د افغانستان د نیواک کلیږی په مناسبت د «همبستګۍ ګوند» اعتراضي غونډه


باکیفیت انڅورونه


کابل – د ۱۳۹۶ کال د تلې ۱۴مه: نن د همبستګۍ ګوند یو شمیر غړي او پلویان د امریکا له لوری د افغانستان نیولو ۱۶مې کلیږي غندولو په موخه د «امریکا، ناتو او د هغو د لاسپوڅو په شتون کی، سوله او نیکمرغي ناشونی ده!» تر شعار لانده یوه اعتراضی غونډه لرله. د غونډې ګډونوالو له ځانه د امریکا او ناتو د هوایی بریدونو د قربانیانو انځورونه له ځانه سره چی پکی دا شعارونه هم په سترګو کیدل: «امریکایی هډې= د مریتوب او سپکاوی زنځیر منل!»، «د امریکا او ناتو ډالۍ: د بی‎ګناه وګړو وژنه او چړاو!»، «یوازی د نیواکګرو او د هغوی مریانو په شړلو سره دموکراسۍ او سوکالۍ ته رسیدلی شو!»، «په یووالي او پاڅون سره کولای شو پر نیواکګرو او د هغوی پر چوپړانو بریالي شو!»، «آزاد افغانستان د نیواکګرو او د هغوی وطنی ملاتړو په شړلو سره انځوریدلی شی او بس!».

آغلې سیلۍ غفار، د ګوند ویاندې په خپلو خبرو کی وویل:

«زمونږ د هیواد په نیولو سره، د افغانستان خلکو رنځ نور هم زیات شو: کلي او بانډې مو هره ورځ د امریکا او ناتو وینی‎بهونکیو ځواکونو له لوری بمباریږي او ډیری قربانیان یی ښځې او ماشومان دی؛ کلیوال د طالب او داعش او اربکی ترمنځ ځپل کیږي؛ ښاریان د طالبی او داعشی خنزیرانو په چاودنو او ځان‎وژنو کی ټوټه – ټوټه کیږي؛ ټوپک‎سالاره موږکان یی په داړونکو لیوانو بدل کړل او زمونږ په برخلیک یی واکمن کړل او په وروستۍ پیښه کی د «کابل قصاب» په نخرو او مکیز هرکلی وشو او د نورو ځناورو ترڅنګ و ټومبل شو؛ مذهبی توپیر ته منظمه توګه لمن وهل کیږی چی لومړني قربانیان یی زمونږ بی‎ګناه هیوادوال دي؛ زمونږ خاوره د سیمې او نړۍ د جګړې او سیالیو په ډګر بدله شوی چی هره ګړی له ستر ګواښ سره مخ ده؛ د ایران او پاکستان کرغیړن لاسونه تر وروستۍ کچې زمونږ په هیواد کی پرانستی پریښودل شوی او زمونږ خاوره د هغوی د څارګرو بنسټونو په ځاله بدله شوی ده؛ د مخدره توکو تولید او قاچاق ددغه هیواد د اقتصاد اصلی سرچینه ګرځیدلی او درې میلیونه روږدي د هغې پایله ده؛ زمونږ بدمرغه ښځې د تیر په څیر په سوځونکی دوزخ کی کباب کیږي؛ فساد او چټلی او خیانت په دغه چوپړ دولت کی داسی ریښې ځغلولی چی له هغی څخه خلاصون څو لسیزو ځان‎وژونکی کار ته اړتیا لری او په زرګونو نور مصیبتونه او ناورینونه.»

د غونډې په پای کی، د همبستګۍ ګوند د ځوانانو د تیاتر ډلې د امریکا او د هغې کورنیو چوپړانو تر سیوری لاندی د هیواد ناوړه وضعیت نندارې ته وړاندی کړ.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 619 میلمانه آنلاین لرو