طالبانو په کنړ کی یوه کورنی د ویر په ټغر کښینوله

طالبانو په کنړ کی یوه کورنی د ویر په ټغر کښینوله

د ۱۳۹۴ کال د مرغومي په ۵مه نیټه د کنړ ولایت، ناړی ولسوالی د بریکوټ په کلی کی شپی په ۱۲ بجو وسله‎والو طالبانو په یوه کور برید وکړ چی په پایله کی شپږ تنه ووژل او یو کس زخمی شو. په وژل شوو کسانو کی بهادر شاه د محمد شاه ځوی او دده دوه زامن غزوان پنڅه کلن او عفران دری کلن او د بهادرشاه خواښی او خینه او ترور شامل دی. په دی پیښه کی د بهادر شاه میرمن ډیره سخته ټپي شوی ده.

بهادر شاه چی اصلاْ د نورستان ولایت د کامدیش ولسوالی د کوټیا د کلی اوسیدونکی وو په هغه ولایت کی د ناامنی له امله خپل کلی پریښی او د بریکوټ په کلی کی یی د کډوالی شپی او ورڅی تیرولی. بهادر شاه یو بی‎وزله او بی‎غرضه بزګر وو چی د کلیوالو تر منځ یی ښه نوم درلود او تل به یی د هغوی په خوښۍ او غم کی ګډون کاوه او په سختو شیبو کی به له کلیوالو سره په لومړي کتار کی اودریده چی له بدمرغه کرغیړون طالبانو هغه پرته له کومی ګناه له کورنۍ سره وواژه.

په دی وروستیو کی د ناړی ولسوالی په مربوطاتو کی د داسی مرګ ژوبلو کچه لوړه شوی ده او دولت هم د خلکو د امنیت په ساتلو کی پاتی راغلی دی چی څو ورځې مخکی هم وسله‎والو طالبانو دوه تنه موټروانان راښکته او په لویه لار کی سرونه ترینه پری کړل. دا په داسی حال کی چی په دی ورځو کی داسی ګونګوسی روانی دی چی امریکایی ځواکونه غواړی یواری بیا دغه ولایت ته ولاړ شی او د داعش ودی لپاره زمینه برابره کړی.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 342 میلمانه آنلاین لرو