امان‌الله د نالوستو وګړو غم‌خوار

امان‌الله

د افغانستان د همبستګۍ ګوند یو وار بیا د خپل تکړه، مبارز او ژمن غړي د لاسه ورکولو له امله د غم په ټغر کښیناست. د همبستګۍ ګوند د امان‌الله مرګ غټه تشه بولي او کورنۍ او ملګرو ته یې د هغه د مړینې تسلیت وایي او ژمنه کوي چې په نه ستړې کیدونکي مبارزې سره به د هغه لارې ته دوام ورکوي.

امان‌الله د یارمحمد زوی د کنړ ولایت ناړۍ ولسوالی اړوند د بریکوټ د کلي په یوه بیوزله کورنۍ کې په داسی وخت کې چی هیواد یې د روسانو مستقیم یرغل لاندې و، په ۱۳۶۰ لمریز کال کې نړۍ ته سترګې پرانستلې. لا وخت تیر نه و چې د ګوډاګیانو «خلق او پرچم» د زور زیاتي له امله بیوزله پلار یې چې بزګر و، خپل پلارنی ټاټوبی خوشې او د چترال اړوند کلکتهاک کمپ ته په کډوالۍ اړ شو. څرنګه چې هغه مهال د روسانو د یرغل پروړاندی د وطن پالو افغانانو لخوا کلکه او نه ستړې کیدونکې مبارزه روانه وه، د ده مشر ورور خان زمان هم د هیواد ساتنې په نیت د یو شمیر مخکښه روڼ اندو په لیکو کې چې د روسانو په خلاف یې قومي سنګرونه جوړ کړي وو، ورننوت.

کله چې د ده مشر ورور ولیده چې دغه روڼ اندي نه یواځې د روسانو پر ضد وسلواله جګړه کوي بلکې په قلمي ډګر کې د روان نسل د ښوونې او روزنې په برخه کې یې ښوونیز مرکزونه هم جوړ کړي، هماغه وه چې نوموړي خپل ورور امان الله د خپل هم سنګره ملګرو په لاس کې ورکړ څو دا په خپلو لاسونو وروزي. کله چی امان الله د دغه سفر په نیت د خپلو ملګرو سره د چترال نه د کویټې په لور حرکت پیل کړ، د یوې دسیسې په پایله کې د خپلو نورو ملګرو سره د پاکستاني پولیسو لخوا ونیول او زنداني شول. څرنګه چې د ده ملګرو په قلمي مبارزه ټینګ باور درلود هماغه شان یی ده سره د زده کړې په برخه کې هومره هڅه او هاند وکړ چی نوموړي په ډیره کمه موده کې وکولای شو چې لیک لوست زده کړي او خپلې کورنۍ ته لیکونه واستوي. آن تردې د ده ۱۴ میاشتني بند باندې د ده کورنۍ خبره نشوه.

امان‌الله

له بند څخه د راخلاصیدو وروسته نوموړي په پیښور کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړه او له فراغت څخه وروسته په هماغه لیسه کې د ښوونکي په صفت وټاکل شو او افغان بچیانو ته د زده کړې ورکولو هیله یې چې په زړه کې درلوده، په پوره زړه ورتیا او باور سره ترسره کوله. نوموړی د روان نسل او هم د خپلې ټولنې لومړنیو اړتیاو څخه باخبر و او د خپل هیواد د اکثریت نالوستو وګړو په خاطر غمګین و، نو ځکه یې د خپلې کورنۍ او شاوخوا غریبو او بې وزلو خلکو ماشومان او په ځانګړي توګه انجونې لیک لوست ته هڅولې. هغه مهال چې په افغانستان کې د افغانستان د همبستګۍ ګوند د بنسټ ډبره کیښودل شوه نوموړي د دغه ګونډ د غړیتوب ویاړ تر لاسه او د دې ګوند په ټولو چارو کې او په خاصه توګه لاریونونو کې د هماغه مشر ورور په څیر فعاله ونډه درلوده. د نوموړي له ځانګړینو څخه یوه دا وه چی د ملګرو لخوا ورسپارل شوې هره دنده یې په وخت سره ترسره کوله او هغه دنده به یې د لومړیتوبونو په سر کې نیوله، ځکه هغه په دې پوهیده چې دا د ټولو پریکړه ده، نو د هغې له امله به یې د ملګرو د پریکړو سخت درناوی کاوه. له بده مرغه نوموړی د څو کالو راهیسې د پښتورګو په ډیره ناوړه ناروغۍ اخته و او ډاکټرانو ورته ویلي وو چی دواړه پښتورګي یې باید لرې شي او ۳۰ سلنه چانس لري چی ښه شي. له یوې خوا ډیر مالي لګښت او له بل پلوه دې عملیات تضمین هم نه درلود، نو هغه له دې کاره ډډه وکړه.

هغه د خپل ژوند وروستۍ شپې او ورځې په سختو کړاونو کې تیرې کړې چې په پای که د ۱۳۹۲ کال د کب د مایشتې په ۹ مه نیټه له دې نړی سترګې پټې او خپل ملګري او کورنۍ یې په دروند ویر کې کښینول.

یاد یې ژوندی، لاره یې روښانه!

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 340 میلمانه آنلاین لرو