د سیک او هندو هیوادوالو پاکه وینه نه بخښو!

د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ په لسمه، ننګرهار ولایت ته د اشرف غنی د سفر پر مهال، د ولایتي ادارې ودانۍ ته څیرمه په مخابراتو څلورلارې شاوخوا څلورنیمو بجو کې یو ځانمرګې برید د هغو اهل هنود او سیکانو هیوادوالو په منځ کې تر سره شو چې اشرف غني غوښتل له دوی سره د ولایت په مقام کې وګوري. د دې چاودنې په لړ کې ۱۹ کسان وژل شوی، چې ۱۷ تنه یی سیکان او اهل هنود دي. د شهیدانو سربیره شل کسان نور ټپیان شوي هم دي چې اته تنه یی سیکان او اهل هنود دي.

د همبستګۍ ګوند په استازیتوب خپلو دغو درددیدلو هیوادوالو سره د غمرازۍ له پاره مو وغوښتل چې ددوی د شهیدانو په جنازه کې ګډون وکړو خو د سختو امنتي تدابیرو له امله مو ونشو کړاي چې ځان درمسال سیمې ته ورسو. په سبا ورځ فاتحې لپاره ولاړو او ددغو معصومو هیوادوالو سره مو غمرازي وکړه او له هغوی څخه مو د پیښې د جزئياتو په اړه وپوښتل.

دغه برید ډیر ځناوریز او زړه بوږنونکې وو چې په ترڅ کې د سیکانو او اهل هنود ډیرۍ مشران لکه اوتار سینګ چې راتلونکو پارلمانې ټاکنو ته نوماند و، نریندر سینګ، ایندر جیت سینګ، انوب سینګ، امریک سینګ چې د درمسال سرپرست و، میر سینګ، رویل سینګ، ستنام سینګ، منمیت سینګ، راجو سینګ چې د ځوانانو مشر و، بلجیت سینګ، ویکي کومار، ترنجیت سینګ، ستنام سینګ شهیدان شول او سربیره پر دې سنر سینګ، منجیت سینګ، ست پال سینګ، ګل میرت سینګ، مهندر سینګ، اقبال سینګ چې د درمسال امام و او تر اوسه په ای.‏سی.‏او کې دی، اوتار سینګ ځوی او مهندر پال سینګ ټپیان دي.

د سیکانو او هندوانو شهیدان

د ټپیانو څخه یو تن چې منجیت سینګ نومیږی او میر سینګ ځوي دی داسې وای:

«موږ سره له یوې ورځې څخه مخکې ولسمشر ژمنه ایښودی وه چې له موږ سره به یوه لیدنه تر سره ګړی او درې بجې یې د لیدنې وخت ایښودی وه نو په دی موخه سپین ږیری راټول شول او د ولایت په لور روان شول، کله چې د مخابراتو چوک ته ورسیدلو د ولسمشر ساتونکو چې د PPS په نامه یادیږی موږ یی ودرولو او راته یی وویل چې صبر وکړی تر څو موږ له دننه څخه لارښونه واخلو. نو موږ ورته وویل چې موږ پرون راغلی و او سهار هم راغلی وو او څلور بجی یی موږ سره د لیدنې وخت ټاکلې دی تاسی خپل لیست وګوری د دی له پاسه یی هم موږ ته وویل چې ودریږی. موږ پنځه دقیقی په تمه شولو له دی څخه وروسته زموږ د سر تا سری شورا مشر لاهور سینګ ښتکه شو ورته یی وویل چې موږ ته اجازه راکړی خو بیا یی هم خپله مخکینې خبره تکرار کړه له دی وروسته زه ښکته شوم او ومی ویل چې سپین ږیری را سره دی او ډیره ګرمی هم ده مخابره دی هم کړی ده موږ ته سم ځواب راکړی بیا یی وویل په تمه شی له دې خبرې سره سمه چاودنه تر سره شوله زما خپه لاس او ملا ژوبله شوه شا ته چې می وکتل زموږ ټول مشران په وینو لمبیدلی و په ۴۵ کلونو کې دا دویمه دردونکې پیښه وه چې زموږ د ټولو اهل هنودو کورنۍ یی په ویر کینولي دي. موږ د طالبانو سره دښمنی نلرو او سیکان یو بی طرفه قوم دی. او موږ امن او شانتی غواړو او دا هیله لرو چې افغانستان آباد او سوکاله شی ولس او عامه وګړی نور شهیدان نه شی.»

منجیت سینګ
منجیت سینګ

د دغې پیښې یول بل ټپي چې ګل میرات سینګ نومیږی په دغه چاودنه کې خپل یو ورور، پلار، کاکا او خسر له لاسه وکړی کله مې چې له دی سره خبری کولی په ژړا و او مری یی کلکه نښتې وه خبری یی نه شوی کولی ما هم خپله حوصله له لاس ورکړه او ځان می ټینګ نه کړی شو د بدن ویښتان می ودریدل. خو بیا مې هم کوښښ وګړ او هغه ته می ډاډ ګیرنه ورکوله ورو ورو یی په خبرو کولو پیل وکړ او داسی یی ویل:

«ډیر دردمن یم مرۍ مې غوټه ده د کورنۍ څلور تنو غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوازې زه پاتې شوم یو ځل وایم چې زه هم مړ وی خو کله چې خپلې پاتې کورنۍ ته ګورم بی سرپرسته ده نو بیا شکر کوم ښه ده چې د دوی لپاره زه ژوندی پاتې یم تر څو د دوی لپاره د ژوند چوپړتیاوی برابری کړم. بیګا شپه د کور ټولی ښځي له ما سره ناستې وې او ټوله شپه تر سهاره یی له ما سره یوځاي ژړل، دغه چاودنه له وخت څخه مخکې پلان شوی وه. زموږ له تګ څخه پرته له دولت بل څوک خبر نه وه. له چاودنې وروسته زه په روغتون په هوښ راغلم د خپلې کورنې خبر شوم او هلته مې داګټر ته وویل زما ټوله کورنې سوځیدلې ده نو ډاکټرانو خوشي کړم او کور ته راغلم کور کې مړي وکتل د ورور، پلار، تره او خسر مې ټوټې شوي وو او ټولی کورنۍ ژړل، حکومت خو یوازې خپل ځان ته کامیاب دی عوام ته نه دی عوام هره ورځ وژل کیږی انتحاری د کوم ځایه راغې حکومت دری ورځې امنیتی تدابیر نیولی و هلته کوم شی پر نه شو وهلی. زموږ ټول مشران مړه شول د کابل هم او ننګرهار هم ټول یتمان پاتې شو، په دغه پیښه کې د ځانې تلفاتو سربیره موږ ته مالې زیانونه هم اوختی دی څلور ګاړی مو له منځه تللی دی، خو مرال مو مات شوی نه دی که ټول هم مړ کیږو دا خاوره نه پریږدو ځکه موږ د دی خاوری بچیان یو.»

میرات سینګ
میرات سینګ

په ریښتیا چې زموږ اهل هنود ورونه له ډیرو ننګونو او ناخوالو سره مخ دی. نه د دوی مال په امن کې دی او نه ځان، د دوی ځمکې او جایدادونه د زورواکو له خوا غصب شوی دی او د ژوند سطحه یی ډیره ټیټه ده، له دی سره سره نه دوی ته د ښوونې او روزنې په برخه کې او نه په روغتیایی، اقتصادی، سیاسی او فرهنګې برخو کې چوپړتیاوی شتون لری او د خپلو لاسونو په تڼاکو خپل ځان له پاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوی. د جنګ او جګړو په دوران کې د دوی په خویندو میندو او لورګان جنسی تیری ترسره شوی. خو دولت، طالبان او نور وسلوالې ډلې دوی لا تر اوسه هم په کراره نه پریږدي او د دوی په وژلو لاس پوری کوی.

زمونږ دغه زوریدلی او کړیدیلی وروڼه که څه هم د کلونو راهیسې په ډیرو ستونزمنو شرایطو کې ژوند کوی او د حنفي په څیر کرغیړن اخوانیانو هغوی ته «ګاونډیان» وای خو بیا هم دوی ډیر کلک او ټینګ هوډ لری او ځانونه ددې خاورې اصلی وارثان ګڼي. په فاتحه کې یی د یو پوستر پر مخ چې د شهیدانو انځورونه پکې ول دا شعر لیکلی وو:

چې یې مور وي زیږولی پدې خاوره          که په هر ژبه ګویان وي خو افغان دی

په  ننګرهار کې، د واټونو په پر مخ  رنځیدلی کارګران  شپې سبا کوی!

د شپې لس بجې وی د یو چا له کور څخه را روان وم چی د مخابراتو له چوک څخه نیولی تر پښتونستان واټ پوری د سړک پر منځ ګلدانونو کی لسګونه ځوانان او سپین‎ږیری پراته ول. په لومړی لید کی می فکر وکړ چی د کابل پُل سوخته په څیر دلته هم په نشه‎یی توکو روږدي خلک راټول شوی خو چی لږ پام وی وکړ ومی لیدل چی دوی نه سګرټ لری او نه هم د یو څادر لاندی درې څلور کس راټول شوی. د یو تن خواته چی عمر یی هم پوخ وو ورنیږدې شوم او له روغبړ وروسته می ترې د نوم پوښتنه وکړه. نوم یی محاکم او د کنړ ولایت مرکز اوسیدونکی وو. پوښتنه می ترې وکړه چی دلته څه کوې، هغه وویل:


ښه کیفیت


کابل – ۱۳۹۷ کال د غویی ۶مه: نن د همبستګۍ ګوند غړو او پلویانو د غویی ۷مې او ۸مې تورو ورځو غندلو په موخه غونډه وکړه. مونږ داسی هوډ درلو چی پروګرام د لاریون په څیر د کابل په یوه جګړه‎ځپلې سیمه کی لکه جاده یا زوړ ښار کی په لاره واچوو، خو دولت په هغه ځایونو کی د نیولو اجازه رانکړه او ګوند یو وار بیا د ښار په یو بند ځای کی راګیر شو.

وحدت یوسفزی د امریکایی ځواکونو له لوری په شهادت ورسیده

وحدت یوسفزی د معراج الدین ځوی په ۱۳۶۷ کال کی د لغمان ولایت په قلعه دامان کلی کی وزیږیده. هغه چی یوې زیارکښې کورنۍ پورې اړه لرله د کار ترڅنګ یی خپلو زده‎کړو ته هم دوام ورکړ او په ۱۳۸۸ کال کی د اسحاق ننګیالي له عالی لیسې څخه په ښه درجه فارغ شو. له فراغت وروسته وحدت تل هڅه کول چی ځوانان لیک لوست ته وهڅوي. هغه ډیر ښه او پرمختللی فکر درلود او تل به یی د کلی ځوانانو ته د روانو ناخوالو او د هغوی د عاملانو په اړه معلومات ورکول له همدې کبله د ټولو په مشوره هغه د کلی ځوانان د رییس په توګه وټاکل شو. ددې ترڅنګ هغه د سرې میاشتی سره هم د رضاکار په توګه کار کاوه.

د تخار په چاه‎آب ولسوالۍ کی په ځناوریزه توګه د یوې ښځې وهل ټکول

د ۱۳۹۶ کال د سلواغې په ۱۲مه نیټه د چاه‎آب ولسوالۍ په عمدین کلی کی، یوه ښځه چی نوم یی لاتراوسه نده معلوم د خلکو په مخ کی ووهل شوه. دغه ښځه چی می میړه یی په ایران کی مسافر وو له یوبل هلکه سره د مینې تار ځغلولی وه، د قومندان فیض چی د بشیر قانت له سرګروپانو څخه دی او د ګلبدین کرغیړن حزب اسلامی پوری تړاو لری په یوه صحرایی محکمه کی په ځناوریزه توګه ووهل شوه.


باکیفیت انڅورونه


کابل – د ۱۳۹۶ کال د تلې ۱۴مه: نن د همبستګۍ ګوند یو شمیر غړي او پلویان د امریکا له لوری د افغانستان نیولو ۱۶مې کلیږي غندولو په موخه د «امریکا، ناتو او د هغو د لاسپوڅو په شتون کی، سوله او نیکمرغي ناشونی ده!» تر شعار لانده یوه اعتراضی غونډه لرله. د غونډې ګډونوالو له ځانه د امریکا او ناتو د هوایی بریدونو د قربانیانو انځورونه له ځانه سره چی پکی دا شعارونه هم په سترګو کیدل: «امریکایی هډې= د مریتوب او سپکاوی زنځیر منل!»، «د امریکا او ناتو ډالۍ: د بی‎ګناه وګړو وژنه او چړاو!»، «یوازی د نیواکګرو او د هغوی مریانو په شړلو سره دموکراسۍ او سوکالۍ ته رسیدلی شو!»، «په یووالي او پاڅون سره کولای شو پر نیواکګرو او د هغوی پر چوپړانو بریالي شو!»، «آزاد افغانستان د نیواکګرو او د هغوی وطنی ملاتړو په شړلو سره انځوریدلی شی او بس!».

د کابل په واټونو کې د شورای نظار لنډغری او ځناورتوب

د وږی په ۱۸، د احمدشاه مسعود د مړینې په کلیزه د کابل خلک د تنظیمی ځناورتوبونو د کلونو جټکه یو ځل بیا تجربه کوی. شورای نظار پوری اړوند یو شمیر سرغړونکې کسان په مستی او ځناورتوب سره په ټول ښار کې وګرځیدل چې د کابل ښاریانو لپاره د ستونزو او اندیښنو لامل شول. هغوي ډیری په هوایی ډزو لاس پوری کوي پرته له دې چې امنیتې ځواکونه د هغوي مخه ونیسی او آن تر دی چې ځینې نظامی او دولتی ګاډي هم د دوی په کاروان کې لیدل کیږي. دوی چې د مسعود لپاره د وېرنه تر نامه لاندي واټونو ته راوځې، د دوی حرکتونه ډیری جشن او نڅا ته ورته‏ والی لری.

د خښتو‏پخولو په بټیو کې د کارګرانو ستونزمن ژوند

د خښتو‏پخولو بټیو کارګران د نورو زیارکښانو په شان د ستونزو او کړاونو څخه ډک ژوند لری. هغوي اړ دي چې د سهار په ۳ بجو له خوب څخه راپاڅیږي او د ننګرهار په ربړونکې اوړی کې د سوځیدونکې لمر لاندي د غرمې تر ۱۱ بجو کار وکړی. دغه کارګران په خپل ژوند کې د څو جوړو جامو او یوه دوه بړستنو او توشکو څخه پرته بل څه نه لری.دوي، کله ناکله د خپل مزد ډیرولو لپاره لاس په اعتصاب پوری کوي، خو دغه اعتصاب د منشی او ټیکه‏دار (منشی او ټیکه‏دار هم له کارګرانو له ډلې څخه دي خو په لوړ امتیاز او تنخوا سره) په جوړجاړي سره له ماتی سره مخ کیږی.

د یوی ډوډې په بدل کې «د غوبګانو» یو ورځینې ستونزمن کار

غوبګان (یا ګوروانان) د افغانستان په ډیري ولایاتونو کې پيژندل شوي نوم دي غوبه هغه څوک دي چې باید د ګهیځ په خړه کې د کلي غواګاني او خره په ګډه سره څړځایونو ته بوځي او ماښام بیرته کلې ته را وګرځی چې البته ډیره ټیټ عایده دنده ده. د شمالی او شمال‏ختیځ ولایاتو په هر کلي کې په څرګنده توګه لږ تر لږه یوه یا دوه کورنې خپل ژوند په دغه کسب سره تامینوي.

جلریز، د مرګ او تیښتې لاره

د هماغه کهیځ له پیل څخه مسافر د یو بل سره خبرې نه کوی او یوازې د یو سلام په کولو سره په ګاډی کې یوځاي کښیني. ټول له ویرې او سره سره خپل مقصد ته د رسیدلو په لور، باید د جلریز د لارې ګواښمن سفرـ د مرګ او تیښتې لارې ـ څخه تیر شې.

جلریز د کابل په ۴۰ کیلومترۍ کې او میدان‏وردکو ته یو د ډیرو نژدو ولسوالۍ څخه ده چې ناامنې او قربانې‏اخیستنه یی مشهوره ده خو هیچا یی کوکاری ندی اوریدلی. د بل لور څخه د جلریز لاره مرکزي ولایتونو (بامیان، غور، دایکندی) او د دای‏مرداد ولسوالۍ، د میدان‏وردک د بهسودو اولی او دویمې حصې ته تر ټولو نژدې لاره ده چې ښایی په راتلونکي کې د مرکزي افغانستان لویه لاره هم وي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 84 میلمانه آنلاین لرو