د روسي جنایتکارنو او د هغوی د چوپړانو د ځناورتوب بیلګې

د روسی پوځیانو جنایت په افغانستان

د ۱۳۵۸ کال د مرغومى ۶مه نیټه هغه توره ورځ ده چی روسي یرغلګرو زمونږ هیواد د ریښتیني جنګیالیو او تنکيو ځوانانو په وینو رنګ ګر. کله چی د روسې سوسیال امپریالیزم ولید چی خلقی او پرچمی چوپړان یی نشی کولای د هغوی نقشی او پلانونه په افغانستان کی پلی کړی نو سم د لاسه یی په مستقیمه توګه افغانستان تر یرغل لاندی رواست او هر مخالف غږ یی د ټوپک او ربړونې په زور وځاپه. ددی ځناورو د یرغل وروسته ددوی ګوډګیان لا هم داړه‎مار شول او په بی‎رحمانه توګه یی له یو میلیون څخه زیات پرهیواد مین خلک په کابل او نورو ولایتونو کی ووژل. بندخونې له روڼ‎اندو او مبارزانو ډکې شوې، هر شپه به یی په سلګونه ځوانان او سپین‎ږیری چی ددوی غلامۍ ته نه تسلیمیدل په پولیګون کی په ډله‎یزو قبرونو کی ژوندي ښخ وول او یا یی تر هغه ربړول چی ساه ورکړي.

د خلق او پرچم ګوډاګي ګوندونو د ځوانانو پر وژلو او تری تم کولو سره دغه یرغل ته لاره هواره کړه. د افغان کړیدلی ولس ښه په یاد لری چی د ددغو ګوندونو د اختلاف په پایله کی امین یو ۱۲۰۰۰ کسیز نوم‎لړ د کورنیو چارو وزارت په دیوال او دروازه وځړاوه او د هغوی کورنیو ته وویل چی نور دی دوی پسی نه ګرځي. په ۱۳۹۲ کال د هالند محکمی هم یو ۵۰۰۰ کسیز نوم‎لړ خپور کړ چی د خلق او پرچم جنایتکاره ګوندونو لخوا د ۱۳۵۷ او ۱۳۵۸ کلنو ترمنځ وژل شوی وو. دا یوازی دوه کوچنی بیلګې وی چی رسنیو ته یی لار پیدا کړه. دغو ګوندونو او روسي جنایتکارانو په زرګونه نور داسی جنایتونه تر سره کړی چی تر نن پوری پټ پاتی دی او عاملان یی په آزاده توګه پرته له پوښتنی په چړچو کی ژوند کوی.

په دی لړ کی د افغانستان زوریدلي ولس له ټول ډیره قربانی ورکړه او په تش لاس او وږی نس ددغه زبرځواک په وړاندی ودرید او هغه ته یی ماته ورکړه ولی د جهاد ټیکه‎دارانو چی د پاکستان او ایران له پلوه روزل شوی وو ددوی سرښندنی یی لوټ و تالان کړې او یو وار بیا له خپلو خلقی او پرچمی وروڼو څخه په جنایت او شډلیتا کی یو ګام مخی شول او امریکایی یرغلګرو ته یی لاره هواره کړه. که پرون روسي یرغلګر د «کور، کالی، ډوډۍ» په نوم په افغانستان کی وینې توی کړې نن امریکایی جنایتکارانو د «ډموکراسۍ، د ښځو حقوق او د مخدره توکو په وړاندې مبارزې» په پلمه له وژنې، ربړونې، فساد، فحشا او زورواکۍ پرته بل زیری نه درلود.

لاندی د روسي یرغلګرو او د هغوی د ګوډاګیانو د ځناورتوب او شډلتیا څو بیلګې تاسی ته ښایم چی عاملان یی لکه ګلابزوی، دستگیر پنجشیری، بارق شفیعی، سلیمان لایق، شهنواز تنی، علومی، رنجبر، سلطان علی کشتمند، ظاهر طنین، نبی عظیمی او نور نن هم په آزاده توګه ګرځي او ددی په ځای چی محاکمه او په دار وځړول شی په دولت کی لوړې څوکۍ لری.

د روسی پوځیانو جنایت په افغانستان
پرون د خلق او پرچم جنایتکاره مشرانو هغه روسي قومندانانو ته چی د افغان ولس په وینو یی لاسونه سره وو مډالونه ورکول او نن کرزی او غنی او عبدالله د امریکایی سړي‎وژونکو په سینه چی په زرګونه ماشومان، ځوانان، سپین‎ږیري او ښځۍ یی وژلي او کورونه یی بمبار کړي؛ دولتی مډالونه ټومبی.

د روسی پوځیانو جنایت په افغانستان
د خلق او پرچم د واکمنۍ پر مهال هر هغه کس به چی د دولت پر ضد خبره کوله او یا آن تر دی چی راډیو به یی اوریدله له وهلو ټکولو نیولی تر زندان او وژل کیدو په یی خبره رسیدله. په دی توګه زرګونه افغانان د «بلواګر»، «اخوان»، «شعله‎ای»، «مائویست»...په نومونو تري‎تم شول.

د روسی پوځیانو جنایت په افغانستان
روسی جنایتکارانو او د هغوی چوپړانو هره ورځ د هیواد په هر ګوټ کی لسګونه او سلګونه افغانان وژل او په نامعلومو ډله‎یزه قبرونو کی یی ښخ‎وول چی ډیری دغه قبرونه تر نن پوری نه دی موندل شوی.

د روسی پوځیانو جنایت په افغانستان

د روسی پوځیانو جنایت په افغانستان
روسي جنایتکارانو اود «اګسا» او «خاد» ځناورو مسئولانو له بندیانو سره ناوړه چال چلند کاوه او په بیلابیل ډول یی ربړول. بندیان به یی تر هغې وهل ترڅو اقرار وګړي. د هغوی نوکان به ایستل، په برقی ډنډو به یی وهل، مات شوی لرګي به یی د هغوی ستونی که وهل او غاښونه به ترینه ایستل. هغو کسانو چا چی مقاومت کاوه او یا به له څه شی خبر نه وو په مرمی ویشتل او وژل.

د روسی پوځیانو جنایت په افغانستان
روسانو هم د امریکایی یرغلګرو په څیر د افغانستان په څارویو رحم نه کاوه. په ځانګړی توګه کله به چی ددوی لښکر د افغانانو لخوا په شا و تمبول شو نو ددوی کینه به لا زیاته شوه او بل وار برید کی به یی هر هغه څه چی ساه اخیستله ژوندی نه پریښوده.

د روسی پوځیانو جنایت په افغانستان
د خلق او پرچم زورواکی دولت د هیواد هر ښار او کوڅه په بندخونه بدله کړې وه. هره ورځ به له هر کور نه یو دوه کسه تری‎تم کیدل او په دغه شان هغوی هڅه کوله ترڅو ټول هغه خلک چی په زړه کی د هیواد مینه لری ووژنی او یا هم د ربړونې په زور هغوی تسلیم کړي.

د روسی پوځیانو جنایت په افغانستان
د کره شمیرو له مخی د سوسیال امپریالیزم د یرغل څخه وروسته یونیم میلیون افغانان شهیدان او په میلیونونو نور شل او شوټ شول.

د روسی پوځیانو جنایت په افغانستان
روسانو او خلقی او پرچمی جنایتکارنو په زوره افغانان د جګړې لمړی لیکی ته وړل او د ډال په څیر به یی له هغوی څخه ګټه پورته کوله. ډیری افغانان په همدغه څیر ورک شول چی تر نن پوری کورنۍ په ویر کی دي.

د روسی پوځیانو جنایت په افغانستان
د خلق او پرچم د واکمنۍ پر مهال په هیواد ډار او ویره خپره وه. دغو ځناورو هره ورځ بی‎ګناه انسانان وژل. هر چا سوچ کاوه چی ښایی سبا به زما وار وی. هر هغه چا به چی ددوی له غوښتنو سر غړاوه او یا نه تسلیمیده یا په زندان کی ورکیدل او یا په هماغه ځای کی وژل کیدل.

د روسی پوځیانو جنایت په افغانستان
روسی یرغلګرو د «کور، کالی، ډوډۍ» په ځای د افغانستان غم‎ځپلي ولس ته ویجاړي، مرګ، کډوالي، نیستي، ویر...راوړ.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 86 میلمانه آنلاین لرو