د ګل‎جهان هیلې د انساني ژوند زیری دی

د ګل‎جهان هیلې د انساني ژوند زیری دی‎

ګل‎جهان د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» فعاله غړې وه چی د ۱۳۹۴ کال د لړم په ۷مه نیټه د سږو ناروغۍ له امله له نړۍ څخه سترګی پټې کړې. د همبستګی ګوند د هغې مړینه ګوند ته غټه ضایعه بولی او کورنۍ او د ګوند غړو ته ډاډګیرنه ورکوي او دا ژمنه کوی چی د هغې هیلو پوره کیدو پوری به مبارزې ته ادامه ورکړي.

ګل جهان د لطیف بزګر لور په کال ۱۳۶۸ د ننګرهار ولایت دره‎نور ولسوالۍ اړوند دودوړک کلی کی زیږیدلی وه. په پشه‎یی ژبه یی خبری کولی. پلار یی د روسانو ضد جګړه کی فعاله ونډه لرله چی د تنظیمونو د اخ او ډب په پیل کی ټوپک پر ځمکه کیښود او پاکستان ته یی مهاجرت وکړ او د جلوزو کمپ ترڅنګ په خیوه کمپ کی میشته شول. څرنګه چی ددی پلار بزګر او بی‎وزله و او تنظیمی مشرانو په څیر یی د چا مال نه و خوړلی د خپلو ماشومانو سره یی د نورو پرتو کډوالو په څیر په خیمو کی د سخت اقتصادی فشار لاندی ژوند کاوه. کله چی ګل‎جهان را لویه شوه پلار یی هغه د غالۍ‎اوبدلو مرکز ته واستوله ترڅو خپلې کورنۍ سره مرسته وکړي.

خو څرنګه چی د خیوې کمپ د علم او فرهنګ ټاټوبی وه او د هلکانو تر څنګ د نجونو لیک او لوست ته ځانګړې پاملرنه کیده ګل‎جهان هم له دغه فرصت څخه ګته پورته کړه. هغې سره له دی چی غالۍ‎اوبدل زده کړل له لیک لوست سره یی هم خورا زیاته مینه لرله. هغه به چی ټوله ورځ په غالۍ‎اوبدلو کی بوخته وه له غرمې وروسته به د سواد‎آموزۍ کورس ته تلله او هڅه یی کوله ترڅو له خپلو همزولو شاته پاتی نشی. نوموړې ډیر زیار ایسته چی د کار ترڅنګ لیک لوست هم پرمخ بوځي. هغه به تر ناوخته کښيناستله او سبق به یی لوسته او یا به یی له خپلو ورونو مرسته غوښتله چی په درسونو کی ورسره مرسته وکړي.

د ګل‎جهان او نورو خویندو او ورونو هلوځلو پایله وه چی کورنۍ یی یوه اندازه له اقتصادی ستونزو را ووتله. د طالبان حکومت له راپرځیدو وروسته په کال ۱۳۸۷ کی ددوی کورنۍ بیرته هیواد ته راستنه شوه. ګل‎جهان په ۱۳۸۸ لمریز کال کی د قلعټک نجونو لیسې په شپږم ټولګي کی شامله شوه. هغې چی د ژوند کړاونه لیدلی وه او بیوزلې کورنۍ پوری تړاو درلود په لسم ټولګي کی وه چی د همبستګۍ ګوند ته جذب شوه. ګل‎جهان په همدې دوره کی د ګوند په ګڼ شمیر لاریونونو کی په ننګرهار او کابل کی فعاله ونډه لرله.

ګل‎جهان چی د لیک لوست په ارزښت پوهیدله تل به یی نجونې هڅولی چی ښونځیو ته ولاړې شي او ویل به یی د پوهی نه پرته ژوند د ستونزو او کړاونو څخه ډک او انسان د پردیو د اوږو بار وی. همدا لامل وه چی نوموړې په کلی کی نالوسته نجونو ته د سواد‎آموزۍ کورس کی درس ورکاوه. هغه په کال ۱۳۹۴-۱۳۹۳ کی د قلعټک عالی لیسې د دولسم الف ټولګی څخه فارغه شوه.

ګل‎جهان چی زیاده موده یی غالۍ‎اوبدلی وی او د وړیو ګرد تنفس له امله ورته د سږو ناروغې پیدا شوی وه له ډیری درملنی وروسته د ۱۳۹۴ کال د لړم په اوومه نيټه له نړۍ سترکې پټې کړې او هغه هیلی یی چی د هیواد سوکالۍ او ودانی او پرمختګ لپاره لرلی له ځانه سره خاورو ته یوړې.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 210 میلمانه آنلاین لرو