حسن: «هیچا له ما سره مرسته ونکړه»!

حسن: «هیچا له ما سره مرسته ونکړه»!

د ۱۳۹۶ کال د غبرګولی میاشتې په ۲۸ نیټه خپل کړیدلي هیوادوال حسن لیدنې ته ولاړو. شاوخوا پنځه میاشتې کیږی چې هغه د بی‏کورې له امله د خپلو ماشومانو سره د صحت عامې تر څنګ د سرک په غاړه کیږدۍ کې اوسیږی. حسن چې په جلال‏آباد کې د ګاډو په سوداګرۍ بوخت و، د یوی دسیسې په ترڅ کې یی خپله ټوله شتمنۍ له لاسه ورکړه. هغه خپل شکایت تر دولته ورسوه، خو ژوند یی نور هم تریخ شو، آن دا چې پر میرمن یې جنسي تیری وشو.

د حسن عریضه ولسمشرۍ ریاست ته
د حسن عریضه ولسمشرۍ ریاست ته

حسن خپله کیسه داسې بیانوی:

«...د جلال‏آبا په ښار کې اوسیدلم او د ګاډو سوداګرۍ په کار بوخت وم. د یو شرکت سره چې په هغه کې پاکیستانیانو کار کاو خو په اصل کې د ننګرهار ولایت څخه د ولسې جرګې غړی پیربخش ګردیوال پوری تړاو درلود د ګاډو ‏پلورلو په یوه سوداګریزه معامله کې ماته مالې زیان را واوخت. د معاملې بشړیدو او حساب پاکولو وروسته، شرکت له ما څخه پوروړی شو، خو زما پور لا تر اوسه نه دی راکړل شوي. د ستونزې حل لپاره مې د بهسودو په ولسوالۍ عریضه وکړه، خو هیچا راسره مرسته ونکړه. پیر‏بخش له ما څخه وغوښتل چې د خپلې دعوا څخه تیر شم، خو ما د هغه غوښتنه ونه منله. ګواښ یې راته وکړ، په پای کې دي ته اړباستل شوم چې په ۱۳۹۱ کال کې جلال‏آباد پریږدم او کابل ته راشم او په طلایی ښارګوټې کې استوګن شوم. خپلې دعوا ته مې ادامه ورکړه تر څو خپل حق ته ورسیږم.»

خو کابل ته کډوالیدلو هم د حسن او د هغې کورنې حال ته کومه ګټه ونه رسوله او وضعیت یی لاپسې بد شو:

د حسن میرمن او ماشومان
د حسن میرمن او ماشومان

«کله چې زه کابل کې نه وم زما د خولې بندلو لپاره پیربخش زما د میرمنې خپلوانو له لارې یې خپل کسان زما کورته راننیستل او هغوي زما په دویمه میرمن تیری وکړ. زه له دغې پیښې څخه نا‏خبره پاتې وم. میرمنې مې له ویري څخه په دغه اړوند ما ته څه ونه ویل. وروسته د هغې ویډیو په واسطه چې د تیری له بهیر څخه اخیستل شوی وه وګواښلم. هغوي زما لپاره د درواغو دوسیه جوړه کړه او څلورنیمې میاشتې مې په زندان کې تیري کړی. دا چې بی‏ګناه وم نو له بندخونی راخلاص شوم.

په دغه لړ کې مې د خپل ژوند ټوله هستی او نیستی له لاسه وتي وه او اړ شوم چې په شاه شهید کې په باړه باندی کور راونیسم. خو بیا هم د پیر‏بخش د لاسوهنو او زورواکې له امله د ۱۳۹۵ کال د مرغومی میاشې په اوله نیټه په زور او ظلم له کور څخه وویستل شوم. څو شپې ورځې مې د خپلو ماشومانو سره د کابل په سړه هوا کې پر سړکونو باندی تیري کړی. د طلوع تلویزیون او ژوندون تلویزیون د هماغه کال د مرغومی میاشتې په ۲۵ نیټه زما له ځورونکې وضعیت څخه یو راپور چمتو کړ. پيربخش طلوع تلویزیون ته ګواښ ورکړ تر څو د دغه راپور د خپریدلو خنډ وګرځې. شپې مې په جوماتونو کې تیري کړی.»

د حسن سوځیدلې شوي کیږدۍ
د حسن سوځیدلې شوي کیږدۍ

حسن وایی نه یوازې دا چې نیوکو ته یی رسیدنه نه ده شوي بلکه دولتې چارواکو له خوا آن د ګواښلو، ربړونو او وهلو او ټکولو لاندی نیول شوي دي. د هغې کیږدۍ تر هغې وروسته چې د اړوندی ساحې د حوزې آمر له هغه څخه غواړی چې سیمه خوشی کړی، اور اخلې. هغه وایی: «د خپلو ماشومانو سره په کیږدۍ کې ناست وم چې په ناڅاپی توګه کیږدۍ له یوی خوا اور واخیست. دوه توشکې او دوه کمپلې په بشپړه توګه په اور کې وسوځیدلی. یوازی مې وکولې شو چې د ګاز ډبه له اور څخه لری کړم او له هرومرو مرګ څخه وژغورل شو» هغه اوس په هماغه سیمه کې په بله کیږدۍ کې چې د خلکو له خوا ورسره مرسته شوې ده ژوند کوي.

پیربخش ګردیوال د ننګرهار په ولایت کې د جمعیت له قومندانانو څخه وو، هغه د جنرال پترولیم او پیر بابا شرکت خاوند دی. ویل کیږی د هغه اصلی دنده د یونس قانونی غیر قانونی سوداګری پر مخ وړل دی. هغه د ولسمشرۍ په ټاکنو کې په ننګرهار کې د عبدالله پلویانو څخه وه، حسن وایی چې د هغه په کیس کې عبدالله له پیربخش څخه ننګه کوی او په همدغه لامل هیڅ محکمه او قاضی د هغه د جنایت څیړلو جرات نه لری.

پیربخش گردیوال د عبدالله او صلاح‌الدین ربانی سره یوځاي
پیربخش گردیوال د عبدالله او صلاح‌الدین ربانی سره یوځاي

د حسن په شان، سلګونه هیوادوال لرو چې د زورواکو د ناتاری لاندی نیول شوی دی او په چیغو او واویلا د هیواد په فاسدو محاکمو کې لالهانده دی. زموږ هیوادوال باید دغه پوهاوي ته رسیدلې وی چې د هیواد قضایی سیسټم له هغه جنایتکارانو څخه اغیزمن دی چې د دولت په لوړو څوکیو کې ناست دي. څه وخت چې دولت له مفسدو، قاتلانو، غلو، تیری‏کونکو، چوپړانو او ... خلکو څخه ډک وی، څنګه به د حسن په شان هیوادوالو کوکارو ته رسیدنه وکړی؟

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 255 میلمانه آنلاین لرو