د زنبق څلورلارې په ځانمرګې برید کې د څو قربانی کورنیو زړه بوږنونکې کیسه
- کټګوري : گزارشونه
- لیکونکی: مریم مروه
- نیټه: پنج شنبه, 15 چنگاښ 1396
د ۱۳۹۶ کال د غبرګولی میاشتې په ۱۰ نیټه، زنبق څلورلارې تر څنګ د چاودیدونکو توکو څخه ډک ټانکر ته چاودنه ورکړل شوه چې په پایله کې له ۶۰۰ تنو څخه ډیرو ته مرګ ژوبله اوختي ده. د دې جنایت زیاتره قربانیان بې وزله او بیوسې خلک دي چې یوی مړۍ ډوډی موندلو په هڅه له کور څخه بهر وتلی وو او نن ورځ یي کورنې د خپلو خپلوانو په ویر کې ناست دې او زیاتره یي د خپلو کورنیو یوازینی نفقهراوړونکې له لاسه ورکړل. د پیښې ورځ په شپه، ع او غ د خپلې چوپړګری ډلې او عکاسۍ کامرو سره د فیسبوکې انځورونو اخیستلو لپاره د ټپیانو لیدلو لپاره ولاړل او په ننداریزه توګه یی خواخوږی وکړه، خو نن ورځ د هغې ځناوریزې پیښې قربانیانو پاتی شوی اولادونه په ډیرو ناوړه شرایطو کې ژوند کوي او څوک یی پوښتنه نه کوی. البته د هغه خاینو چارواکو څخه چې د ګلبدین او لسګونو نورو ورانکارو قدمونو مخ ته یی سور فرش غوړولې، داسې توقع لرل نه بخښونکې تیروتنه ده.
د زنبق څلورلارې پیښې څو تنو قربانیانو سره لیدنه چې د کابل ښار د خدایداد کلې په خوارمیشتو سیمو کې اوسیږی او د هغوي د هر یو تن ډارځپلی کیسې اوریدل ستونزمن کار دی چې ښایی هیڅکله به هیر نشی. البته چې دا د قربانیانو او د هغوي د خپلوانو د بدمرغیو یو څو بیلګې دي او نور هم د دوې څخه ښه وضعیت نه لری.
عبدالعزیز
۲۷ کلن عبدالعزیز، چې په دغه پیښه کې سخت ټپی شوی وه، په «ایمرجنسی روغتون» کې یی دوه ورځې د اغما (بی حالې) په حالت کې تیري کړی دي. نوموړی برسیره له فزیکی ټپونو څخه، سخت رواني زیان هم لیدلې او اوسمهال په ناوړه وضعیت کې دی تر دې چې د خپلو خپلوانو لیدلو ته چمتو نه دی.
فاطمه، دعبدالعزیز بوډۍ مور، چې پریشانی او بیوسی یي له څیری څخه څرګندیږی، د خپل ژوند ترخه کیسه دا ډول څرګندوي:
«عبدالعزیز مې یوازینی ځوي دی. د دوه کالو او څو میاشتو وه چې پلار یی د کابل [تنظیمی] جګړو په ترڅ کې شهید شو او تر هغې وروسته زموږ ټول ژوند په غریبۍ او لالهاندۍ کې تیر شو. اوس چې مې ځوي د ناروغې په بستر کې پروت دی، آن د درملنې لپاره یی پیسي نه لرم.»
امامبخش
۲۲ کلن امامبخش، د «روشن په مخابراتی شرکت» کې ډریور، په دغه چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. هغه د خپلې ۱۱ کسیزي کورنۍ یوازینې نفقهراوړونکې وه. د هغه کورنۍ په یو نیماییویجاړ کور کې چې د بانک څخه د پور اخیستلو له لارې یی ګرو کړی وه، ژوند کوي. د شهید امامبخش څخه یو یونیم کلن ځوي د شیرزاد په نوم او یو بل ماشوم چې لا تر اوسه نه دی زیږیدلې، پاتي شوي دي.
سویتا، د امامبخش رنځیدلې میرمن په زړهبوږنونکو کوکارو سره وایی چې د خپل خاوند مرګ څخه وروسته ټول بیسرپرست شوي او آن خوړلو لپاره څه نلرې. په شپو په تمه پاتي کیږی چې ګواکې څوک به هغوي ته څه راوړی او لږ تر لږه د خپلو ماشومانو خیټي به مړي کړی.
دل آرام، د امامبخش ۵۰ کلنه مور، په داسې حال کې چې سترګې یي د اوښکو څخه ډکې وی په ټیټ غږ سره د خپل کړاونو څخه ډک ژوند کیسه داسې کوي:
«د خپل عمر په اوږدو کې مې، ښه ژوند نه دی لیدلی او تل لالهانده او یوی مړۍ ډوډۍ ته محتاج وو. داسې یو کس واک ته ونه رسید چې لږ د خپلو خلکو په فکر کې واوسی، ټول د یو بل په شان دی. تر کومه وخته؟ ټول خلک نیست نابود شول، ځوانان ټول شهیدان شول. دا دولت هیڅکله سوکالې راوړی نه شي. زموږ د زړه له حاله خبر نلری، موږ دا ډول ولسمشر ته هیڅ اړتیا نه لرو. ښه دا ده، چې ګوښه شي.»
خداداد
۲۲کلن خداداد، چې د «روشن مخابراتی شرکت» مالی څانګې کارکونکې و هم په دغه پیښه کې ټپې شوي و، وایی چې وروسته له یوی ګړی «ایمرجنسی روغتون» ته ولیږدول شوم او ډیره وینه مې له لاسه ورکړی وه، خدادا زیاتوی چې د سترګو پر وړاندی یی شپږ تنه همکاران (رونا، شمیلا، رحمتالله، شفیقالله، جمعه خان او جهش) شهیدان شول.
انیسه، د خدادا مور، د نورو کورنیو په څیر د ع او غ دولت له خیانت او ناکامې څخه ګیلهمند ده:
«د دولت دنده، خلکو ته د امنیت او هوساینې او سوکالې راوړل دي. خو دوي چې له کومې ورځې کابل ته راغلل، زموږ ژوند یی برباد کړ. هره ورځ له خوب څخه په ویری راپاڅیږو. د کور څخه چې بهر ته ځو، هیله نلرو چې کور ته به بیرته ژوندی راوګرځو.»