د کرهالی نه هیریدونکی غمیزه
- کټګوري : گزارشونه
- لیکونکی: احمد فولاد
- نیټه: جمعه, 30 وری 1392
کنړیان هر نوی کال د ۱۳۵۸ کال د وری د ۳۱ می په غمیزه یعنی د کرهالی په ټول وژنه بدرګه کوي د هر سپرلي په را رسیدو سره د ویرجن کنړیانو ذهنونه د خلقیانو او پرچمیانو نه هیریدونکې ظلم چې ۱۲۶۰ تنه معصومه کرهالیان یې شهیدان کړه انځوروي؛ سره له دی چې د پیښی ټول عاملان د ځلانده لمر پشان ټولو ته معلوم دي او ان تر دي چې د وخت د لاسپوڅي رژیم لاسوندونه او عیني شاهدانو هم د دوي نوم لړ په لاندې ډول په ډاکه کړی او په کراتو د قربانیانو کورنیو د تحصن او پریکړه لیک په ډول د دولت، نړیوالی ټولنې، بشري حقونو او مدنې ټولنو څخه د دوي د محاکمه کولو غوښتنه کړي مګر د تل په شان ځواب هیڅ و.
۱- شهنواز شهواني د کنړ والي
۲- سپین جان لالهند د کنړ ولایت منشي
۳- صادق عالمیار د کنړ ولایت د کمانډو کنډک قوماندان
۴- عبدالحق در کنړ ولایت د ۶۹ غونډ قومندان
۵- ګلرنګ د کنړ ولایت د جبهه عمومی قومندان
۶- جګړن غفار د کنړ ولایت د مروره کنډک قومندان
۷- تورن سید محمد د کنړ ولایت د دفع ټانک قومندان
۸- محمد شاه ولد محی الدین د کمانډو ټولې قومندان
۹- امام الدین لوګری د عسکری قواوو قومندان
۱۰- جګړن بهرام الدین د ۱۱ لوی عملیاتی افسر
۱۱- شمشیر نړیوال د کنړ ولایت د پوهنی ریاست ریس
۱۲- نورالرحمن د سرحداتو ریس
۱۳- ډاکټر بادام څوکیوال سیاسي غړی
۱۴- محمد نعیم میرعلی جان
۱۵- محمد یعقوب نرهنګی مستوفی د کنړ ولایت مستوفي
۱۶- عبدالقادر کدري غړی
۱۷- ډاکتر نعمت کدري غړي
۱۸- چمتو ولسوال دره پیج کدري غړی او ولایتې شوری غړی
۱۹- شادل د عمران خان لیسی مدیر او کدري غړی
۲۰- نظام الدین بی خدا کدري غړی
لیکن څرنګه چې خپله دولت سر تر پایه د همدغو خلقي او پرچمي رژیم پلیدو عناصرو لکه علومي، ګلابزوي، شهنواز تڼې، سلیمان لایق او جنرال طاقت په شان خلکو څخه چې ډیری میاندې بری، کونډې او ماشومان يې يتیمان کړي؛ جوړ شوی چې اوس په ډیری بی شرمۍ سره ځانونه سپین باز ګڼي په پارلمان کې د ځان بخښنې قانون تصویبوي او د تړل شوو مطبوعاتو له لاری د عدالت او ډموکراسی خبری کوي او د تیر پشان نور ملامتوی.
شاه محمود د کرهالی د ناورین عینی شاهد
د افغانستان د همبستګې ګوند خپل ځان د ټولو دردیدلو او کړیدلو هیواد والو سره شریک ګڼي او د خلقي او پرچمی جناتیکارانو سره د ټولو نورو قاتلانو محاکمه کول خپله اصلي دنده ګڼي. د کرهالی د ټول وژنې په اړه د همبستګې غږ استازي د دغی شهیدانو د وارثینو او قربانیانو سره د مرکی په ترڅ کې د یادی پیښې په اړه مالومات راټول کړي چې په لاندې ډول دي.
ډګروال شاه محمود قاضی خیل د کرهالی د شهیدانو د کلی د علماو شورای معاون او د کنړ ولایت د سولې د شوری غړی او د دغی ناورین څخه روغ راوتي عیني شاهد پیښه داسی بیانوی:
«د شپې یولس بجې وي چې مجاهدین زموږ کلې ته راننوتل څو تنه یی زما په کور کې ځای پر ځای شول او په ولایت او په ګورګان کې چې د کمانډو قطعه وه برید وکړو چې په نتیجه کې د خونکار صادق عالمیار د تره زوي ووژل شو دغی جګړی تر سهاره دوام پیدا کړ کله چې رڼا خپره شوه مجاهدین په شا شول لیکن وطن پلورونکو خلقیانو په ولایت کې غونډه وکړه او په کرهاله کې د نر او ښځې د وژلو په موخه یی په کرهاله برید وکړو ړومبې یې پیاده او وروسته بیا ټانکی قطعات یی کرهالی ته سوق او زموږ په ځای کې یعنی د قاضی خیلو په هدیره کې ځای پر ځای کړه او زما د ماما کور یعنی د شهید سید غفور کور یی اته توپه ویشته چې په مجاهدینو ولویده هغې نه وروسته یې زما کور درې توپه ویشته چې یو په پټې کې او دوه په کور ولګیده وروسته بیا په کلې را ګډ شول او چې څوک په هر ځای کې په مخه ورتلل هغه یې وژل دارنګه په لارو کوڅو او پټو کې په غیر انساني توګه خلک شهیدان کړل؛ زما کور ته هم راننوتل او ملک سید غفور، فقیر محمد، اختر محمد خان چې زما د کاکا زوي چی په ننګرهار کی د فواید عامی مدیر و د ځان سره د ښاروالې تعمیر ته بوتلل چې لا تر اوسه لادرکه دي، د کرهالې د نیولو وروسته عسکر کور په کور ګرځیدل دروازه به یی ټکوله ښځې، ماشومان او نارینه یې له کورونو څخه په دی پلمه را ویستل چې ګواکې والې راغلې او په جومات کې تاسې ته ویناوي کوي.
ښځې او ماشومان یې په هماغه قاضی جومات کې ایسار او نارینه چې وروسته یې کره شمیره ۱۲۶۰ تنه ثابت شوه د سیند غاړی شګې ته چې تفریح ځای و بوتلل او ټول یې په یو ځای راټول کړه او د پل پوستې پولیسو ته یې امر ورکړو چې ډزی پری وکړي لیکن دغه پولیسو انکار وکړو نو په پایله کې پولیس هم بې وسلې او د راټول کړای شوي بې ګناه خلکو په لیکه کې ودرول او دا ځل صادق عالمیار د کمانډو کنډک قوماندان او عبدالحق د ۶۹ غونډ قوماندان خپلو ځواکونو ته د «اور» امر ورکړو او په دی ترتیب یې زموږ بی ګناه کلیوال شهیدان کړل زه خپله د دی پیښې څخه په تیښته بریالې شوم؛ هیره دی نه وي چې په دي شهیدانو کې یو تن د کډو مولا په نوم د ۱۲۰ کاله په عمر او بل تن د شمس الرحمن په نوم چې لیونی و شامل وو د دي کار وروسته خلقې چارواکو بولډوزر را وغوښتو او په داسی حال کې چې څوک مړه او څوک نیم ژوبله و د خاورو لاندې کړل.
د دي ناورین نه وروسته په کرهاله کې نارینه چې عمر یې د ۱۵ کالو پورته وي په سترګو نه لیدل کیده، د کرهالی کونډو او یتیمانو کرهاله پریښوده او مروری او شیګل ولسوالیو ته کډه شول او بیا وروسته د پاکستان باجوړ ښار جهانګیر آباد ته مهاجر شول چې هلته د دوي پنډغالی د کونډو په نوم یادیدو.»
عبدالله د همبستګی ګوند استازی ته د سترګو لیدلی حال بیانوی
عبدالله د کرهالی اوسیدونکې او د کرهالی د علماو شوری منشی په ټولیز ډول د ۱۲۶۰ شهیدانو وارث او په ځانګړي ډول د ۵۰۰ شهیدانو چې دده د کورنۍ او کندي پوری تړاو درلود داسی وایی:
«دغه واقعه په داسی وخت کې رامنځته شوه چې زموږ کرهاله د یو میاشت راهیسې محاصره وه او پر موږ باندې اوبه او بریښنا پری وه؛ د جمعې مبارکه ورځ وه پولیسو خلک د کروندو، هټیو او کورونو څخه راټول او په ډله ییزه توګه یې ووژل.»
د پیښې یو تن بل عینې شاهد عبدالله ولد وزیرمحمد وایې:
«زه د خپل ماما په کور کې وم چې دوه عسکر راغلل او زه او زما ماما ګان یې له کور څخه بهر ته را ویستلو زما ډیر ښه په یاد دي چې موږ یې په دروازه کې وپلټلو زما د یو ماما سره ۷۰۰ افغانۍ وي هغه یې ترینه واخیستلې او موږ یې د ځان سره روان کړو د کور شاته د بوسو یوه کوټه وه یو عسکر ما سره مرسته وکړه او زه یې دی کوټه کې پټ کړم خو یو بل عسکر زه لیدلې وم نو کله چې یې هغوي یوړل هغه عسکر ما پسې راغې او ماشین یې ماته راواړلو خو ښه کار دا و چې هماغه عسکر ورسره و او زه یې ترینه بیا ځل لپاره خلاص کړم او وروسته له هغی په چټکۍ سره کور ته لاړم لیکن کور خالې و او ټول خلک یې جومات ته ټول کړی و. په دی پیښه کې د ۱۲۶۰ کسانو د وژل کیدو خبری کیږي خو زما په اند د شهیدانو شمیر له دی پورته دی دا ځکه چې د تواب ګل په نامه یو کس چې د ترکستان څخه و زما ماما ورله لور ورکړی وه په دغه پیښه کې د نوموړی کولمې راوتې او جسد یې د کوڅې په سر کې پروت و چې داسی کسان په کې لا چا نه دی شمیرلې. په دی فاجعه کې ما خپل پلار وزیرمحمد، تره محمدجان، بل تره سیدالرحمن زما په مخکې په شهادت ورسیدل.»
مولانا بهاوی، د کرهالی د غمیزی عینی شاهد
د کرهالې د ځوانانو شوری رئیس حاجی احسان الحق قدیري هم ورته کیسه بیان کړه او د خپل کورنۍ شهید شوي غړي یې داسی معرفی کړل:
«زما پلار عبدالقدیر، مشر تره عبدالبصیر، ماما فتح خان او نور لکه د ترونو او ماماګانو زامن چې شمیره ۳۴ تنو ته رسیږی د دغه جنایتکارانو لخوا شهیدان شوي دي.»
دردونکې خبره خو دا ده چې د بشریت ضد دغه دښمنان سره له دي چې په وړاندې یې کره اسناد او شواهد موجود دی لیکن بیا هم خلاصی تڼي څه په هیواد او څه هم هیواد د باندې مزې چړچی کوي، ان تر دي چې دولتې او سیاسي مصؤنیت څخه برخمن دی. د افغانستان د همبستګې ګوند د کرهالی مظلومو خلکو ته ډاډ ورکوي تر هغې چې توان لرې د دغه وحشی جلادانو عدالت منګلو ته سپارلو لپاره ستاسي سره په ټینګه ولاړ دې.
د همبستګې ګوند د کرهاله ۱۲۶۰ تنو شهیدانو لیست چی د قربانیانو د کورنیو لخو ترتیب شوی د ړومبی ځل لپاره خپلو لوستونکو ته خپروی.