مارسیلا: مور مې زموږ ټولی هیلې او خوښۍ له خپل ځان سره د خاورو لاندی کړی

مارسیلا: مور مې زموږ ټولی هیلې او خوښۍ له خپل ځان سره د خاورو لاندی کړی

۱۳۹۵ کال د مرغومی په ۲۲ نیټه د پارلمان په ټیټ رتبه مامورینو چې ډیری یی د خپلو کورنیو یوازیني ساتونکې وو د ځناورو طالبانو ځانمرګې برید وشو چې په پایله کې یی لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته چی ډیری بې‏وزله کورنې یی په ماتم کینولی. ۴۱ کلنه فریده د دغی غمیزې پیښې له قربانیانو څخه یوه وه.هغې چې شاوخوا ۹ کاله وړاندی خپل خاوند ملا محمد یی د سرطان ناروغې له امله د لاسه ورکړی وو. د خپلو څلور اولادونو یوازینې ډوډۍ راوړونکې وه.

 ۴۱ کلنه فرید ۱۳۹۵ کال د مرغومی په ۲۲ نیټه د ځناورو طالبانو ډلې د ځانمرکې برید له امله په شهادت ورسیدله.
۴۱ کلنه فرید ۱۳۹۵ کال د مرغومی په ۲۲ نیټه د ځناورو طالبانو ډلې د ځانمرکې برید له امله په شهادت ورسیدله.

مارسیلا ۲۰ کلنه، احمد ضیا ۱۸ کلن، شکیب ۱۶ کلن او نازنین ۹ کلنه چې ټول یی د ښوونځی زده‏کونکې وو د مور په ویر ډوب او د هغوی وضعیت د هر انسان زړه دردوی. هغوی د خپل د ماما کور په یوه څنډه کې په یو نمجنه کوټه کی د ستونزو ډک او ړ بیوزلۍ ژوند لری. مارسیلا د خپل ماما له وضعیت څخه چې په هلمند کې دی وویل: «څو ورځې د مخه میرمنه یی د ناروغې له امله عملیات شوه خو هغه آن د کرایه پیسی نه درلودلې چې کابل ته راشي.» هغه چې د ماما پرته بل هیڅوک نه لری، د خپلو وروڼو او خویندو د راتلونکې لپاره چې ډیر اندیښنه لری.

د پالنې دروند پیټی چې د مارسیلا په ډنګرو اوږو باندی ولیدلی، زموږ د لیدلو سره یی سمه مری ونښته او د سترګو څخه یی اوښکې روانې شوی. د یوې اوږدې مودی د تیریدو وروسته مونږ یوازني هغه کسان وو چې د هغی ډاډګیرنې لپاره تللی وو نو په دغه بنسټ یی ډیر غوښتل له موږ سره د زړه درد شریک کړی. نوموړی چې خپلې هیلې یی د لاسه ورکړی وی، لومړنې خبری یی دغه وی چې د مور په مرګ سره د هغوی لپاره ژوند ستونزمن او تیاره شوی او د مور سره یی، خپلې هیلې او خوښی هم ښخې کړی دی. مارسیلا په داسې حال کې چې د دولت او چارواکو څخه کرکې یی ټول وجود نیولې وو او په غوسی سره یی خبری کولې، ځواک یی نه درلوده چې خپلې جملې بشپړی کړی:

«موږر مې د همدی دولت لپاره ووژل شوه، خپل امنیت په ښه توګه نیولې شی، یو وکیل او یو شتمن نه وژل کیږی تل غریب خلک ولی؟ آیا دولت تر دغه کچې بې‏کفایته دی چې د دغه ولس هیڅ په درد نه خوری.»

د فریدې د کورنې د اوسیدو ځای
د فریدې د کورنې د اوسیدو ځای

۹ کلنه نازنین چې هیڅکله یی د پلار مینه نه وه لیدلې مور یی د ژوندانه یوازنئ هیله وه، د خور په وینا یی هغه په بشپړه توګه په مور پوری تړلې وه او د هغې د شهادت وروسته نه ښوونځې ځي او نه د کور څخه د باندي تللو او د خپلو همزولو ماشومانو سره لوبې کولو لپاره کومه مینه لری. نازنین په بشپړه توګه یوازی شوی او پر له پسی ژاړی.

هغوی وایی دولت هغوی ته په پیل کې ډیری ژمنې ورکړی خو د تل په څیر په عمل کې یی هیڅ یوه عملی نه شوه او تر دی چې د خپلې مور رښتینې او اکرامیه معاش یی هغوی ته نه دی ورکړی.

بی‌بی‌گل، د فریدې مور
بی‌بی‌گل، د فریدې مور

۷۰ کلنه بی‏بی‏ګل، د شهیدې فریدې مور ده چې د لور ناڅاپی مرګ هغه کمزوری او بی‏وسی کړی په رنځیدونکې آه او کوکارو یی په اشرف غنی، عبدالله او نورو لعنت ویلو:

«لورکې می له پیل څخه هیڅ ښه ورځ نه وه لیدلی، هره کړۍ شهیده وو. ارمان چې کولای می شوی د هغې د دغه ماشومانو خدمت وکړم. خدایه زموږ د دردیدلو او مظلومو خلکو په کوکارو او دعا سره اشرف غنی واخله پاچاهی یی په هغه باندی نسکوره کړه او سوکالې راوړه. خدایه د اشرف غنی او د نور اولادونه په همدغه ډول ټوټه ټوټه کړه چې د غریبانو او کونډو او یتمانو د زړه څخه خبر شی.»

شکیب او نازنین
شکیب او نازنین

۱۶ کلن شکیب چې د خپلې خور په څیر یی رنګ اولوتې وو اوښکې یی تویولی په وروستیو شیبو کې یی غږ لوړ کړ:

«د مور د فاتحې په ورځ می بیا هم دری ځانمرګې راغلې وو خو د دی لپاره چې خپله هلته وو هغوی یی ونیول او هغه وکیل چې غوښتل یی ځانمرګې دننه راولی هغه یی هم ونیوه. خپله ځانمرګو سره مرسته کوی. دولت خپله په دغه کارونو کې لاس لری. ګوری چې په دوی هیڅ نه کیږی تر دی چې لا تر اوسه یی یو تن هم ټپې شوی نه دی.»

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 118 میلمانه آنلاین لرو