د خښتو‏پخولو په بټیو کې د کارګرانو ستونزمن ژوند

د خښتو‏پخولو په بټیو کې د کارګرانو ستونزمن ژوند

د خښتو‏پخولو بټیو کارګران د نورو زیارکښانو په شان د ستونزو او کړاونو څخه ډک ژوند لری. هغوي اړ دي چې د سهار په ۳ بجو له خوب څخه راپاڅیږي او د ننګرهار په ربړونکې اوړی کې د سوځیدونکې لمر لاندي د غرمې تر ۱۱ بجو کار وکړی. دغه کارګران په خپل ژوند کې د څو جوړو جامو او یوه دوه بړستنو او توشکو څخه پرته بل څه نه لری.دوي، کله ناکله د خپل مزد ډیرولو لپاره لاس په اعتصاب پوری کوي، خو دغه اعتصاب د منشی او ټیکه‏دار (منشی او ټیکه‏دار هم له کارګرانو له ډلې څخه دي خو په لوړ امتیاز او تنخوا سره) په جوړجاړي سره له ماتی سره مخ کیږی.

د کورنې ښځې هم د رڼا تر خپریدلو پوری د خپلو کورنیو سړو سره مرسته کوي، هغه وخت چې د هوا په تیاره کې پردي سړی نه شي کولی هغوي ووینې. د کورنیو لږ عمر لرونکې ماشومان او زاړه سړی هم د توپو(د خټو غونډارو) په جوړولو کې مرسته کوي، خو د دغه ټولو ستونزو په زغملو سره بیا هم د هرکال په تیریدلو سره د هغوي پر رنځیدلو اوږو باندي پورونه ډیر کیږی.

د نورو سیمو سر بیره، د خښتو‏پخولو ځینې بټۍ د جلال‏آباد ښار تر څنګ د چهارباغ صفا په سیمه کې پرتې دي چې ګڼ شمیر کارګران په هغه ځاي کې د یوی مړۍ ډوډۍ پیدا کولو باندي بوخت دي. د نوموړو کارګرانو کورنۍ په خټینو کورونو کې چې د «ګودی» په نامه یادیږی ژوند کوي چې غوجل ته ډیر ورته‏والې لری. د خښتو‏پخولو په دغه بټۍ کې، شاوخوا ۱۵۰ کارګران په کار بوخت دي او د ټیکه‏دار، منشی او د بټۍ خاوند له ناوړه چلند څخه نیوکه کوي. هغوي وایي چې منشی او ټیکه‏دار د بریښنا له آسانتیاو څخه برښمند دي خو هغوي ته یي نه ورکوي. د خښتو‏پخولو بټۍ خاوند د کال په پيل کې، کارګرانو ته پور ورکوی چې د کال تر پایه د هغه په ګرو کې پاتي کیږی او که چیری کوم کارګر د کال په اوږدو کې د هغې په ورکولو ونه توانیږی، اړ دي چې له قرض پرته، د هغې سود هم ورکړی.

معمولا د خښتو‏اچولو په یوی برخې کې ۴ کارګرو ته اړتیا ده. یو تن باید خټه چمتو کړی، دویم کارګر باید توپه جوړه کړی، دریم کس سانچه (قالب) اچوي او څلورم خښتې لیږدوي. په اوسط ډول، دغه ډله په یوه ورځ کې ۲۵۰۰ خښتې اچولې شي چې د زر خښتو بیه، ۷۰۰ پاکستانې کلداری ده.

د خښتو‏پخولو په بټیو کې د کارګرانو ستونزمن ژوند
رحیم الله او وسیمه

له دغه کارګرنو څخه یو تن، رحیم‏الله چې د خپلې ۱۱ کلنې لور وسیمې سره یوځاي په خښتو اچولو باندی بوخت دي. د ډیرو پیسو لاس ته راوړلو لپاره، هغوي اړ دي چې د څلورو کسانو کار په یوازې توګه په خپله وکړی. رحیم‏الله هر ورځ د شپې له خوا خټه چمتو کوي او د ګهیځ په دری بجو د کورنې له ښځو سره یوځاي راوځې او خښتې اچوي. د هوا په روښانه کیدلو سره، ښځې کورونو ته را ګرځې او د غرمې تر ۱۱ بجو وسیمه د خپل پلار سره مرسته کوي. وسیمه او د سیمې نور ماشومان د زدکړي او ښوونځې څخه پرته ژوند کوي.

د خښتو‏پخولو په بټیو کې د کارګرانو ستونزمن ژوند
محب الله او شکیبا

په همدغه ډول، لس کلن محب‏الله او یولس کلنه شکیبا دغه ټول درانده کارونه په یوازې توګه ترسره کوي. شکیبا وایي:

«زموږ د کورنۍ اقتصادي وضعیت ډیر خراب دي. په ډیرو سختو شرایطو کې ژوند کو. ډیری وخت په وږی نس سره کار کولو ته راځو. له زدکړي سره مینه لرم، خو اقتصادی ستونزي راته دغه اجازه نه راکوي چې ښوونځې ته ولاړه شم. اړه یم چې د یوې مړۍ ډوډۍ لاسته راوړلو لپاره کار وکړم.»

د خښتو‏پخولو په بټیو کې د کارګرانو ستونزمن ژوند
نعیم

د اور بلوولو د څانګې کارګران د «جلیمار» (اردو کلمه په معنا د «اوراچوونکې») په نامه سره یادیږي. د هغوي کار د خښتو‏پخولو په بټۍ کې د ډبرو سکاره، ربړ او د زړو ټیرونو اچول دي. د ډیرو سکارو او ربړ لوګي تنفس کولو له امله، د دوي څخه یي ډیری په تنفسی ناروغیو اخته کړي دي. کار یی سخت دي خو مزد یي لږ. دوي په میاشتنې ډول سره ۱۳ زره کلداری مزد تر لاسه کوي. د اوراچوونکو څخه یو تن، نعیم وایی:

«زموږ کار دروند دي خو مزد مو لږ. د لوګي له امله په ډول ډول ناروغیو باندي اخته شوي یو. زموږ د کورنۍ اقتصادی وضعیت ناوړه دي، په دغه لامل خپله درمنله هم نه شو کولی. په دغه تنخوا سره د ژوند پر مخ وړل هم ستونزمن دي.»

په خپلو وروستیو خبرو کې، د خپل ټیکه‏دار څخه په زاریو سره د خپل ځان او نورو د مزد ډیرولو غوښتنه کوي.

د دوي تر څنګ، دوه نوري ډلې هم د خښتوپخولو په بټیو کې خولی تویوي: خرکاران او «نکلي‏مار» (اردو کلمه په معنا د «خالی‏‏کونکې»)

خرکاران چې ټول غریب او بې‏وزله ماشومان دي په لږ مزد سره د میدان څخه خښتې راټولوي او بټۍ ته یي د پخولو لپاره وړی. دوي ټوله ورځ په خاورو او دوړو کې په چاودلو لاسونو او خپو سره کار کوي، خو د ژوند وضعیت ورځ تر بلې د خرابیدلو په لور ځي. د دروند کار وخت ډیروالی پر بنسټ، دغه ماشومان هم له زدکړو څخه بې برخې دي.

د خښتو‏پخولو په بټیو کې د کارګرانو ستونزمن ژوند
خالد

«نکلی‌مار» هغه کارګرانو ته ویل کیږی چې پخې خښتې له بټۍ څخه بهر ته لیږدوی. په دغه برخه کې هم لږ عمر لرونکې ماشومان زیار اوباسي چې د لومړنیو چوپړتیاو په نه شتون سره، یي هر ورځ تنکې لاسونه او خپي سوځي. ۱۷ کلن، خالد، چې یو وخت د یولسم ټولګې زد‏کوونکې وه، دمګړۍ یی د اقتصادي ستونزو پر بنسټ زدکړې پریښی دی او وایي:

«په ډیرو ستونزو سره مې تر دی ځایه زدکړه وکړه. زموږ د ژوند وضعیت ښه نه دي خو هڅه کوم چې ډیر کار وکړم تر څو زدکړو ته ادامه ورکړم. په راتلونکې کې غواړم چې ډاکټر شم او خلکو ته وړیا خدمت وکړم.»

هغه هیله چې خالد او د دغې خښتوپخولو بټۍ نور کارګر ماشومان او تنکی‏ځوانان یی په خوبونو کې لاس او ګریوان دي. خو د دغه ډول خاینو او ولس‏غولونکو دولتی چارواکو په شتون سره، د دغه وني میوي پخیدل ناشونې کار دي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 308 میلمانه آنلاین لرو