امریکایی تازیانو یو ځل بیــا باډیلیان د ویر په ټغر کینول

 ۳ کلنه صفیه

د ۱۳۹۳ لمریز کال د وږی میاشتی په ۱۸مه نیټه د کنړ ولایت اړوند د نرنګ ولسوالی پوری تړلی د باډیل درې ته امریکایی جنایتکارانو (C.P.T) او محلی پولیس په ګډه ننوتل تر څو په دغه سیمه کی د خپلو سیمه‎ایزو څارونکو په مرسته ددوی په وینا طالبان وځپی مګر د دیارلسو کالو تجربو دا په ډاګه کړی چی د امریکایی یرغلګرو د برید په پایله یواځی ځای او ملکی وګړي وژل کیږی او بس. د باډیل په دره کی هم دوی د شپی له خوا د صوبه غونډۍ محاصره کوی او سهار وختی طیارو ته امر کوی چی سیمه بمبار کړی. د دغه جنایتکارانه عمل په پایله کی ۱۶ تنه ولسی وکړي سخت ټپیان او ۱۳ تنه نور شهیدان کیږي چی نومونه یی په لاندی ډول دي:

۳ کلنه صفیه
۳ کلنه صفیه، د دی پیښی یو تن وژل شوی ماشوم

۱- تاجبرو د زړور خان لور - ۲۵ کلنه
۲- ظفرخان د عاصم خان زوی - ۶۰ کلن
۳- آسیا د زیار محمد زوی - ۱ کلن
۴- صفیه د زیار محمد لور - ۳ کلنه
۵- کشمیر د امیر خان زوی - ۲۰ کلن
۶- ذبیح‌الله د سید کلام زوی - ۲۰ کلن
۷- توحید د نور رحمن زوی - ۱۵ کلن
۸- روح‌الله د عجب خان زوی - ۴۲ کلن
۹- اسدالله د روح‌الله زوی - ۱۲ کلن
۱۰- رحیم‌الله د رحمت‌الله زوی - ۱۳ کلن
۱۱- سلمان د سرداری زوی - ۱۰ کلن
۱۲- علی ګل د شهزاد زوی - ۱۳ کلن
۱۳- حمیدالله د اسدالله زوی - ۹ کلن

د خواشینۍ خبره دا ده چی روح الله، اسدالله او رحیم الله د یوی کورنی غړي وو. همدا شان تاجبرو سره د دوه لوڼو او خسر ظفر خان هم د یوی کورنی غړي وو چی په شهادت ورسیدل مګر د تاجبرو خاوند زیار محمد خپله سخت ټپی دی. دوی د پاکستان د ملتان څخه ډیره موده بعد راغلی وه ترڅو د خپل مور او پلار سره وګوري، دوی همدغه سهار د تګ په حالت کی و چی د طیارو د برید لاندی راغلل، نور خلک ددوی د غوښو او د بدن د غړو ټوټو په راغونډولو بوخت وو چی یوځل بیا تر برید لاندی ونیول شول او پورته دیارلس تنه په شهادت ورسیدل.

 ۳ کلنه صفیه

د امریکایی یرغلگرانو جنایت

د امریکایی یرغلگرانو جنایت

د امریکایی یرغلگرانو جنایت

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 285 میلمانه آنلاین لرو