت څخه شکایت لری او په داسی حال کی چه د خپلو لاسونو تڼاکي یی راوښودلې او په آه او خواشیني سره یی وویل:
«خاوند مي په شهرک طلایی کی دنده درلوده په میاشت کې به یي ۹۰۰۰ زره افغانی تنخوا ورکوله، زما لپاره بس و. همدا پاچاهان چې مشران شول هغه یي ګوښه کړ، اشرف غنی چه پر تخت باندي کیناست. له هغه ورځې چې دوي په څوکۍ باندي کیناستل –کاشکی خدای دوی نه وای کینولی- کار او روزګار ورک شو، تر دي چې زما تنور ته یي هم زیان ورساو، پیړۍ ورکې شوې نور شیان خو لا په خپل ځاي پریږده. باور وکړی چې خپل ماشوم ته می شیدی هم نشم اخیستلي، ځوي می ډیر کمزوری شوه.»
د دغي دردیدلي مور بدمرغۍ، چې خپله ټوله ځواني یي سوځیدونکي تنور تر شاه تیره کړي ده، د کابل د کرغیړنو تنظیمی جګړو څخه پیل شوي ده. هغه د هغو ناورین څخه ډکو ورځو چی خپل درې تنکي ورونه (شریف ۱۵ کلن، کبیر ۱۲ کلن او روف ۱۰ کلن) یی پکی له لاسه ورکړل ترخه یادونه لري:
«دغو مجاهدینو چې توغندی توغول، دغو ګلبدینیانو، توغندی راغی او په بام ولګید. د ترور لور د واده په شپه کی مي دري وروڼه یوځای شهیدان شول. پلارمی، کاکامی، او د ترور انګور می د دوي د لاسه ټپیان شول.»
شکیلا وایي د کومې ورځې نه چی یی اوریدلي ګلبدین بیا کابل ته راځې وینه یی په خوټیدو راغلي او فکر کوي چې ورونه یی د دویم ځل لپاره شهیدان کیږی. هغه وایی هیڅکله د خپل ورونو وینه ګلبدین او ګوند ته یی نه بخښي.