د یکاونک شهیدانو د ټول‏وژنې په یاد د څلۍ د مخ لوڅونې محفل

د یکاونک شهیدانو د ټول‏وژنې په یاد د څلۍ د مخ لوڅونې محفل

د ۱۳۹۵ کال د جدی په ۱۸مه (د ۲۰۱۷ کال د جنوری په ۷مه): «د افغانستان همبستګۍ ګوند» د بامیانو څانګې او د قربانیانو کورنیو د ځناور طالبانو په لاس زموږ د سلګونو هیوادوالو د شهادت شپاړسم تلین د بامیانو په یکاولنګ کې، د یو محفل په ترڅ کی ددغه جنایت د قربانیانو په یاد د جوړې شوی څلۍ مخ لوڅ او دهغوی څخه یی لمانځنه وکړه. په یاد محفل کې د قربانیانو زیات شمیر خپلوانو، د یکاولنګ، ورس، پنجاب او مرکزی بامیان خلکو ګډون کړی وو. دغه څلۍ د ټول‎وژنې په ځاې کې جوړه شوی او د قربانیانو نومونه هم د څلۍ خواته په دیوال کې لیکل شوی دی.

د یکاونک شهیدانو د ټول‏وژنې په یاد د څلۍ د مخ لوڅونې محفل
د یکاونک شهیدانو د ټول‏وژنې څلۍ

د جنګ کال
د وینو کال
د جرم او جنایت کال
د یکاولنګ بی‏تپوسه ټول‏وژنې کال
هغه کال چې د یکاونګ میندو زړونو وینې توې کړې
او کوڅه د سړو څخه تشه شوه
اوافغانستان
او افغانستان د خپلو بی‏وزلو ځامنو د ویر په ټغر کیناست.

محفل د شعر د دغه کرښو په ویلو سره پیل شو. د محفل ګرځونکې په پیل کې په دې ټینګار وکړ چې د وروستیو څلور لسیزو جنایاتو ترسره‎کونکې په دولت کې شتون لری او د پټو تګلارو او د امریکا په ملاتړ سره د یو بل په بخښلو لاس پوری کړی او هڅه کوی چې جنایات یی هیر شی خو هیڅکله به هیر نه شی. هغه زیاته کړه چې:

«څرنګه کولای شو په بی‎پروایی سره د ځوان میر‏علی د بدن څخه د ویستل شوی پوټکې له څنګه تیر شو او د وژونکو پر وړاندی یی چې اوس هم جنایت زیږوی او په نورو نومونو بچې ورکوی تر څو زموږ ځامن بیاځلې په بله څنډه کې وڅیری او خپل‏ځان بخښلی، چُپ کښینو.

تر اوسه د امین او امین‏نانو د میندو د نیمه‏ شپې کوکارې او روانې اوښکې نه دی غلې شوی او هر کله چې په ډکو سترګو سره د خپل یوازینې زوی د شهادت آه په ژبه راوړی، د هر انسان ژړا او زړه اوښکې روانوی.

آیا کیدلې شی چې د ۲۱۱ تنو له توی شوو وینو څخه چې هیڅ جرم یی نه درلود او نومونه یی زموږ ټول د سترګو په وړاندی د تاریح په دیوال کې لیکل شوی دی سرسری تیر شو، نه هیڅکله نه کیږی...»

د یکاونک شهیدانو د ټول‏وژنې په یاد د څلۍ د مخ لوڅونې محفل
دغه څلۍ د ټول وژنې په ځاې کې جوړه شوی او د قربانیانو نومونه هم د څلۍ خواته په دیوال کې لیکل شوی دی.
د یکاونک شهیدانو د ټول‏وژنې په یاد د څلۍ د مخ لوڅونې محفل
د کابل څخه د ګوند استازی او د قربانیانو د یو تن میرمنې د څلۍ خواته د ګلو ګیډۍ کیښوده.

د پروګرام په لړ کې، د همبستګۍ ګوند استازې چې د کابل څخه په دغه پروګرام کې د ګډون لپاره راغلی وه او د قربانیانو څخه د یوتن میرمنې د څلۍ خواته د ګلو ګیډۍ کیښوده او څلۍ یی افتتاح کړه. د ګوند استازې د پروګرام په پیل کې، د ګوند پیغام هم ولوسته:

«د افغانستان همبستګۍ ګوند چی له موخو څخه یی یوه د وروستیو څلور لسیزو د جنایتکارانو محاکمې ته راښکل دی، په دې وتوانیده چې د ډیرو ستونزو سربیره د خلکو او د یکاولنګ ناورین څخه د ژوندی‏پاتو په مرستې دغه څلۍ د دغه سیمې او کلې د بی‏ګناه زامنو څخه چې ویرجن او ځناوریز ډول وژل شوی وو جوړه کړی... د جګړو او وژنو څخه ډک تیر وخت څخه د تیریدلو لپاره او د یو روښانه راتلونکی لپاره د لوست په توګه، د دغه ډول جوړښتونو جوړل، ډیر لوی ارزښت په یادګار راپریږدی.»

د یکاونک شهیدانو د ټول‏وژنې په یاد د څلۍ د مخ لوڅونې محفل
په دغه محفل کې د قربانیانو د کورنیو، د یکاولنګ، ورس، پنجاب او د مرکزی بامیانو ډیر شمیر خلکو ګډون کړی وو.

د قربانیانو یو تن خپلوان چې سید عبدالرحمن نوم لری راوغوښتل شو تر څو له دغه پیښی څخه خپل خاطرات خلکو ته ووای. خو له هغه ځاې چې مری یی ژړغونی وه، د خبرو کول څخه یی ډډه وکړه. ګډونکونکو هغه ته ډاډګیرنه ورکړ او له هغه څخه یی وغوښتل تر څو خبری وکړی. خو عبدالرحمن وویل: « یادونه دومره ترخه دی چې نه شم کولی په ژبه یی راوړم او په دغه اړوند خبری کول راته ډیر ګران دی.»

د یکاونک شهیدانو د ټول‏وژنې په یاد د څلۍ د مخ لوڅونې محفل
د یکاولنګ د ټول‏وژنې شهیدانو میندو هم په دغه پروګرام کې ګډون کړی وو.

په بامیانو کې د همبستګۍ ګوند استازې، د دغه څلۍ د فرهنګې ارزښت او د جنایتکارانو په وړاندی د مبارزه کولو په اړوند د څلۍ ونډې په اړه وویل:

«مطیع‌الرحمان نظامی د جماعت اسلامی مشر د بنګله‏دیش د خلکو د ټول‏وژنې او انسان وژنې په جرم له ۴۳ کالو وروسته محاکمه او اعدام کړ. باور ولری چې په دغه خاروه کې به هم یوه ورځ د عدالت لمر ستاسو د جونګړو تر شا څرک ووهې او جنایتکاران به د بی‏ګناهانو د وژلو په تور به علنې محاکمه شی. د دغې ورځې لپاره، د لاسوندونو او کره معلوماتو راغونډول او دغه ډول څلیو جوړول کولی شی چې موږ څو ګامه موخې ته نژدی کړی.»

د یکاونک شهیدانو د ټول‏وژنې په یاد د څلۍ د مخ لوڅونې محفل
د همبستګۍ ګوند هغه شمیر کسانو ته چې د څلۍ په جوړولو کې یی ارزښتمنه ونډه درلودله، ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړې.

د پروګرام په پایه کې، د همبستګۍ ګوند هغه شمیر کارګرانو ته چې په ریښتنې او صادقانه توګه یی د څلۍ په جوړولو کې کار کړی او یا هغو چې په خپله خوښه یی د غر له سر څخه په ډیرو ستونزو سره تیږې په خپلو اوږو او شا باندی د وژنځاي میدان ښکلا لپاره راوړی او یا د څلۍ په جوړولو کې یی ارزښتمنده ونډه درلودله، ستاینلیکونه او ناڅیزه ډالۍ ورکړې. او د دی په خوا کې د شهیدانو وارثینو هم همبستګۍ ګوند ته ستاینلیک ورکړ.

د یکاونک شهیدانو د ټول‏وژنې په یاد د څلۍ د مخ لوڅونې محفل
د افغانستان همبستګۍ ګوند ته د قربانیانو د ژوندی‏پاتو له خوا څخه ستاینلیک او لوح تقدیر.
د افغانستان همبستګۍ ګوند ته لوح تقدیر

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 450 میلمانه آنلاین لرو