د ګلچهرې زړه بوږنونکې کوکاری، د مجلس‎سینګارو او سرکاری ښځو پر مخ شرم

د کابل ښار په کارته نو کی لسګوني کونډي ښځې د ماتو او ویجاړو چتونو لاندي په سختیو کې ژوند کوی. د دوی د هر یوتن د دردونکو قصو په اوریدو چې په بیوزلي او غریبي، بي کوري، د زورواکو څخه په ویری او ډار او د لسګونو نورو ستونزو یي په سر وړلی، د مبارزی او عدالت غوښتني حس په انسان کې ژوندي کیږي.

ګلچهره ۲۷ کلنه ښځه، د نجراب ولسوالې څخه ده چې دغې بدمرغې سیمي ته یي پناه راوړی ده. هغې دو ځله واده کړی دی چې څلور یتم مشومان لري (فرزانه ۱۰ کلنه، فرشته ۵ کلنه او مسیح ۲کلن) یی د لومړی میړه څخه او یو زوی یی (یوسف ۴ میاشتینې) د دوهم میړه څخه دي.

«دښمن مو کرغیړن دی که یو نه شو نو ورک به شو»

د ۱۳۹۴ کال د کب په اتمه نیټه د کنړ ولایت په مرکز اسعدآباد کی د شهیدانو پارک مخی ته یو زړه‎بوږنونکی برید ترسره شو چی په پایله کی ۱۹ تنه شهیدان او ۳۳ تنه سخت ټپیان شول. دغه پیښه هغه مهال رامنځ ته شوه چی د حزب اسلامی قومندان حاجی خان‌جان چی د اربکیانو قومندان هم دی غوښتل یی له والی سره کتنه وکړی. په دغه برید کی نوموړی هم د خپلو ساتونکو سره ووژل شو. خو د خواشینی ځای دادی چی د یو تن جنایتکار د وژل دپاره لسګونه تنه تنکی ځوانان شهیدان شول، ښځې یی ګونډي او بچیان یی یتیمان شول.

«نړیواله روڼتیا»: افغانستان د نړۍ دریم فاسد هیواد

«نړیوالې روڼتیا» سازمان چی هر کال هیوادونه په هغوی کی د اداری فساد شتون پر بنسټ رتبه بندی کوی، د ۲۰۱۵ کال په ګرارش کی افغانستان ته د ۱۶۸ هیوادونو په منځ کی ۱۶۶ مقام کی ځای ورکړل شوی دی چی په ریښتیا سره په نړۍ کی دریم مقام درلودلی دی. د افغانستان دولت د یوې لسیزی را په دی خوا د نړی په فاسدترینو هیوادونو په لیست کی ځای لری دی. سومالیا او شمالی کوریا په ترتیب سره لومړی او دویم مقام لاس ته راوړی دی. په داسی حال کی چی د افغانستان دولت په ۲۰۱۵ کال د نړی څلورم فاسد هیواد وه چی د ملی ځناورتوب حکومت د لوټونکو سیاستونو له امله یوه درجه د جدول پای ته غورځیدلی دی.

د بالادوری د کلی خلک د ځناورتوب د پیټی لاندی عذاب تیروی

بالادوری او د هغی ګاونډی کلي چی د بغلان ولایت دمرکز پلخمری ښار څخه ۱۰ کیلومتر لریوالی لری او خلک یی بزګران او شپنکی دی ددی په خوا کی چی د غریبی او نیستی ژوند تیروی اوس مهال د ځناور طالبانو پنجو ته په لاس ولیدلی او هر شیبه شونی ده چی مرګ د دوی په لور راشی. دغه مرګ یا د طالبانو د مردکی څخه او یا د دولت د هوانونو او توغندیو څخه دی.

طالبانو په کنړ کی یوه کورنی د ویر په ټغر کښینوله

د ۱۳۹۴ کال د مرغومي په ۵مه نیټه د کنړ ولایت، ناړی ولسوالی د بریکوټ په کلی کی شپی په ۱۲ بجو وسله‎والو طالبانو په یوه کور برید وکړ چی په پایله کی شپږ تنه ووژل او یو کس زخمی شو. په وژل شوو کسانو کی بهادر شاه د محمد شاه ځوی او دده دوه زامن غزوان پنڅه کلن او عفران دری کلن او د بهادرشاه خواښی او خینه او ترور شامل دی. په دی پیښه کی د بهادر شاه میرمن ډیره سخته ټپي شوی ده.

د ګل‎جهان هیلې د انساني ژوند زیری دی‎

ګل‎جهان د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» فعاله غړې وه چی د ۱۳۹۴ کال د لړم په ۷مه نیټه د سږو ناروغۍ له امله له نړۍ څخه سترګی پټې کړې. د همبستګی ګوند د هغې مړینه ګوند ته غټه ضایعه بولی او کورنۍ او د ګوند غړو ته ډاډګیرنه ورکوي او دا ژمنه کوی چی د هغې هیلو پوره کیدو پوری به مبارزې ته ادامه ورکړي.

په ننګرهار کی د همبستګۍ ګوند لاریونکونکو په زابل کی د اووه تنو هیوادوالو سر پری‎کول وغندل

۱۳۹۴ کال د لړم ۲۱مه (۲۰۱۵ کال د نوامبر ۱۲مه): د «افغانستان همبستګۍ ګوند» جلال‎آباد ښار کی لاریون وکړ چی د کابل خلکو له پرتمین خوځښت څخه یی خپل ملاتړ اعلان کړ، او په زابل کی د اووه تنو بی‎ګناه هزاره هیوادوالو سر پری‎کول په سختو ټکو وغانده. لاریون‎کونکو چی ډیرۍ یی ښځې وی له مرکزي شعار سره «د انسان وژونکو طالبانو، داعشیانو، تنظیم یانو او د هغوی بادارانو له ځناورتوب څخه د خلاصون یوازی یوه لاره ده: پوهه، یووالی، مبارزه!» لارو ته راوتی وو او د زابل شهیدانو انځورونه یی له ځانه سره وړل چی په یو پلاکارت کی لیکل شوی و: «زه پښتون هزاره یم- د ګرانې شکری غچ اخلم!»

کندز د ځناورو طالبانو او ملي وحشت حکومت د کندز د ځناورو طالبانو او ملي وحشت حکومت د بی‌پروایی په اورکې وسوځیده

د طالبانو په لاس د کندز د را پرځیدو وروسته، په دی ښار کې اور ولګید او مظلوموو اسیدونکو یی بشری ضد جنایتونه وزغمل.

د ملی ځناورتوب حکومت په یوی پټی معاملی سره دغه ښار ځناورو طالبانو ته وسپاره او هغوی هم یو ځل بیا خلکو ته په لوټونی، جنسی تیری او ډله‎یزی وژنی سره خپله شډلتیا او بی‎رحمی وروښودله.


د شاه‎شهید ناورین د قربانیانو قهرجن لاریون (۱۳۹۴ کال د زمري ۱۹ مه)

۱۳۹۴ کال د زمري په ۱۹ مه نیټه (۲۰۱۵ کال د آګست ۱۰مه) د شاه‎شهید ناورین پاتی کورنی غړو یو قهرجن لاریون په ترڅ کی د دولت او امریکا پر ضد شعارونه ورکړل. هغوی وای چی دولت غواړي پر دغې غمیزې پرده واچوی په داسی حال کی چی دغه برید د امریکا له لوری د توغندي او یا بم په اچولو ترسره شوی دی او امنیتي ځواکونو دغه یو ځانمرګی برید اعلان کړ. هغوی ټول په یو آواز وای چی له چاودنی وړاندی یی، د الوتکو او د توغندي ویرونکی غږ اوریدلی دی چی له هغې وروسته بریښنا پرې کیږي او یوه لویه چاودنه ترسره کیږي. هغوی وای د مړو شمیر تر سلو زیات دی او زیاتوی چی لاتراوسه هم یو شمیر مړي د خاور لاندی دي.

امنیتي ځواکونو او په شخصی جامو کی د «ملی امنیت» کسانو چی شمیر یی لسګونو تنو ته رسیده په زوره او چل یی غوښتل د لاریون‎کونکو لیکو ته ورننوځي او هڅه یی کوله د هغوی غږ چُپ کړي. په خاصه توګه هغوی هڅه کوله چی د لاریون کونکو د امریکا ضد شعار مخه ونیسی او ویل یی چی یواځی د پاکستان پر وړاندی شعار ورکړۍ.

د «افغانستان همبستګۍ ګوند» به ډیر ژر ددغه لاریون او د قربانیانو کورنیو غړو سره د مرکې پوره ویډیو خپره کړي. ډیرۍ خلک د افغانستان پر رسنیو هم قهر دی او وای چی هغوی ددوی خبرې سانسور کړي او په پوره توګه یی ندی خپرې کړي.

په هدیره کی ژوند، د کابل د تنظیمي جګړو څخه شل کاله وروسته

ماما نور په یوه ورځ د کابل جګړو په لړ کې د خپلې میرمنې ترڅنګ د خپلې کورنۍ پنځه تنه دلاسه ورکړل او په توره ورځ کې کیناست. د اولادونو او میرمنې دلاسه ورکولو شل کلن ټول غم، ماما نور له خپلو خپلوانو او دوستانو څخه یوې څنډې ته کړی دی. د کابل په ختیځ کې د شهدای صالحین هدیره د دې مشر د اوسیدو ځای ګرځیدلی دی. هغه د خپلو دلاسه تلو عزیزانو د قبرونو شاوخوا یوه جونګړه جوړه کړې او هلته د خپل سپي او مرغۍ سره ژوند کوي.

ماما نور د خپلې میرمن او اولادونو د یادونو سره ژوندی دی او د خپل د زړه ټوټو دلاسه ورکولو غم هغه داسی ستړی او ناتوانه کړی چې د خبرو کولو وس هم نلري. وایي چې ژوندی دی او د خپل شاوخوا مړو سره هیڅ توپیر نلري.

د دې ویر لرونکي پلار په سترګو کې اوښکې وچې شوي، خو د درد لرونکې ستونې سره د خپلو عزیزانو دلاسه ورکولو پیښه داسې بیانوي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 161 میلمانه آنلاین لرو