په ننګرهار کی د غاصبانو پر وړاندی د ښوونکو لاریون

د ۱۳۹۴ کال د وری په ۲۶ نیټه د ننګرهار ولایت خیوی ولسوالۍ ۴۷ ښوونځیو ښوونکو، سرمعلمانو، معاونانو او مدیرانو په کډون یوه لویه اعتراضی غونډه د سید جمال‌الدین افغان په ښوونځی کی ترسره شوه. ددی اعتراضی غونډې موخه، د ښوونکو ته ورکړل شوی ښارګوټی کی د غاصبینو لاسوهنې او خنډ رامنځته کیدل او د دولت بی کفایتی، پام او توجه نه کول، وه.

دا چی په افغانستان کی د زورواکانو، ټوپکسالارانو او غاصبینو لخوا ولسی ځمکې، ښارګوټی، پارکونه او تر دی چی لرغونی ولسی هدیری هم پاتی نه شوی. د پرله پسی د ځمکو غصب څخه وروسته د ټولنی هغه زیارکښه او روڼ‎اند طبقه چی د ټولنی په پرمختګ کی مهم رول لوبوی نن د هغو ځمکې هم د غاصبینو لخوا ونیول شوې.

دانگام ولسوالی

نیږدې یوې میاشتې راهیسې په دانګام ولسوالۍ کې د طالبانو او دولت ترمنځ خونړۍ جګړه روانه ده، په یاده جګړه کې لسګونو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې. کورونه یی سوزول شوي، مالونه یې لوټ او د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي. دا په داسې حال کی ده چې دولت او نړیوالو ځواکونو په کراتو ویلي چې طالبان د جبهه ای جنګ وړتیا نلري او یوازې غلچکي بریدونه کوي.

تردې مهال په یاده جګړه کې ۳ ماشومان، یوه ښځه چې څلور واړه د دواجان د کورنۍ غړي ؤ او ۳ «ولسي پاڅون کوونکي» هر یو متین د لال محمد زوی، خان محمد د شیر خان زوی او دریم کس د جمدر خان زوی په ډیره وحشیانه توګه د طالبانو لخوا وژل شوي او د ۲۰ څخه زیات ولسي وګړي پکې ژوبل شوې دي.

د روسی پوځیانو جنایت په افغانستان

د ۱۳۵۸ کال د مرغومى ۶مه نیټه هغه توره ورځ ده چی روسي یرغلګرو زمونږ هیواد د ریښتیني جنګیالیو او تنکيو ځوانانو په وینو رنګ ګر. کله چی د روسې سوسیال امپریالیزم ولید چی خلقی او پرچمی چوپړان یی نشی کولای د هغوی نقشی او پلانونه په افغانستان کی پلی کړی نو سم د لاسه یی په مستقیمه توګه افغانستان تر یرغل لاندی رواست او هر مخالف غږ یی د ټوپک او ربړونې په زور وځاپه. ددی ځناورو د یرغل وروسته ددوی ګوډګیان لا هم داړه‎مار شول او په بی‎رحمانه توګه یی له یو میلیون څخه زیات پرهیواد مین خلک په کابل او نورو ولایتونو کی ووژل. بندخونې له روڼ‎اندو او مبارزانو ډکې شوې، هر شپه به یی په سلګونه ځوانان او سپین‎ږیری چی ددوی غلامۍ ته نه تسلیمیدل په پولیګون کی په ډله‎یزو قبرونو کی ژوندي ښخ وول او یا یی تر هغه ربړول چی ساه ورکړي.

 ۳ کلنه صفیه

د ۱۳۹۳ لمریز کال د وږی میاشتی په ۱۸مه نیټه د کنړ ولایت اړوند د نرنګ ولسوالی پوری تړلی د باډیل درې ته امریکایی جنایتکارانو (C.P.T) او محلی پولیس په ګډه ننوتل تر څو په دغه سیمه کی د خپلو سیمه‎ایزو څارونکو په مرسته ددوی په وینا طالبان وځپی مګر د دیارلسو کالو تجربو دا په ډاګه کړی چی د امریکایی یرغلګرو د برید په پایله یواځی ځای او ملکی وګړي وژل کیږی او بس. د باډیل په دره کی هم دوی د شپی له خوا د صوبه غونډۍ محاصره کوی او سهار وختی طیارو ته امر کوی چی سیمه بمبار کړی. د دغه جنایتکارانه عمل په پایله کی ۱۶ تنه ولسی وکړي سخت ټپیان او ۱۳ تنه نور شهیدان کیږي چی نومونه یی په لاندی ډول دي:

امان‌الله

د افغانستان د همبستګۍ ګوند یو وار بیا د خپل تکړه، مبارز او ژمن غړي د لاسه ورکولو له امله د غم په ټغر کښیناست. د همبستګۍ ګوند د امان‌الله مرګ غټه تشه بولي او کورنۍ او ملګرو ته یې د هغه د مړینې تسلیت وایي او ژمنه کوي چې په نه ستړې کیدونکي مبارزې سره به د هغه لارې ته دوام ورکوي.

امان‌الله د یارمحمد زوی د کنړ ولایت ناړۍ ولسوالی اړوند د بریکوټ د کلي په یوه بیوزله کورنۍ کې په داسی وخت کې چی هیواد یې د روسانو مستقیم یرغل لاندې و، په ۱۳۶۰ لمریز کال کې نړۍ ته سترګې پرانستلې. لا وخت تیر نه و چې د ګوډاګیانو «خلق او پرچم» د زور زیاتي له امله بیوزله پلار یې چې بزګر و، خپل پلارنی ټاټوبی خوشې او د چترال اړوند کلکتهاک کمپ ته په کډوالۍ اړ شو. څرنګه چې هغه مهال د روسانو د یرغل پروړاندی د وطن پالو افغانانو لخوا کلکه او نه ستړې کیدونکې مبارزه روانه وه، د ده مشر ورور خان زمان هم د هیواد ساتنې په نیت د یو شمیر مخکښه روڼ اندو په لیکو کې چې د روسانو په خلاف یې قومي سنګرونه جوړ کړي وو، ورننوت.

فیصل

پدی ورځو کی داسی ګونګوسی روانی دی که چیری امریکا له افغانستان څخه ووځی نو د بیوزلو ژوند به خراب شی او کورنۍ جګړې به پیل شي. دا په داسی حال کی ده چی هر ورځ امریکا پوری تړلی رسنیو د خبرونو سرټکی همدا خبر جوړوي او د خلکو غلولو لپاره له یوڅو عام وکوړو سره مرکه کوی ترڅو خلکو ته داسی ښکاره کړه چی امریکا د خلکو ژوند د ښیرازه کولو لپاره دلته راغلی او د افغانستان ولس غواړی چی امریکا دی دلته پاتی شي ولی هیڅکله د خوار ملت غږ چی زامن، پلرونه، میندی، خویندی، ښځی، بوډاګان و کمکیان یی د امریکا په بمباریو کی له لاس ورکړي نه وچتوي.

عربی ښکارچیان

د ۱۳۹۲م کال د مرغومې په ۱۸مه نېټه د ماښام په ۶ بجو د طلوع تلویزیون خبري سرویس په ډاګه کړل چې:

«عبدالرب رسول سیاف د جمهوري ریاست نوماند او دده مرستیال تورن اسمعیل عربی ښکارچیان هیواد ته را بللي او د هیواد د جمهور رئیس کرزی د فرمان په خلاف د قیمتی مرغانو په ښکار بوخت دي، تر څو دغه سرمایه هم له منځه یوسی. په افسوس سره، چې جمهور رئیس ښاغلي کرزي او پاتې چارواکو هم ځانونه غلي نېولي.»

په لمړي پړاو کې سیاف او نورو پاکستان ناستو جهادي مشرانو په پاکستان کې افغانې درنې بیبیانې، چې په پت عزت خوندي وې، هلته په خپلو عربو بادارانو خرڅې کړې او عرب خو لا څه کړې، چې ان د پاکستاني کمېشنرانو د زړه لاس ته راوړلو لپاره یې هغو ته هم وړاندې کړې. د دغو مېرمنو له ډلې څخه زیاتې هغه کونډې وې، چې مېړونو یې په مېړانه سره خپل سرونه د هېواد آزادۍ په لار کې ایښي وو.

عنایت الله

عنایت الله د معلم امان الله نورستاني ځوی په کال ۱۳۷۱ لمریز کال د کنړ ولایت د غازي آباد ولسوالۍ اړوند د درین په کلي کې زیږیدلی و، لومړنۍ زده کړې یې په پلارني ټاټوبي کې ترسره کړې او ثانوي دوره یې د آسدآباد په صنایع لیسه کی پای ته ورسوله. نوموړی لا د لیسې په دوران کې په خپله زده کړه بوخت و چې د افغانستان د همبستګۍ ګوند د غړو تراغیزې راغی او په ۱۳۸۷ لمریز کال کې د دغه ګوند غړیتوب یې ترلاسه کړ.

ځوان عنایت الله چې په الهام یې شهرت درلوده د افغانستان د همبستګۍ ګوند په لاریونونو کې د لسګونو هم صنفیانو سره یوځای فعاله ونډه اخستله، د نوموړي همدغه سیاسي کړنې د دې لامل وګرځیدلې چې د لیسې اخواني مدیر ورته ګواښونه ورکړي او د څه وخت لپاره د خپلو نورو ټولګیوالو په ګډون له لیلیې څخه وایستل شي.

عینی شاهد

کنړیان هر نوی کال د ۱۳۵۸ کال د وری د ۳۱ می په غمیزه یعنی د کرهالی په ټول وژنه بدرګه کوي د هر سپرلي په را رسیدو سره د ویرجن کنړیانو ذهنونه د خلقیانو او پرچمیانو نه هیریدونکې ظلم چې ۱۲۶۰ تنه معصومه کرهالیان یې شهیدان کړه انځوروي؛ سره له دی چې د پیښی ټول عاملان د ځلانده لمر پشان ټولو ته معلوم دي او ان تر دي چې د وخت د لاسپوڅي رژیم لاسوندونه او عیني شاهدانو هم د دوي نوم لړ په لاندې ډول په ډاکه کړی او په کراتو د قربانیانو کورنیو د تحصن او پریکړه لیک په ډول د دولت، نړیوالی ټولنې، بشري حقونو او مدنې ټولنو څخه د دوي د محاکمه کولو غوښتنه کړي مګر د تل په شان ځواب هیڅ و.

شاروال کابل

د کابل ښاروال محمد یونس نواندیش؛ چې د ستر جنایتکار عبدالرشید دوستم چوپړه دی، درې کاله مخکې د ۲۰۱۰ کال د جنورۍ په میاشت کې «د شکایتونو د اوریدلو کمیسیون» د مشر زلمی زابلی په وینا د امریکا د سفیر په وړاندیز، حامد کرزي لخوا په دنده وګمارل شو. نوموړي په کال ۱۳۹۰ کې د هوایي ډګر- انټرکانټیننټال هوټل د سړک د خځلو لیږد لپاره ۴۸ میلیونه افغانۍ په غیر قانوني توګه یو ترکي شرکت «کاپي انټرنشنل» ته ورکړې دي.

د «۸ صبح» ورځپاڼې د سه شنبې په ورځ د ۱۳۹۱ کال د مرغومې په پنځمه د کابل ښاروال محمدیونس نواندیش د اختلاس په اړه یو څیړنیز راپور خپور کړی، د دغي راپور مهم ټکي دادی.

د دې پروژې په اړه ملي امنیت، د فساد سره د مبارزې عالي کمیټې او ان تردې چې جمهوري ریاست ځانته ځانته څیړنې او ارزونې کړي دي. د ملي امنیت عمومي ریاست چې دا پیښه یې له نیږدې څارلې، ۱۰/۱۱/۱۳۹۰په ۵۸۱ ګڼه استعلام کې په خپله د کابل ښاروالۍ د کار حفظ او مراقبت ریاست څخه غوښتنه کړې، چې دا مسئله روښانه کړي، چې آیا د ویجاړ شویو کورونو خاوره او خځلې د دوی ریاست لیږدولي او که نه؟ د استعلام په بله برخه کې راغلي «د هوایي ډګر-انټرکانټیننټال هوټل ۷۰ متره سړک د پراخولو په لړ کې د باغ بالا په سیمه کې کوم اضافي مواد چې منځته راغلي وو، د کار حفظ او مراقبت ریاست په ځواک او وسایلو کوم ځانګړي ځای ته لیږدول شوي او که نه؟»

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 143 میلمانه آنلاین لرو