د دهمزنګ د ټول‎وژنې د قربانیانو له کورنیو سره لیدنه

د دهمزنګ د ټول‎وژنې د قربانیانو له کورنیو سره لیدنه

د ۱۳۵۹ کال د زمری په ۲، ځانمرګو بریدګرو د کابل په دهمزنګ سیمه کی د «روښنایی غورځنګ» پر لاریون برید وکړ او په پلازمنیه کی یی یوه ستره غمیزه رامنځ ته کړه. د دغه جنایت په پایله کې، د ۹۰ تنو څخه ډیر معصوم ځوانان ووژل شو او ۳۰۰ تنه نور ټپیان شول. که هرڅه د دغې ځناوریزی پیښی پړه د داعش ځناوري ډلې په غاړه واخیسته، خو تر اوسه ډیري پوښتنې د دهغې پیښی په اړوند شتون لري چې باید حکومت هغې ته ځواب ووايي.

احمد شریف دولتشاهیاحمد شریف دولتشاهی

حمد شریف دولتشاهی، ۳۷ کلن د ښوونې او روزنې وزارت کارکونکې، د دغې خونړۍ پیښی د شهیدانو څخه یو تن دي. له هغه څخه یو درې کلنه لور د ستایش په نامه پاتې ده چې تر اوسه د خپل پلار د راتللو په تمه ده، او بی خبره ده چې هیڅکله به خپل پلار و نه ویني.

د دولتشاهی دردیدلې کورنۍ تر نن ورځ پوری ډیر زیات کړاونه لیدلی دي، د هغه د زیږدلو څخه مخکې، پلار یي، یونس دولتشاهی تاج د حفیظ‏الله امین وژونکو هغه د خپلو مخکښو فعالیتونو او افکارو په لامل په نیمه شپه کې له کور څخه ویوړ او وی واژه.

د خپل ژوند تریخ برښلیک داسي تعریف وي:

احمد شریف دولتشاهی ورور او موراحمد شریف دولتشاهی ورور او مور

«له هغې وروسته چې زما خاوند یي ویوړ، یو کال بي‎برښلیکه په افشارو کې پاتې شو او بیا لاړو وطن ته. په هغه ځاي کې مي ډیرې ستونزی تیری کړلی. احمد شریف کوچنې وو، واده ته تلو آن تر دي چې د اغوستلو لپاره یي بوټان نه درلودل، خپلې زړې کلوشی مي، د پاسه مي په ټوټه کیښودله ور پښو می کړلی او واده ته مي ولیږه. په سلګونو بدمرغیو او ولږو مي همدا دوه بچي لوی کړل او همدغه ځاي ته مي ورسول. د اوړی په ګرمی کې مي غنم ریبل تر څو بچي مي چاته اړ نه شي. ټوله ځوانې مي په درد او کړاو او بیوزلۍ کې تیره کړه.»

احمد شریف د خپل لیسانس دوره د اقتصاد په څانګه کې پاي ته رسولي وو او د باختر پوهنتون څخه د ماسټری لاس ته راوړلو په حال کې وو.

عصمت شریف، د احمد شریف مشر ورور وایي:

«ډیر شمیر د مردکیو په لږیدلو شهیدان شول. په انځورونو او فلمونو کې وګوری چې ډیر شمیر يي ډزو په ترڅ کې شهیدان شول، دغه دا څرګندوي چې دولت په کې خپله لاس درلود، دولت ورته خپله لاره جوړه کړی ده.»

احمد شریف دولتشاهی د فیسبوک پوسټ چې په ټولنیزه شبکو کې خپور شوی ده.احمد شریف دولتشاهی د فیسبوک پوسټ چې په ټولنیزه شبکو کې خپور شوی ده.
شاه‌حسین حیدری شاه‌حسین حیدری

شاه‌حسین حیدری، ۲۷ کلن، د دغې خونړي پیښی بل قرباني دي. شهید حیدری په یوې غریبې کورنې کې لوی شوی او په دو کلنۍ کې یي خپل پلار د لاسه ورکړ. هغه د خپلی کورنې یوازینې ډوډۍ راوړونکې وو. اوس یي مور او دری خویندی او یو خورزه بي برښلیک دي او په یو کرایی کور کې د کابل ښار په دشت برچی کې تریخ روزګار لری.

څو کاله مخکې، حیدری په غزنی کې د یو ماین د چاودنی په پایله کې خپله یو سترګه او ګوتی د لاسه ورکړی، خو هیڅکله ناهیلې نه شو او د شپې ورځنې کوښښ په ترڅ کې په هند کې د لسانس درجي تحصیلی بورس لاس ته راوړ او یو میاشت مخکې فارغ شوی وو. د دي په څنګ کی، هغه د رسامۍ سره ډیره لیوالتیا درلودله د معلولتوب سره یي ځینې وختونه رسامی کوله.

خدیجه، د شهید شاه‌حسین حیدری مورخدیجه، د شهید شاه‌حسین حیدری مور

خدیجه، د شهید حیدری مور چې د ډیر غم او ژړا څخه یی د خبرو کولو وس نه درلوده، له خپل ځان سره یي وویل:

«زوی می نوی ګټي ته رسیدلی وو. په زرګونو ستونزو مي لوی کړ. بدمرغه شوم. د کور ډوډۍ راوړونکې یي راته وواژه. د مور نازولی، په ځواني کې د خاورو لاندي شو...»

محمد علی د شهید حیدری ورور هم د خپلی کورنې سره غریبانه ژوند لری، د دوو کالو څخه راپدې خوا وزګار دی او د نفقي موندلو لپاره لالهانده دی.محمد علی د شهید حیدری ورور هم د خپلی کورنې سره غریبانه ژوند لری، د دوو کالو څخه راپدې خوا وزګار دی او د نفقي موندلو لپاره لالهانده دی.

محمد علی د شهید حیدری ورور هم د خپلی کورنې سره غریبانه ژوند لری، د دوو کالو څخه راپدې خوا وزګار دی او د نفقي موندلو لپاره لالهانده دی.او هغه وایي د پلار دشهادت څخه وروسته، د ټولې کورنې مسولیت د هغه په اوږو ولوید، په همدي لامل یي ونه شو کولای چې ښوونځې ولاړ شی، خو تل یي هڅه کوله چې حیدر زده‏کړه وکړی او په راتلونکې کې د هغه سره مرسته وکړی. خو نن ورځ یی هغه د لوی غم سره خاورو ته وسپاره.

شهید احمد شریف دولتشاهی او شاه‌حسین حیدری یوازی د دهمزنګ خونړي برید شهیدان نه دي او لسګونو تنو نورو د هغوي په خوا کې ژوند د لاسه ورکړ چې هر یو یی تحصیل کړی انسانان او د خپلې بی‏وزلي کورنې ډوډۍ راوړونکې وو. د دهمزنګ د شهیدانو وینې څخه یوازی کولای شو د بنسټپالو او دولتي او غیر دولتي مرتجعو، او زاړو او نوی څرګند شو جنایتکاره مشرانو او د روښنایی غورځنګ معامله کونکو سره په مبارزې ساتنه وکړو.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 292 میلمانه آنلاین لرو