«دښمن مو کرغیړن دی که یو نه شو نو ورک به شو»

«دښمن مو کرغیړن دی که یو نه شو نو ورک به شو»

د ۱۳۹۴ کال د کب په اتمه نیټه د کنړ ولایت په مرکز اسعدآباد کی د شهیدانو پارک مخی ته یو زړه‎بوږنونکی برید ترسره شو چی په پایله کی ۱۹ تنه شهیدان او ۳۳ تنه سخت ټپیان شول. دغه پیښه هغه مهال رامنځ ته شوه چی د حزب اسلامی قومندان حاجی خان‌جان چی د اربکیانو قومندان هم دی غوښتل یی له والی سره کتنه وکړی. په دغه برید کی نوموړی هم د خپلو ساتونکو سره ووژل شو. خو د خواشینی ځای دادی چی د یو تن جنایتکار د وژل دپاره لسګونه تنه تنکی ځوانان شهیدان شول، ښځې یی ګونډي او بچیان یی یتیمان شول.

ددغه برید د قربانیانو له ډلې یو تن حمید الله د دین محمد ځوی د آسمار ولسوالی اوسیدونکی وه. حمید الله چی بی‎وزله کورنۍ پوری تړاو درلود هیله یی درلوده چی په راتلونکی کی ډاکټر شی او د خپل ولس رنځ درمان کړي. د هغه پلار ددی برید په هکله وای:

د ۱۳۹۴ کال د کب په اتمه نیټه د کنړ ولایت په مرکز اسعدآباد کی د شهیدانو پارک مخی ته یو زړه‎بوږنونکی برید ترسره شو چی په پایله کی ۱۹ تنه شهیدان او ۳۳ تنه سخت ټپیان شول.

«دارنګه عمل تر سره کول آسانه او دهر چا کار نه دی، تر څو چی په دی کی لوړ پوړي چارواکي لاس و نه لری او د تورو شیشو په موټرونو کی پرته له تلاشی تیر نه شی نو په دغه شان اساس او ټاکلی وخت کی رسیدل ناشونی کار دی. دا داسی ځای و چی د هر طرفه د دولتی چارواکو او څارګری اداری تر کنټرول لاندی او د وړاندینه په نښه شوی ځای و. دا چی ولی د دی خاوری بهرنی او کورني دښمنان داسی ځایونه چی دخلکو ګڼه ګوڼه په کی وی هدف نیسی دا دی چی دښمن مو ډیر ناوړه دی. ځکه چی د هغه د یوه تن په وژلو یی ځناوره تنده نه ماتیږی، کنه نو دوی دا هم کولای شو چی حاجی خانجان دننه په کور یا د کور د باندی د یوی تفنګچې په وسیله له پښو وغورځوی او بله دا چی څارګره اداره په آسانی سره کولی شی د دغسی پیښو پړه چی ګویا د ځان وژونکو مخه ډب کول ناشونی ده د نورو په غاړه واچوی»

دین محمد چی خپل ځوان ځوی یی له لاسه ورکړی وو او له سترګو یی اوښکې بهیدلی د حمید الله په اړه داسی وای:

د ۱۳۹۴ کال د کب په اتمه نیټه د کنړ ولایت په مرکز اسعدآباد کی د شهیدانو پارک مخی ته یو زړه‎بوږنونکی برید ترسره شو چی په پایله کی ۱۹ تنه شهیدان او ۳۳ تنه سخت ټپیان شول.
احسان الله، حبیب الله او روح الله

«د هر پلار او مور هیله او آرزو دا ده چی خپلو اولادونو لپاره د ښه ژوند کولو زمینه برابره کړي. مونږ هم د آسمار ولسوالی نه چی زمونږ پلارنی ټاټوبی و د اسعدآباد مرکز ته کډه وکړه او حمیدالله ته می وویل: ځویه چی په ما باندی هرڅه تیریږی زه به خپل کار کوم ولی ته خپل تعلیم وکړه ځان دی ورسوه. هغه هم د تعلیم سره مینه درلوده. د ده همدغه لیونی مینه وه چی په ۱۳۹۴ لمریز کال د عمراخان لیسی د ۱۲ ټولګی څخه فارغ او د کانکور په آزموینه کی (۲۸۰) نمرو په اخیستلو سره د کونړ عالی دارالمعلمین ته بریالی شوی و. خو نوموړي د خپلې مینې له مخی د نیمه عالی طبی زدکړو د نرسنګ په څانګه کی زدکړه پیل کړه. له بدمرغه نن ورځ دده د هیلو ماڼی ړنګه شوه. یوه ځوانه میرمن او یوه شپږ میاشتنی لور چی مینا نومیږی مونږ ته راپریښوده. د حمید الله تر څنګ زما یو بل ځوی چی سلیمان نومیږی هغه هم سخت ټپی دی دوه ځله می پاکستان ته وړی ډاکټرانو راته ډاډ را کړی چی ښه به شی بس د یوه ورک برخلیک سره مخامخ شوی و.

هک پک د سبا په طمع ناست یوه ماتم مو اته دیرشت کلنی شو خو ماتم ټغر مو غونډ نه شو. خپلو افغانانو وروڼو ته وایم په خپلو کی سره جوړ شی نور څوک تاسی نه جوړوی دښمن مو ناوړه دی که یو نه شو نو ورک به شو.»

د ۱۳۹۴ کال د کب په اتمه نیټه د کنړ ولایت په مرکز اسعدآباد کی د شهیدانو پارک مخی ته یو زړه‎بوږنونکی برید ترسره شو چی په پایله کی ۱۹ تنه شهیدان او ۳۳ تنه سخت ټپیان شول.

عزیز الله یو بل اتلس کلن زلمی و چی په دغه برید کی شهید شو. عزیز الله موچی و او د کنړ په مرکز کی یی د خلکو بوټانو د رنګولو او ګنډلو له لاری ډوډۍ پیدا کوله. د مور او پلار یواځنۍ هیله همدا ځوی وو. په دغو ورځو شپو کی ورته واده کاوه ولی د ولس دښمنانو هغه پرینښود چی دغې هیلې ته ورسیږي.

د حاجی خانجان میرمن چی یوه زړه‎سوانده مور ده وایی:

«هر چاچی زما خاوند په بازار کی وژلی ډیر بدکار یی کړی، ځکه چی زما څښتن ما په پنجره کی نه و بند کړی دی که د دولت دښمن او یا د بل چا دښمن و دوی کولای شو چی د یوی تفنګچې سره راغلی وای او په دننه کور کی وژلی وی او یا به مونږ ورته دکوره ورایستلی وی چی ستاسی دښمن دی مړ یی کړی ولی یی دده تر څنګ دا دومره خلک وژل او ځوانی میرمنی د میړونو په ویر اخته کول او په لسګونه میندی بورول غیر انسانی عمل ګڼم.»

د دوه پورته کسانو ترڅنګه په دی برید دا خلک هم د شهدانو له ډلې څخه وو:

د ۱۳۹۴ کال د کب په اتمه نیټه د کنړ ولایت په مرکز اسعدآباد کی د شهیدانو پارک مخی ته یو زړه‎بوږنونکی برید ترسره شو چی په پایله کی ۱۹ تنه شهیدان او ۳۳ تنه سخت ټپیان شول.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 509 میلمانه آنلاین لرو