د کابل ښاروال ۴۸ میلیونه افغانۍ غلا کړي!

شاروال کابل

د کابل ښاروال محمد یونس نواندیش؛ چې د ستر جنایتکار عبدالرشید دوستم چوپړه دی، درې کاله مخکې د ۲۰۱۰ کال د جنورۍ په میاشت کې «د شکایتونو د اوریدلو کمیسیون» د مشر زلمی زابلی په وینا د امریکا د سفیر په وړاندیز، حامد کرزي لخوا په دنده وګمارل شو. نوموړي په کال ۱۳۹۰ کې د هوایي ډګر- انټرکانټیننټال هوټل د سړک د خځلو لیږد لپاره ۴۸ میلیونه افغانۍ په غیر قانوني توګه یو ترکي شرکت «کاپي انټرنشنل» ته ورکړې دي.

د «۸ صبح» ورځپاڼې د سه شنبې په ورځ د ۱۳۹۱ کال د مرغومې په پنځمه د کابل ښاروال محمدیونس نواندیش د اختلاس په اړه یو څیړنیز راپور خپور کړی، د دغي راپور مهم ټکي دادی.

د دې پروژې په اړه ملي امنیت، د فساد سره د مبارزې عالي کمیټې او ان تردې چې جمهوري ریاست ځانته ځانته څیړنې او ارزونې کړي دي. د ملي امنیت عمومي ریاست چې دا پیښه یې له نیږدې څارلې، ۱۰/۱۱/۱۳۹۰په ۵۸۱ ګڼه استعلام کې په خپله د کابل ښاروالۍ د کار حفظ او مراقبت ریاست څخه غوښتنه کړې، چې دا مسئله روښانه کړي، چې آیا د ویجاړ شویو کورونو خاوره او خځلې د دوی ریاست لیږدولي او که نه؟ د استعلام په بله برخه کې راغلي «د هوایي ډګر-انټرکانټیننټال هوټل ۷۰ متره سړک د پراخولو په لړ کې د باغ بالا په سیمه کې کوم اضافي مواد چې منځته راغلي وو، د کار حفظ او مراقبت ریاست په ځواک او وسایلو کوم ځانګړي ځای ته لیږدول شوي او که نه؟»

د دی استعلام په ځواب کې د کار ساتنی او مراقبت ریاست مسئولین په ۱۳۹۰/۱۱/۱۱ نیټه دا رنګه لیکي:

«د باغ بالا جومات شاته د صدیق افغان او د نورو کنکریټي کورونو ورانولو وروسته ټول اضافي مواد له سیمې څخه د کار ساتنی او مراقبت ریاست د وسایطو په وسیله لیږدول شوي دي.»

په داسې حال کې چې د ویجاړ شویو کورونو خځلې او خاورې د کار ساتنی او مراقبت ریاست کارمندانو او وسایطو په ذریعه لیږدول شوي وو، مګر په ۱۳۹۰/۳/۱۶ نیټه کې د پالیسۍ او انسجام ریاست اړوند د بیا رغولو او پروژی جوړولو مدیریت په ۸۶۳ ګڼه مکتوب کې او د ښاروالۍ مقام په ۱۳۹۰/۳/۱۵ نیټې د ۱۰۳۶ ګڼې حکم پربنسټ او د دې ادارې ۳۲ مې پاڼې ته د کتنې پربنسټ د کابل ښارروالۍ لخوا په ۱۲ فورم کې د ویجاړ شویو کورونو د خځلو او خاورو پاتې شونو د لیږد لپاره ۴۸ میلیونه او ۴۰۰ زره افغانۍ «کاپي انټرنشنل» شرکت ته ورکړل شوي دي.

په دې توګه د ملي امنیت لاسوندونه ښایي، چې ښاغلي نواندیش د پالیسۍ او انسجام رئیس په مرسته ۴۸ میلیونه افغانۍ په غیر قانوني توګه «کاپي انټرنشنل» شرکت ته ورکړي.

د کابل ملي امنیت ریاست په ۱۳۹۰/۵/۵ نیټه په خپل ۹۲ګڼه یادداښت کې د هیواد ملي امنیت عمومي ریاست ته لیکي:

«په کال ۱۳۸۴ کې له هوایي ډګر څخه تر انټرکانټیننټال هوټل پورې د ۷۰ متره سړک د جوړیدلو په خاطر یو تړون د کابل ښاروالۍ او «کاپي انټرنشنل» شرکت ترمنځ نیږدې ۱۷ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت لاس لیک شوی دی. د دې سړک کار په کال ۱۳۸۴ کې پیل او کال ۱۳۸۶ کې پای ته رسیدلی، مګر په دې وروستیو کې دې شرکت په ۱۳۹۰/۱/۲۸ نیټه یو ځل بیا له کابل ښاروالۍ څخه د خځلو او خاورو د لیږد له درکه ۵۲ میلیونه افغانیو غوښتنه کړې.»

د دې لاسوند په اوږدو کې راغلي:

««کاپي انټرنشنل» کمپنۍ د پالیسۍ او انسجام رئیس انجینیر شاه ولي او د کابل ښاروال نواندیش دواړو سره جوړجاړی او اړیکې درلودې، دواړو د استعلام په جوړجاړي کې له ۴۸ میلیونو زیاتې پیسې چې په تړون کې نشته همدې شرکت ته ورکړي دي.

د دې پیښې د لا څیړنې لپاره د فساد سره د مبارزې عالي ادارې هم درې میاشتې وړاندې یو شپږ کسیز پلاوي ته چې د هیواد ملي امنیت، کنټرول او تفتیش او د فساد سره د مبارزې عالي اداری څخه جوړ او دنده یې ورکړه، څو دغه پیښه وڅیړي.

دې پلاوي خپلې پایلې داسې بیان کړي:

«له هوایي ډګر څخه تر شهید درې لارې پورې چې څلور کیلومټره اوږدوالی لري، د سړک په اوږدو کې هیڅ ډول خاوره او خځلو شتون نه درلود او د بره کي له څلور لارې تر د باغ بالا نل خولې پورې چې کومې خځلې او خاورې وې، هغه هم د کابل ښاروالۍ د کار ساتنی او مراقبت ریاست لخوا وړل شوي وو او د یاد سړک پاتې برخه؛ چې د شهید له دری لارې تر بره کي پورې بشپړ شوې وه، نو د ۴۸ میلیونه افغانیو ورکړې درخواست د کمپنۍ او ښاروالۍ په ګټه یو ډول جوړجاړی دی، د خاورو او خځلو په نوم چې پیسې «کاپي انټرنشنل» شرکت ته ورکړل شوي، بې مورده دي.»

شاروال کابل
د کابل فاسد ښاروال، په سپین سترګی سره د پخوانی مستبدو پادشاهانو په څیر د ښاروالی له پیسو نه یی کتاب خپور کړ چی ځان یی د «کابل معمار» و نوماوو او د یو شمیر غوړه مالانو لیکنی او شعرونه چی دده په ستاینه کی وی خپری کړی.

له دې پرته د دې سړک کار په ۱۳۸۴ کال کې د «کاپي انټرنشنل» کمپنۍ لخوا پیل او په ۱۳۸۶ کال کې پای ته رسیدلی و، مګر سړک د پاتې شونو، خاورو او خځلو پیسې په کال ۱۳۹۰ کې ورکړل شوي. دې شرکت د تیر ښاروال (محمد انور جګدلک) په وخت کې د پیسو هیڅ غوښتنه نه ده کړې. مګر د محمد یونس نواندیش په راتګ سره پیسې ورته ورکړل شوي.

پلاوو خپلې پایلې په دې توګه څرګندې کړي:

«د پیسو ورکول هیڅ قانوني جواز نه لري. اصلاً هیڅ کار نه دی ترسره شوی، چې د هغې له امله د پیسو غوښتنه شوي وي.»

د دې لاسوند په متن کې راغلي چې د کابل ښاروال، د «کاپي انټرنشنل» شرکت رئیس، د انسجام او پالیسۍ رئیس او د کابل ښاروالۍ مالي او فني چارو مرستیالان د هیواد د جزاء قانون د ۲۷۱ مادې پربنسټ د ۴۸میلیونه افغانیو د درغلۍ په تور تورن پیژندل شوي. له فساد سره د مبارزې عالي ادارې د عدالت د ټینګښت په موخه دغه دوسیه لوي څارنوالۍ ته هم استولې ده.

د پلټونو شپږ کسیزه بله کمیټه چې د جمهوري ریاست د لومړي معاونیت لخوا د دې پیښې د پلټنو لپاره ګمارل شوې وه، خپلې پایلې یې په ۱۳۸۶ کال کې داسې ابلاغ کړي:

««کاپي انټرنشنل» شرکت ۱۲ کیلومټره سړک قیریزي کړی، چې په خپل لومړي قست کې یې ۲.۷ میلیونه ډالر او په خپل دویم قست کې یې ۱۱ میلیونه ډالر اخیستې دي، چې ټولې ۱۳.۷میلیونه ډالر یې وصول کړي دي. لیکن د کتنپلاوو ارزونو د بشپړ شوي کار لګښت ۱۲.۲۵۶ میلیونه ډالر ښودلی دی.»

په یاد ګزارش کې نوموړی شرکت په ۱.۴ میلیون ډالرو اضافه اخیستلو سره پور وړی ثابت شوی.

دا پلاوي، چې مشري یې د کابل ښاروالۍ د تخنیکي او فني چارو مرستیال انجنیر عبدالاحد واحد کوله د خپل راپور په اخر کې پریکړه کوي، چې د دغه شرکت ټول قراردادنونه د ۱۳۸۶ کال له ختمیدو ورسته فسخه شي، خپله دغه پریکړه یې ۱۳۸۶/۵/۱۶/ په۸۷۶۲ ګڼې مکتوب له لارې مالیې وزارت ته واستوله.

د افغانستان اوسنی دولت چې بنسټ یې پر جوړجاړي، مصلحت او منافقت ایښودل شوی، ټول هغه ککړ او جنایت پیشه خلک پکې راټول دي، چې په خپل وار سره هر یو د مشر تابه او د هغه له مرستیالانو نیولې بیا تر د وزیرانو، والیانو، قوماندانانو، رئیسانو او ښاروالانو پورې ټول په فساد، جنایت او ملي خیانت کې تر ستونې ډوب دي، چې یوه ناڅیزه بلګه یې د کابل ښاروال محمد یونس نواندیش دی.

د کرزي دولت د دې پر ځای چې دغه خاینان محاکمه او له کاره یې ګوښه کړي، د هغوی د کار موده نوره هم اوږدوي او هغوی پر ډول ډول مډالونو او بریا لیکونو ستایي، دا د دې لپاره، چې «ملي خاین» عبدالرشید دوستم له دې لوټمارۍ او اختلاس څخه بې برخې پاتې نشي او هغه هم د نورو ځناورو په څیر له ځان سره شریک وساتي. ړومبی یې هغه خپله په قدرت کې راګډ کړو او وروسته بیا د هغه بالکیان د والیانو، قومندانانو او آن د کابل ښاروال په توګه وټاکل شول، څو د ولس وینې پرې وڅښي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 95 میلمانه آنلاین لرو