«نړیواله روڼتیا»: افغانستان د نړۍ دریم فاسد هیواد

«نړیواله روڼتیا»: افغانستان د نړۍ دریم فاسد هیواد

«نړیوالې روڼتیا» سازمان چی هر کال هیوادونه په هغوی کی د اداری فساد شتون پر بنسټ رتبه بندی کوی، د ۲۰۱۵ کال په ګرارش کی افغانستان ته د ۱۶۸ هیوادونو په منځ کی ۱۶۶ مقام کی ځای ورکړل شوی دی چی په ریښتیا سره په نړۍ کی دریم مقام درلودلی دی. د افغانستان دولت د یوې لسیزی را په دی خوا د نړی په فاسدترینو هیوادونو په لیست کی ځای لری دی. سومالیا او شمالی کوریا په ترتیب سره لومړی او دویم مقام لاس ته راوړی دی. په داسی حال کی چی د افغانستان دولت په ۲۰۱۵ کال د نړی څلورم فاسد هیواد وه چی د ملی ځناورتوب حکومت د لوټونکو سیاستونو له امله یوه درجه د جدول پای ته غورځیدلی دی.

«نړیواله روڼتیا» هر هیواد ته د هغی وضعیت د روڼتیا په نظر د صفر څخه تر ۱۰۰ پوری نمبرې ورکوی چی په تازه ترین لیست کی، ډنمارک د نړی روڼ‎ترین هیواد په توګه ۹۱ نمبری خپلی کړی دی او سومالیا د فاسد ترین هیواد په توګه ۸ نمبری لری. افغانستان چی په ۲۰۱۴ کال کی ۱۲ نمبری تر لاسه کړی وی، په ۲۰۱۵ کال کی وی کولی شو ۱۱ نمبری لاس ته راوړی چی په هغی کی د اداری فساد وضعیت د خراب کیدلو ښودونکی دی.

افغانستان، عراق او لیبیا، دری هیوادونه چی د امریکا د تیري لاندی دي، هم د روڼتیا له نظر په ممکن بدترین ځای کی ځای لری. فساد او لوټ د هغه حکومتونو نښی دي چی د امریکا د جنګ‎بلونکي دولت له لوری پر دوی تپل شوی دي.

د هغه هیوادونو څیره چی نومونه یی د «فاسدترینونو» په کتار کی ځای نیسی د نړۍ په وړاندی ډیر مغشوشه او بی اعتباره کیږی چی دغه د ولس پر وړاندی د غلو او لوټونکو چارواکو نه بښونکی خیانت دی.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 343 میلمانه آنلاین لرو