په لغمان کی د بی‎کفایته چارواکو پر ضد لاریون

په لغمان کی د بی‎کفایته چارواکو پر ضد لاریون

۱۳۹۵ کال د کب ۷مه: دسهارلس بجي د دولت نظامی قوتونو د طالبانو په مرکز د هاوان برید وکړ خو ددې پر ځای چی د طالبانو تم ځایونه د اورلاندي ونیسی په پټو سترګو یی دبصرام لیسه په نښه کړه چي د لیسی په انګړ کې د اووم او اتم ټولګيو زده‎کوونکو په آزاده فضا کي درس ویلو چې ناڅاپه د هاوان مرمۍ ولګيده او په پایله کی دوه تنه زده کوونکي ۱۴ کلن عبدالله (تسل) د فضل الرحمن ځوی د اووم ټولګی زده کوونکي او د بدیع آباد کلي اوسیدونکي او ۱۸ کلن اول خان د انځرګل ځوی د یوولسم ټولګي زده‎کوونکی د بصرام د کلی اوسیدونکی په شهادت ورسیدل او ۷ تنه زده کوونکي هریو

۱۴ کلن عبدالله (تسل) د فضل الرحمن ځوی، او ۱۸ کلن اول خان د انځرګل ځوی د دغی پېښی دوه تن قربانیان.
۱۴ کلن عبدالله (تسل) د فضل الرحمن ځوی، او ۱۸ کلن اول خان د انځرګل ځوی د دغی پېښی دوه تن قربانیان.

۱- عبادالله د مسافر ځوی د اووم ټولګي زده کوونکی د نوره کلی اوسیدونکی، ۱۴کلن
۲ – عرفان الله د عبدالرحمن ځوي د اووم ټولګی زده کوونکی د بصرام کلی اوسیدونکی، ۱۴کلن
۳- بشیراحمد د غلامحمد ځوی د اتم ټولکي زده کوونکی د نوره د کلی اوسیدونکی،۱۵کلن
۴- حشمت الله د غلام نبی ځوی د اووم ټولګی زده کوونکی د نوره د کلی اوسیدونکی، ۱۴کلن
۵ – الهام د شفیق الله ځوی د اووم ټولګي زده کوونکی د بصرام د کلی اوسیدونکی، ۱۴کلن
۶- جوادالله د خدای داد ځوی د اووم ټولګي زده کوونکی د بدیع آباد د کلی اوسیدونکی، ۱۴کلن
۷-هدایت الله د معاون ځوی د اووم ټولګي زده کوونکی د بدیع آباد کلی اوسیدونکی، ۱۴کلن

په دې پیښه کی ټپیان شول.

تیر کال هم دغویی په میاشت کی ددی لیسې په انګړ کی د هاوان مرمۍ ولګیده چی په پایله کی پنځه تنه زده‎کوونکي ټپیان شول او په همدې څیر د ۱۳۹۴ کال د چنګاښ په میاشت کی یاد ښوونځي دروازی ته نږدې د هاوان مرمۍ د لګیدو له امله یو تن ښوونکی فریدالله دمحمدالله ځوی چی د بدیع آباد د کلي اوسیدونکی و ټپی شو.

دا پرلپسې د بیګناه تنکي زده‎کوونکو شهادت او د وینو تویدلو د کلېوالو غصه راوپاروله او دا ځل یی د عبدالله (تسل) او اول خان جنازې او ۷ تنه ټپیان د عام خلکو او د بصرام د لیسی ښوونکو او یو شمیر زده کوونکو په وسیله د اعتراض په توګه مهترلام ته راوړل ترڅو خپل غم او درد چارواکو ته ورسوي خو چارواکی د خلکو د قهر له ویرې دغې اعتراضي غونډی ته حاضر نشول.

په لغمان کی د بی‎کفایته چارواکو پر ضد لاریون
په لغمان کی د بی‎کفایته چارواکو پر ضد لاریون

لاریون کونکو شعارونه ورکول چی «مرګ په والی!، مونږ دا والی نه غواړو!، مرګ پر هغه کسانو چی والی پسی ټوپک ګرځوی!» څرنګه چی دغه لاریون مشخصه رهبری نه درلوده له دی کبله داغونډه بی له کومی لاسته راوړنی پای ته ورسیده خلک بیرته خپلوسیموته لاړل په سیمه کی یوه قوي جرګه د بصرام په لیسه کی دسپینږیرو، علماوو او د ۷ لیسو ښوونکو،سرښونکو او مدیرانو په ګډون جوړه او دا لاندی پریکړی وشوی .

۱ـ ښوونځی او لیسی باید د جنګ ډګر جوړ نشی.
۲- هغه مسوول شخص چی د بصرام په لیسه باندې د هاوان ډز کړی را پیدا او قانونی چلند ورسره وشی.
۳- د ښوونځېو او لیسو امنیت باید وساتل شی

او د غونډي په پای کی دا پریکړه وشوه ترڅو چی د خلکو داغوښتنې عملي نشي باید خپلو بچیانو ته ښوونځيو ته د تګ اجازه ورنکړي. ددې غونډې د پریکړي په اساس سم دلاسه د بدیع آباد، بصرام، نوی قلعه او ارمل د ذکور او اناث لیسو چی شمیر یی اته یا نهو ته رسیږي دروازی د خلکو لخوا وتړل شوې.

حکومتی چارواکو د خلکو فیصلی د ماتولو لپاره خپل ګوډاګیانو سره په تماس شول. د پوهني ریاست د لیسومدیران وغوښتل هغوی ېې تر فشار لاندي ونیول او اړ یی کړل چی د خلکوسره تماس ونیسی او هغوی اړباسی چی خپل بچیانو ته د ښوونځي د تګ اجازه ورنکړي. قومي مشران هم څنګه چي د حکومت مسوول چارواکو سره نژدې اړیکي لري او یو د بل ګټې تامينوي سر لاس یو کړ ترڅو د خلکو بر حقه پریکړه شنډه کړي.

څرنګه چی دغه لاریون یو منظمه رهبری نه لرله او په راس کی رشوت‎خواره او غوړه‎مالان ول نو دغه لاریون پرته له کومی لاسته راوړنې پای ته ورسیده.

تر هغې چی مونږ یو بل ته لاس په لاس کی ورنکړو او د یو منظمې رهبری تر سیوري لاندې له خپلو لیکو معامله‎کونکی او خاین عناصر و نه شړو تر هغې به زمونږ هیڅ کار سمه پایله ونلري.

په لغمان کی د بی‎کفایته چارواکو پر ضد لاریون

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 269 میلمانه آنلاین لرو