«نوی نړی جوړه کړو» او هرڅه لاس ته راوړو

فیصل

پدی ورځو کی داسی ګونګوسی روانی دی که چیری امریکا له افغانستان څخه ووځی نو د بیوزلو ژوند به خراب شی او کورنۍ جګړې به پیل شي. دا په داسی حال کی ده چی هر ورځ امریکا پوری تړلی رسنیو د خبرونو سرټکی همدا خبر جوړوي او د خلکو غلولو لپاره له یوڅو عام وکوړو سره مرکه کوی ترڅو خلکو ته داسی ښکاره کړه چی امریکا د خلکو ژوند د ښیرازه کولو لپاره دلته راغلی او د افغانستان ولس غواړی چی امریکا دی دلته پاتی شي ولی هیڅکله د خوار ملت غږ چی زامن، پلرونه، میندی، خویندی، ښځی، بوډاګان و کمکیان یی د امریکا په بمباریو کی له لاس ورکړي نه وچتوي.

دا رسنۍ او ګوډاګی دولت او د امریکا غوړه مالان په داسی حال کي دا خبری کوی چی له ۲۰۰۱ کال څخه تر اوسه له ۲۰۰۰۰ تنو افغانانو څخه ډیرو د امریکا او ناتو په مستقیم بریدونو کی خپل ژوند له لاسه ورکړی. په ۲۰۰۴ کال کی په افغانستان کی د ژوند تمه ۴۲ کاله وه ولی په تیرو لسو کلونو کی دا کچه ۳۵ کالو ته را ټیټه شوی او لامل یی هم د امریکا لخوا د کیمیاوي او بیولوژیکی وسلو کارونه ویل شوی ده. ۲۵ فیصده ماشومان له ۵ کالو مخکی مري او اکثر خلک چی د امریکایانو په بم‌اچونه کی ټپی شوی په روغتونونو کی مري ځکه د افغانستان روغتونونه دا وړتیا نلری چی د بم په وسیله سوځول شویو خلکو درملنه وکړی.

د امریکا ۱۳ کلن تجاوز افغانستان د بدمرغۍ، فساد، روږدیتوب او بیکاري په لور یووړ. ډیرۍ شمیر ځوانان چی په بهرنیو هیوادونو کی مزدوری کوله په نشي توکو اخته شول چی شمیری ورځ تر بلی په ډیریدو دی چی جسمي توان یی له لاسه ورکړی او نشي کولای چی خپلو کورنیو ته نفقه چمتو کړی نو له همدی کبله ددغو کورنیو ډیری ماشومان له ډیرانونو چټل توکی را ټولوی او خرڅوی یی او یا له یوه ډبلی سره پر سړکونو ګرځی او موټرونه سپندوي چی په راتلونکي کی دوی هم د خپلو پلارونو په برخلیک کی راګیر کیږی.

د مثال په توګه دلته یو څو ماشومان معرفی کوم چی خپله کورنی د چلولو لپاره په ډیرانونو او سرکونو کی سرګردان ګرځی ترڅو یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي او خپل اوږی نس موړ کړي.

بام‌ګل
بام‌ګل

بام‌ګل: خیرن سر، چاودی لاسونه، خیرنی جامی او شلیدلې څپلۍ. هغه د سهار له ۷ بجو څخه تر ماښام ناوخته پوری په ډیرانونو او لښتیو کی پلاستیکي او اوسپنیز ډبی راټولوی. ورڅخه می وپوښتل چی په کور کی څو تنه یاست نو په ډیره عاجزي سره یی راته وویل: «سم نه پوهیږم چی ۱۸ یو که ۲۰.» حیران شوم نو ومی غوښتل چی نور معلومات هم ترینه ترلاسه کړم ورته می وویل تاسو څو تنه کار کوی او د غرمې ډوډي چیرته خوري. وشرمید او په ماشومانه انداز یی راته وویل چی له ډیرانونو خواړه راټولو او خورو یی او که کومه ورځ څوک راباندی ورحمیږی نو له کوره راته خواړه راوباسي. هغه د بغلان اوسیدونکی اوس په ارزان قیمت کی اوسیږی او د خپل ژوند په اړه داسی وایی:

«مونږ د بغلان په زوړ ښار کی اوسیدو چی له کندز سره نږدی وو. په انتحاری حمله کی می پلام مړ شو او اربکیان به هره ورځ راتلل او مونږ به یی ځورولو او د غرمی یا شپی ډوډی به یی غوښتله. ژوند تیرول هلته راته ګران شول نو کابل ته راکډه شوو.»

هغوی دری ورونه پلاستیکونه راټولوی او خرڅویی. هغه وایی اوسپنیز د پیپسی ډبي کیلو ۲۵ افغانی خرڅو او پلاستیکی د اوبو ډبی کیلو په ۱۰ افغانی خرڅوو. هغه زیاتوی: «د بوتلونو وزن ډیر سپک دی له همدی کبله مونږ چی زیات کوښښ وکړو ۳ کیلو ایله راټول کړو او خپله ګزاره پری وکړوو.»

فرشید
فرشید

فرشید: دولس کلن  له خپل پلار سره یوځای دستانی (دستکشی) او د غاړی رومالونه خرڅوي. هغه په کارته سخي کی د غر پر سر په یوه جونګړه کی اوسیږی. د هغوی کورنۍ ۶ غړي لري چی یوازی فرشید او پلار یی کار کوی او نور ټول کمکیان دي. هغه وایی: «تر ماښامه کار کوم او بیا کورته ځم چی اوبه پورته کړم ځکه چی مونږ د غره په سر کی يو او هلته د څښاک، جامو او لوښو وینځلو اوبه نشته.» هغه زیاتوی چی یوازی هغه ندی چی داسی ژوند تیروی بلکه په سلګونه نوری کورنی هم دده په شان ژوند کوي.

عبدالصمد
عبدالصمد

عبدالصمد: دری ورونه او ۶ خویندی لری او په قرغه کی اوسیږی. پلار یی د سیاف لخوا بندی شوی وو او ورسته له ډیرو وهلوټکولو ژوند له لاسه ورکړ. صمداو ورونه یی مڼی خرڅوی او خپل ژوند چلوي. هغه وایی «مونږ دا مڼی په پور اخلو او د خرڅلاو وروسته بیا پیسی د مال څښتن ته ورکوو. که چیري مڼی خوسا او خرڅی نشی نو بیا پر مونږ تاوان دي.» صمد د ورځی تر ۲۰۰ افغانیو پوری کار کوی او دلیل یی چی ولی یی مڼی ډیری نه خرڅیږی داسی وایی: «زه د سرک پر سر ناست یم، دوړی او خاوری زمونږ پر پلاستکی کڅوړو کښینی او خلک چی دا حالت ګوری نو نه یی اخلی. غریبان خوارکیان خو یی نشی اخسیتلی او مالداران ځی له لوکسو هټیګانو یی اخلي.»

فیصل
فیصل

فیصل: دا ماشوم هم د نور پرشان خپله روزی ډوډی د ګندګیو پر منځ کی لټوي. هغه د قمبر په څلورلاری کی په کیږدی کی ژوند کوي. مور یی له یوی ماشومی لور سره هماغلته خیرات ټولوي. هغه وایی په ژمي که ډیری سختی شپی ورځی تیرو. هم له پاسه اوبه راباندی راځي او هم ځمکه نم لری. هغه زیاتوي: «مونږ په هلمند ډیر ښه ژوند درلود. ځمکی او رمه مو لرله، ولی د امریکایانو له لاسه په تنګ راغلو. پلار یی را ته د طالب په نوم ومړ او هره ورځ به یی زمونږ کور پلټه نو دی ته اړ شو چی ګده وګرو.» دوی دلته هم ډیرو ناخوالو سره مخ دي. مرستی هم چی ددوی په نامه راځي د څو تنو لخوا تالان کیږي.

ددوی په څیر زرګونه نور ماشومان هم یواځی د کابل ښار په هر ګوټ هره کوڅه او هره چتل‌دانی کی په سترګو لیدل کیږی او ترسو چی دا ګوډاګی دولت، تنظیمی جنایتکاران، نیواګره امریکا او چوپړان یی په واک کی وی دا اوضاع تغییر نه مومی. نو راځی ټول ملي او وطنپاله او دموکرات ګوندونه او شخصیتونه لاس په لاس ورکړو او نوی نړی جوړه کړو جنایتکاران او خاینان اعدام او خپل ژوند ښیرازه کړو.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 286 میلمانه آنلاین لرو