حلیمه او سما، په صحت عامې روغتون کې د سلګونو قربانیانو څو بیلګې

سما
سما، ۹ کلنه نجلۍ چې د سکې له تیرولو وروسته د هغې مور له خوا د جلال‏‌آباد صحت عامې روغتون ته یوړل شوه خو د ډاکټرانو بې‏‌پامۍ له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د شپې ۱۱ بجې دی او پایواز ډاکټر ته ننواتی کوی:

«ډاکټرصاحب، زموږ د ناروغ حالت ډیر خراب دی. له ګهیځ څخه تر اوسه پوري په پرله پسې توګه کانګې کوي. داخله ډاکټر وویل کله چې تاسو مې ناروغ یو ځل له نږدې څخه معاینه کړۍ.»

د جراحې ډاکټر په غوسې سره په ځواب کې وویل:

«دا د ناروغ‎یدلو وخت دی؟ ټوله ورځ مو کار وکړ اوس تاسې په نیمه شپه کې هم موږ آرام ته نه پریږدي. ته لاړ شه او د کاکا له کوټې څخه یو چاینک چای راوړه، بیا به ستا ناروغ وګورم، تر هغه وخته نمری.»

د ننګرهار په صحت عامې روغتون کې د پایواز او یو ډاکټر لنډې خبرې اترې.

پرته له شکه د افغانستان په ډیرو روغتونونو کې حالات له دې څخه ښه نه دي: د مراجعینو سره ناوړه چلند، د ناروغانو څخه د میوو او خوړو اخیستل، د ناروغانو په وړاندې بې‏‌پامي او بې‏‌پروایې، بې‌نظافتې، د غیرضروري او تاریخ تېرو درملو ورکول او بیا هغه په اړوندو درملتونونو پلورل او لسګونه نورې ستونزې.

سربیره پر دې، ګڼ شمیر ناروغان نیوکه کوي چې په دولتی روغتونونو کې ګومارل شوي ډاکټران، خپل شخصي کلینیکونه لری او ناروغان دې ته هڅوي چې د «سمې» درملنې په موخه هلته ولاړ شي. خو له هغه ځایه چې زموږ خلک په ډیر ناوړه اقتصادی وضعیت کې ژوند کوي، د دغه ټولو سپکاوي منلو څخه پرته بله لاره نه لرې او دولتی روغتونونو ته مراجعه کوی چې نه یوازی په سمه توګه یي درملنه نه کیږی چې په ډیرو مواردو کې د ناروغانو حالت خرابیږی او یا له منځه ځی. البته، په خصوصي روغتونونو کی دغه وضع ډیره خراب ده او پیسه دوسته اسمانڅکالي د هغوي وینه څښکې.

په افغانستان کې هره ورځ ناروغان د مسلکې ډاکټرانو او لومړنیو او معیاری چوپړتیاو نه شتون له امله، خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د دغه «قصابانو» (د ننګرهار خلک ناجايزه ګټه اخيستونكى ډاکټران د قصاب په نامه یادوی) بد چلند بیلګې د دوو ناروغانو د خپلوانو له خولې څخه رانقلو چې د درملنې وړ ستونزو سربیره د مرګ غیږې ته لاړل.

د ۱۳۹۴ کال د تلې په ۲ نیټه، د رازمین ۱۸ کلنه لور حلیمه د نس‎خوږی څخه شکایت کوی. د هغې ورور او مور هغه د درملنې په موخه «د ننګرهار صحت عامې روغتون» ته وړي. په بیړنې څانګه کې د لومړنیو معایناتو څخه وروسته هغه د التراساوند لپاره د روښان په نامه یو شخصي کلینیک ته لیږی. د معایناتو په پایله کې څرګندیږي چې د ناروغ اپنډکس پړسیدلی او باید سمدستي جراحي شي. تشلاسې او بې وزلې حلیمې ته ډاکټر پاملرنه نه کوی او لومړیتوب د زورواکو خپلوانو او واسطه لرونکو ته ورکول کیږي.

د هغې ورور وایی:

«له ډاکټر څخه مې غوښتنه وکړه چې زموږ ناروغه عملیات کړی تر څو له لاسه یي ورنکړو خو ډاکټر په غوسی سره وویل نه ګورې چې بوخت یم. د خپل وار په تمه اوسه او هر وخت چې دې وار راورسید بیا یي عملیات کوو.»

له پرله پسې غوښتنو او ټینګار څخه وروسته، په پای کې د شپې ۱۱ بجې د حلیمې د علمیات نوبت راورسیده. د اپنډکس عادی عملیات چې عموما په یوه کړۍ کې پای ته رسیږی، ۴ ګړۍ یي دوام وکړ او د کار له پای څخه وروسته، ناروغه د کوما په حالت کې وه او خپو ته یې وینه نه رسیدله. د عملیات څخه یوه کړۍ وروسته، حلیمه مړه کیږی خو تر نن ورځې یي د مرګ لامل ناڅرګند دي. د ځینو ډاکټرانو د دعواګانو له مخې، د هغې د مرګ لامل د بی‏‌هوښه‏‌کونکو مواد ډیرول وه.

محمد شهید، د سما ماما چې یو بله قربانی ده، د ننګرهار صحت عامې ډاکټرانو له خوا د خپلې خورزې له ستونزو ډکه کیسه په دا ډول بیانوی:

«سما، زما ۹ کلنه خورزه، ۱۳۹۵ کال د وږی میاشتې په ۱۸ نیټه پینځه‎ګون یوه سکه تیره کړی وه. هیڅ ستونزه یې نه لرله خو مور یې د مورنۍ مینې له مخې د ننګرهار صحت عامې روغتون ته راوړه چې ډاډمنه شي کومه جدي ستونزه خو نلری. له دی څخه نا‏خبره وه چې خپله لور په خپلو لاسو د ځنګلې ځناور خوا ته د څیرلو لپاره وړی.

څه وخت چې ډاکټران سما ګوري، د پنس او قیچي سره د هغې په ځان چنګاویږي او د هغې ستوني ټپې کوي. د سما له خولې څخه وینه راځي او ډاکټران د هغې ته په مور غوسه کیږی چې د هغې خوله په کاغذ تشناب پاکه کړی. سما چې په خپلو خپو روغتون ته تللې وه د مور په غیږه کې کور ته راګرځې. ټوله شپه ویده نه شوه او چغې او کوکاره یې کولي، هیڅ شی یې خوړلې نه شو. څیره او سترګې یي پړسیدلي او شنې شوی وې.

په سبا یی، زما خور ما سره اړیکه ونیوله چې د سما وضعیت ښه نه دی. په داسې حال کې چې زه لری وم، هغې ته مې سپارښتنه وکړه چې هغه په ګړندیتوب سره روغتون ته ورسوي، د دویم ځل لپاره سما د روغتون بیړنې څانکې ته وړی، ټاکلی ډاکټران هغه د ماشومانو څانګې ته لیږی. د ماشومانو ډاکټران وایي چې هغوي پوری اړه نه لری او باید د غوږونو او ستونې څانګې ته ویوړل شي. د دغو لانجو او کونجو د هرې دقیقې په تیریدو سره د سما حالت خرابیدو په لور روان وه. مور یې په کوکارو سره ډاکټرانو ته وویل تر څو یوه چاره وکړی او د هغې لور وژغوي.

د سما مور ته ډاکټر سیروم او کنول ولیکه چې له بهر څخه یې چمتو کړی. خو کله چې د سما مور د سیروم او کنول سره راوګرځیده، لور یې نوره ژوندی نه وه.»

ناویلی دی پاتي نه شي چې د نوموړی روغتون سره څو نړیوالی موسیسی د درملو او طبی وسایلو مرسته کوي خو دغه درمل د یو شمیر ډاکټرانو او رییس له خوا پلورل کیږی او ناروغان اړباستل کیږی تر څو د خپلې اړتیا وړ معاینات او درمل د ننګرهار یو نامتو غل ګلمراد له اړوند شخصي لابراتوارنو او درملتونونو څخه په بیه واخلي.

د شرق ټلویزیون د خلکو غږ په پروګرام د یو راپور په لړ کې ښودل شوي چې د صحت عامې روغتون ډیپو د مرسته شویو سیروم او د درملو له ډولونو څخه ډکه ده او ډاکټران هغه په بازار کې پلوري.

دغه دوه کیسې، په دې خاوره کې د بې‏وزله انسانانو په وړاندی د روغتیا په څانګه کې د بې شمیره جنایاتو څخه یوازې یو څو بیلګې دي چې مسوولیت یی یوازې په یو څو ډاکټرانو پوری تړلي نه دی او باید لوړ پوړی چارواکې د وزیر تر سطحې پوری د قانون منګولو ته راښکل شي چې ولې د هغوي په شتون کې، د افغانستان عامه روغتیا د خیالې کلینیکونو او فساد او لسګونو نورو خیانتونو څخه کوکاری وهی.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 305 میلمانه آنلاین لرو