نورمحمد د کرغیړنو طالبانو له لوری په ځناوریزه توګه ووژل شو
- کټګوري : گزارشونه
- لیکونکی: کاوه عزم
- نیټه: سه شنبه, 15 وری 1396
په ډیرې خواشنۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چی نور محمد، یو روڼآندی او پر هیواد مئین ځوان د ځناورو طالبانو له لوری په شهادت ورسیده چی له همدې کبله د همبستګۍ ګوند د هغه کورنۍ او دوستانو ته تسلیت وای او دا ژمنه کوی چی د نور محمد او هغه په څیر د سلګونو نورو ځوانانو د وینی غچ اخیستلو پوری به خپلی مبارزې ته ادامه ورکړي.
نورمحمد د ولی محمد ځوی په ۱۳۶۰ کال کی د ننګرهار ولایت درهنور ولسوالۍ په وایګل کلی کی په یوه بیوزله کورنۍ کی وزیږیده. هغه لا اته کلن ماشوم و چی پلار یی ومړ او کورنۍ یی چی ۵ ورونه او ۲ خویندې وی له سختو ستونزو سره مخ شوه. په وړکتوب کی له خپلې کورنۍ سره د ډوډۍ په پیدا کولو کی مرسته کوله او له غره نه به یی لرګی راوړل.
کله چی تنظیمي ډلو ټپلو واک تر لاسه کړ او په هیواد کی غوبل پیل کړ، نورمحمد هم د نورو هیوادوالو په څیر پاکستان ته مهاجر شو او نوښار ته نږدې د کډوالو په یو کمپ کی چی د خیوې کمپ په نوم یی شهرت درلود میشت او هلته د شهید قباد په مکتب کی شامل شو او تر ۱۲ ټولګی یی هلته زدهکړی وکړې.
له هغه ځایه چی په دې کمپ کی ځوانانو ته د لوست تر څنګ د ورزش زمینه هم برابره وه نو نورمحمد هم د مکتب فوټبال ټیم سره یوځای خپل ورزش ته ادامه ورکړه چی په لږ وخت کی ډیر پرمختګ وکړ. هغه په ګڼو سیالیو که ګډون درلود او ښې لاسته راوړنی یی هم لرلې. نورمحمد ددې ترڅنګ چی یو تکړه ورزشکار و ډیر زیات زړهور او د ښو اخلاقو خاوند هم وو. له ملګرو او دوستانو سره یی نیکې اړیکی لرلی او د کورنۍ په څیر یی ورسره چلند کاوه.
نورمحمد هم د مکتب فوټبال ټیم سره یوځای خپل ورزش ته ادامه ورکړه چی په لږ وخت کی ډیر پرمختګ وکړ.
په فرهنګي برخه کی هم نورمحمد خورا زیات استعداد درلود. په هغو کلونو چی هیواد د جنایتکاره اووهګونی او اتهګونی ګوندونو خپل منځي جګړو کی په کنډواله بدل شوی وه او په زرګونو هیوادوال مو ووژل شول، نورمحمد د مکتب له ملګرو سره د تیاتر په واسطه د تنظیمی مشرانو جنایتونه او د خلکو درد او رنځ بیانوه.
شبیر چی د هغه له نږدي ملګرو او همصنفیانو له ډلی څخه دی وای:
«نور محمد ډیر زیات با شهامته او زړهور هلک وو. په هغه وخت چی پیښور د ګلبدینانو مرکز وو او چا به د هغوی پر ضد خبره نشوه کولای نو زه او نورمحمد د یو کار لپاره پیښور ښار ته ولاړو. په ښار کی مو د حزب اسلامی یو پلوی سره نوروز لمانځلو پر سر شخړه شوه. نورمحمد د ښار په منځ هغه ګلبدینی لومړی په خبرو او وروسته د سوک او لغتو په وسیله ښه وواهه. هغه له هیچا ویره نه لرله او په لوړ غږ یی ګلبدین ته ښکنځلی کولی.»
له دولسم ټولګی فارغیدو وروسته د اقتصادی ستونزو له کبله نورمحمد ونشو کړای چی خپل لوست ته ادامه ورکړی نو اړ شو چی د ملی اردو سره یوځای شی. درې کاله یی په هلمند کی دنده ترسره کړه چی وروسته کابل ته راغی او افسرئ کورس یی بشپړ کړ او کندهار ته د یو افسر په توګه ولیږل شو او له هغه ځایه د زابل شاجوی ولسوالۍ ته تبدیل شو چی تر پایه هماغلته پاتی شو.
نورمحمد چی پرمختللی فکر درلود له همبستګی ګوند سره هم نږدې اړیکی لرلی. په وایګل کلی کی یی د ګوند په ډیرو ناستو کی ګډون درلود او تل یی خپل خپلوان دې ته هڅول چی د ناخوالو او ظلمونو پر وړاندی چُپ پاتی نشی او باید خپل غږ اوچت کړی.
نوموړي چی په ځوانۍ کی واده کړی و ۳ زامن هر یو امیر محمد ۱۲ کلن، بکتاش ۱۰ کلن، رامش ۵ کلن او یوه لور عالیه ۳ کلنه درلوده. نور محمد چی د لیک او لوست په ارزښت پوهیده نو هڅه یی کوله تر څو خپلو اولادونو ته د درس ښه زمینه برابره کړی له همدی کبله هغه د جلالآباد ښار ته څیرمه یوه نمره ځکمه واخیسته تر څو زامن او لور یی وکولای شی په ښه توګه خپل لوست پر مخ بوځی. کور یی لا بشپړ نه و چی ۱۳۹۵ کال د کب میاشتې په ۱۷مه نیټه له خپلو دوه ملګرو سره یوځای چی په رخصتی خپل کور ته روان ول د میدان وردګ ولایت په سالار سیمه کی د ځناور طالبانو له لوری ونیول شو او له دوه ورځو ربړونو وروسته یی په شهادت ورسول چی د سیمې خلکو د هغوی مړي په یوه دښته کی وموندل او خپلو ماشومانو روښانه راتلونکی ته د هغه هیلې له خاور سره خاورې شوی.
د هغه پر بدن د ربړونو نښو او د لاسونو تړولو څخه دا په ډاګه ښکاریده چی هغه تر پای د کرغیړنو طالبانو پر وړاندی مقاومت کړی وو او نه و تسلیم شوی.
یاد یی ژوندی