د لښکرګاه ولسي ناورين

د لښکرګاه ولسي ناورين

برايي شپه د لښکرګاه د باباجي اړوند د “کورغوجد” سيمه کي خارجيانو پر يوه کلينک چي د طالبانو درملنه پکښې کېده چاپه وهلې. د صحنې يو عيني شاهد وايي:

نيمه شپه د دوئ په کلي کي الوتکي کښېناستې، او د ده په شمول د ډېرو کليوالو لاسونه يې وتړل او له کلينيکه يې ګوښه بوتلل. يو ډول مالومات دا دي چي دوئ کلينيک ته چاودنه ورکړې، بل ډول دا دي چي طالبانو هلته تر چاپې مخکي سيمه پرې ايښې او دا ځای يې په ماينونو چارج کړی و چي وروسته يې چاودنه کړې. کلينيک ته نيژدې يو کور چي يو سپين ږيری، يوه يې سپين سرې مېرمن، يوه يې مږور او نور يې لمسيان ول، پر ټولو خپل کور ونړېد او ټول شهيدان شول. له دغي کورنۍ څخه يې فقط يو مشر زوی چي هرات ته د مزدورۍ لپاره تللی وو او له هغه سره يې يو کوچنی زوی ورسره و ژوندې پاتی شوی نور ټول شهيدان شول.

دا پېښه مطلقه د غندلو وړ ده بايد پوښتنه يې وشي، او عاملين يې د قانون منګلو ته وسپارل شي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 70 میلمانه آنلاین لرو