د رنځیدلې مور سره چې د دری ځوانو ځامنو جنازې ورته وسپارل شوې، خبرې‏اترې

د رنځیدلې مور سره چې د دری ځوانو ځامنو جنازې ورته وسپارل شوې، خبرې‏اترې

نوم یی شیما دی چې د کابل په یو څنډه کې په یو ویجاړ کور کې ژوند کوی. په لومړنی لید سره، کولې شو چې د هغې په معصومه څیره کې ژور درد او رنځ بیامومو. یو رنځیدلې مور ده چې د دری ځوانو ځامنو جنازې په یوه ورځ کې ورته وسپارل شوی. غریبی او بی‏روزګازې د هغې ځامن دی ته اړباستلې وو چې د اردو لیکو سره یوځاې شي او د هیواد په ډیرې نا‏امنې سیمه کې جنګې ماموریت ته ولاړ شي.

۲۹ کلن محمد ظاهر، ۲۲ کلن محمد حفیظ او ۲۰ کلن محمد جاوید د ۱۳۹۵ کال د سلواغې په لومړی نیټه د هغوی پر پوسته باندی د یو ځانمرګې برید په ترڅ کې د کندهار ولایت میوند ولسوالې کې ووژل شو.

محمد جاوید او محمد حفیظ مخکې د لاسګا ډی په واسطه په آیسکریم خرڅولو باندی بوخت وو خو کومه ښه ګټه یی نه درلودله نو ځکه، یی پریکړه وکړه چې د ملی‏اردو سره یوځاې شي. د هغوی له منځ څخه، ظاهر او حفیظ کوژده شوی وو نږدی وه چې د هغوی د واده مراسم هم ترسره شی.

شیما کلونه د خپل خاوند د فلج کیدلو له امله خپلو ځامنو ساتلو او ډوډۍ پیدا کولو دروند پیټې یی په یوازی توګه ویوړ. له سهاره تر شپی پوری د نورو خلکو کورونو کې په پاک‏کاری او جامو په پریمنځلو بوخته وه تر څو خپل ۹ ځامن د لوږې څخه وژغوری. خو د تنظیمې جنګونو او د طالبانو واکمنې پر مهال، مشر ځوې یی چې په هغه وخت کې لومړی ټولګي کې وو، د تعلیم له ادامې څخه بی برخې شو.

د رنځیدلې مور سره چې د دری ځوانو ځامنو جنازې ورته وسپارل شوې، خبرې‏اترې
شیما: غریبی له یوې خوا، د مسعود او ګلبدینیانو جنګ له بل پلوه موږ برباد کړو.

دغه مور چې ډیره سخته ناروغه ده او د زامنو مرګ هغه بیخی ماته کړی، په داسې حال کې چې اوښکې یی تویولې ویویل:

«په ډیرو ستونزو مې لوی کړل ښوونځې ته تلل کتابچه او قلم یی نه درلودل، ښې او منظمې جامې یی نه لرلې آن تر دی چس هغوی ته وچه ډوډۍ په سمه توګه نه رسیدله، ورځې یی به په ایشیدلو پټاټیو تیرولې. غریبی له یوې خوا، د مسعود او ګلبدینیانو جنګ له بل پلوه موږ برباد کړو.»

د شیما مشر ځوې محمد عارف د فراه په ولایت کې سرتیرې دی. د هغه د درې ورونو ناڅاپې مرګ هغه ته دروند زیان رسولې دی او په ناسم روحی وضعیت کې قرار لری. په داسی حال چې د غوسی څخه یی لاسونه او غږ لړزیده په لوړو کوکارو یی وویل:

«زر افغانې می نه درلودلې چې خپل ځان جنازه ته ورسم. په دغه مرګونې لاره کې په څو ځایونو کې د طالبانو پوسته ده، مرګ په لاس کې نیولې په ګاډی کې راغلم. دغه دولت تر هغه کچه بی‏کفایته دی چې په خدای قسم د هیچا په غم کې نه دی. د هیچا پروا نه لری. یوازی د ځان په فکری کې دی. آن تر دی چې چمتو نشول چې مړي په پوځي الوتکه کې ولیږدوی.»

د رنځیدلې مور سره چې د دری ځوانو ځامنو جنازې ورته وسپارل شوې، خبرې‏اترې
د شیما کور

د کورنې ټول غړي د ع او غ د کرغیړن او خوسا شوی حکومت څخه غوسه وو ویل یی د چارواکو څخه څو تنه، چې وی نه غوښتل د هغوی نوم واخلی، د هغوې څنګ ته د نداریزو انځورونو اخیستلو لپاره راغلل او یو شمیر ناڅیره پیسی یی هغوی سره مرسته وکړه خو په ټولنیزو رسنیو کې یی د ځان ښودلو لپاره د پیسو شمیر دو برابره لیکلې وو.

د شیما د کوکارو او هډوکې‏سوزونکې چیغې کلک زړه غواړی خو د «چارواکو» پلورل شوی وجدان نه لړزوی. د حکومت د لوړ پوړو چارواکو فساد او خیانت دی چې د اردو او پولیسو ځوانانو د ټول‎وژنې لړۍ روانه ده، هغوي حتا د جګړې لومړی لیکې سرتیرو د ډوډۍ او مهماتو پیسې په بډه وهې، په معاملی‏کولو سره پوستې طالبانو ته سپاری او څو ځله ځواکونه په محاصره کې د وزارت دفاع د بی پامی له امله دی ته اړ شوی، چې خپل غږ د دی یا هغې رسنۍ سره په اړیکه کې د خلکو غوږنو ته ورسوی. د قربانیانو د کورنېو حق هم د بی‎سواده جنرالانو او سترجنرالانو له خوا خوړل کیږی چې د متحده اماراتو آپارټمانونه چې د شهیدانو او معلولینو څخه د پاتې شوی کورنیو حق وو، لیلام کول د هغې یوه وړه بیلګه ده چې په دغه ورځو کې رسنیزه شوی ده.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 356 میلمانه آنلاین لرو