د بالادوری د کلی خلک د ځناورتوب د پیټی لاندی عذاب تیروی

د بالادوری د کلی خلک د ځناورتوب د پیټی لاندی عذاب تیروی

بالادوری او د هغی ګاونډی کلي چی د بغلان ولایت دمرکز پلخمری ښار څخه ۱۰ کیلومتر لریوالی لری او خلک یی بزګران او شپنکی دی ددی په خوا کی چی د غریبی او نیستی ژوند تیروی اوس مهال د ځناور طالبانو پنجو ته په لاس ولیدلی او هر شیبه شونی ده چی مرګ د دوی په لور راشی. دغه مرګ یا د طالبانو د مردکی څخه او یا د دولت د هوانونو او توغندیو څخه دی.

د دو میاشتو را په دی خوا طالبان په دغه کلی عام او تام واک لری. هغه لاری چی بالادوری او لاندینی کلی له عمومی لارو سره یوځای کوی د طالبانو له خوا بندی او پلونه یی ویجاړ شوی دی. طالبان د پولیسو په رینجرو چی په «غنیمت» یی اخیستی په کلی کی تګ راتک کوی او په لوړ غږ د طالبانو ترانی خپری. د شپی د ۹ بجو وروسته خلک نشی کولی چی د کور څخه د باندی ووځی او اړ دی چی طالبانو ته په وار دری وخته ډوډی او اوبه تیاری کړی.

د کلی اوسیدونکی ددی خوږیدونکی حالت څخه په تنګ راغلی. ډیر وخت د طالبانو او اربکیانو تر منڅ جګړه نخلی چی عام خلک زیان ویني. د خلکو په وینا په دی ځای کی تراوسه یو طالب هم کوم ټپ نه دی اخیستی. ددغه کلی ټولو خلکو بزګران دی او په ویری او ډار په خپلو فصلونو او ځمکو ګرځی ځکه چی معمولآ د ورځی په اوږدو کی جګړه نخلی او د هغوی کور او کورنیو ته بیرته راتګ لپاره خنډ جوړوی. هغوی وایی که چیری په جګړه کی د کلی خلک ټپی شی په دولتی روغتونونو کی یی درملنه نه کیږی ځکه چی ډاکټران وایی چی دوی طالبان دی او باید ووژل شی. یو تن چی نه یی غوښتل نوم یی واخیستل شی وویل: «په پاسنی کلی کی یو هلک ټپی شو او خلکو هغه د پلخمری روغتون ته یووړ. دهغی ټپ ډیر عادی وو او یوازیی دهغی اوږه ژوبلیدلی وه ولی ډاکټرانو هغی ته ستنه ووهله او هغه یی وواژه. ځکه چی موږ خلک بزګران یو او زموږ کالی ناولی او خیرن وی دولتیان وایی ددوی څیری طالبانو ته پاتی کیږی او باید درملنه یی ونشی .»

یو شمیر خلکو خپل کورنو سره خدای پامانی کړی او ښارونو ته یی تیښته کړی ده. ویره د معصومو ماشومانو په څیرو کی له لری ښکاری دی. هغوی په لږ عمر کی ددی په ځای چی مثبت شیان زدکړی ټوله ورځ د طالبانو او اربکیانو د جګړی کیسی کوی. طالبانو په پټو څیروو او د نقاب په راښکلو د پلنګی دریشی سره ښکته پورته ځی. شمیر یی لږ دی ولی په دی دوه میاشتو کی دولت و نه شو کولای او یا یی نه غوښتل چی هغوی وټکوی. د شپی له خوا طالبان د خپلو رینجرو سره عمومی سړک ته ځی او په دولتی تیلو ټانکونو کی خپل ګاډی ډکوی او بی پروا خپلو قرارګاګانو ته راستنیږی. په دغه کلی کی معمولآ بدنومی کسانو د طالبانو ټوپک په اوږو اچولی ده. هغوی چی طالب کیدو ته غاړه ایښودی ده یا د سیمی بدنامه هلکان دی او یا غله او لوپران. ډیر شمیر مطلقه خلک د طالبانو څخه د کرکی په خوا کی، د دولت څخه ډیر ناخوښی دی په همدی وجهه طالبان توانیدلی دی چی دلته ځانته ځای پیدا کړي.

۱۸ کلن سیداغا د یار محمد ځوی چی د پلخمری د ښوونی او روزنی پوهنځی د لومړی کال محصل وو د طالبانو او دولت جګړی په منځ کی شهید شو
۱۸ کلن سیداغا د یار محمد ځوی چی د پلخمری د ښوونی او روزنی پوهنځی د لومړی کال محصل وو د طالبانو او دولت جګړی په منځ کی شهید شو

څه موده مخکی ددغی کلی طالبانو وکولی شو د اربکیانو پوستې په۱۰۰ متری کی، د بورکې ولسوال ووژنی او د هغه رینجر، وسله او مهمات له ځان سره یوسی. اربکیانو د خپل ځان د ویری څخه یو مردکی هم ونه ویشت. همدا څو ورځی مخکی د ملا منصور په نوم د طالبانو قومندان د اربکیانو قومندان ته لیک واستاوه او په هغی کی یی یادونه کړی وه که چیری د هغه کسانو ته زیان ورسیږی کور به یی په اور وسوځووی. مخابراتی شبکی هم وروسته د شپی د ۵ څخه د سهار تر ۷ پوری خپل خدمتونه د طالبانو په حکم باندی پری کوی. په دغی دو میاشتو کی دولت یو ځل د دغی کلی طالبانو ټکولو لپاره لاس په کار شوی چی په هغی کی هم یوازی خلکو زیان لیدلی دی.

۱۸ کلن سیداغا د یار محمد ځوی چی د پلخمری د ښوونی او روزنی پوهنځی د لومړی کال محصل و د طالبانو او دولت تر منځ جګړه کی شهید شو. هغه په ۱۳۹۳ کال کی د ښونځی څخه فارغ شو او د لوړوزدکړو بشپړولو تکل یی درلود. هغه د زدکړی په خوا کی په بزګرۍ بوخت وو او د کور جوړولو د کار په وخت کی د هاوان ګولی په خوا کی ولږیده او په شهادت ورسید.

د کلی اوسیدونکو ویل ددغه سخت حالاتو څخه په تنګ راغلی دی او که چیری په دغی ژمنی فصل کی طالبان و نه ټکول شی د وینو ډک پسرلی د خلکو په تمه دی ځکه چی طالبان په لټه کی دی چی تر څو د یخنی په موسم کی خپل ځان وساتی.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 263 میلمانه آنلاین لرو