د تخار په چاه‎آب ولسوالۍ کی په ځناوریزه توګه د یوې ښځې وهل ټکول

د تخار په چاه‎آب ولسوالۍ کی په ځناوریزه توګه د یوې ښځې وهل ټکول

د ۱۳۹۶ کال د سلواغې په ۱۲مه نیټه د چاه‎آب ولسوالۍ په عمدین کلی کی، یوه ښځه چی نوم یی لاتراوسه نده معلوم د خلکو په مخ کی ووهل شوه. دغه ښځه چی می میړه یی په ایران کی مسافر وو له یوبل هلکه سره د مینې تار ځغلولی وه، د قومندان فیض چی د بشیر قانت له سرګروپانو څخه دی او د ګلبدین کرغیړن حزب اسلامی پوری تړاو لری په یوه صحرایی محکمه کی په ځناوریزه توګه ووهل شوه.

په هغه ویدیو کی چی په فیس‎بک کی خپره شوی، ګورو چی یوه برقع په سره ښځه چی ویره یی په ټول وجود کی خپره ده، په زوره اړباستل کیږی چی پر ځمکه کښینی او وروسته د قهرجنو خلکو له لوری چی تنکی لښتې په لاس کی لری په سر او شا او د بدن په نورو غړو وهل او ښکنځل کیږي. د یادونې وړ ده چی دغې ښځې یو ماشوم هم زیږولی وه چی هغه بیګناه انسان په هماغه لومړیو شیبو کی ددغو ځناورو له لوری وژل کیږی او وروسته دغې ښځې پسی راځي. ددغې مظلومې ښځې په اړه نور مالومات نشته خو ویل کیږی چی د خپل خسر کور کی اوسیږي.

د یادونې وړ ده چی دغه جنایات د طالبانو او داعشیانو تر واکمنۍ لاندی سیمه کی نده ترسره شوی بلکی د همدی ملی ځناورتوب دولت تر واک لاندی سیمه کی او ددوی ځناورو ګلبدینی نوکرانو له لوری ترسره شوی چی نن ورځ هغه ته سولې سفیر وای. د چاه‎آب اوسیدونکی هره ورځ د سخت‎زړي بشیر قانت او سرګروپانو له لوری ربړول کیږي خو څوک یی غږ نه اوري.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 82 میلمانه آنلاین لرو