په ننګرهار کی د غاصبانو پر وړاندی د ښوونکو لاریون

په ننګرهار کی د غاصبانو پر وړاندی د ښوونکو لاریون

د ۱۳۹۴ کال د وری په ۲۶ نیټه د ننګرهار ولایت خیوی ولسوالۍ ۴۷ ښوونځیو ښوونکو، سرمعلمانو، معاونانو او مدیرانو په کډون یوه لویه اعتراضی غونډه د سید جمال‌الدین افغان په ښوونځی کی ترسره شوه. ددی اعتراضی غونډې موخه، د ښوونکو ته ورکړل شوی ښارګوټی کی د غاصبینو لاسوهنې او خنډ رامنځته کیدل او د دولت بی کفایتی، پام او توجه نه کول، وه.

دا چی په افغانستان کی د زورواکانو، ټوپکسالارانو او غاصبینو لخوا ولسی ځمکې، ښارګوټی، پارکونه او تر دی چی لرغونی ولسی هدیری هم پاتی نه شوی. د پرله پسی د ځمکو غصب څخه وروسته د ټولنی هغه زیارکښه او روڼ‎اند طبقه چی د ټولنی په پرمختګ کی مهم رول لوبوی نن د هغو ځمکې هم د غاصبینو لخوا ونیول شوې.

د کډونکونکو په وینا دا زمونږ لومړی ځل ندی چی دلته راغونډ شوی یو او خپل غږ پورته کوو، له دې وړاندې مونږ د ننګرهار ولایت والی عطاالله لودین ته هم موضوع وړاندی کړه خو هغه په داسی ځواب راکړو: «دولت نشته، حکومت نشته، قانون نشته او زمونږ د لاسه هم هیڅ نه کیږی او تاسی هم ځانونه مه په غذابوۍ.» وروسته مو د ننګرهار ولایتی شورا غړو ته مخه کړی وه خو پایله یی دا شوه چی هیڅ مرسته مونږ سره نشی کولایی، د یو تن ګډون کوونکی په وینا ټول دولتې کړی، ټول دولتی چارواکي د ښوونکو په ښارګوټی د ځمکی په غضبولو کی مستقیما لاس لری. یو تن بل ښوونکی داسی وای:

«غاصبینو سره د دولت ټولې کړی لاس لری او ورسره شریکی دی او مونږ پدی پوه شوی یو او وروسته لدی نه مونږ د هیچا په درواغو ژمنو نه تیروځو نو زمونږ آخری شعار او وینا دا ده چی دا زمونږ حق دی او حق په زوره اخستل کیږی او مونږ به هم خپل حق اخلو او د ژوند تر پایه پوری به د خپل حق څخه دفاع کوو او هر ډول کړاونو زغملو ته تیار یو که مو سر هم ولاړ شی نو د خپل حق لپاره تیار یو. او که زمونږ غوښتنی ونه منل شی لاریونو ته به ادامه ورکړو او دا بهیر به روان وی تر څو چی زمونږ غږ څوک وانوری او عمل پری ونکړی.»

په پایله دا پریکړه وشوه چی د ۱۳۹۴ کال د وری له ۲۶ نیټې څخه د خیوی ولسوالی ټولو ښوونځیو ورونه به تر هغې وتړل شی چی غاصبان محاکمه نشی.

په ننګرهار کی د غاصبانو پر وړاندی د ښوونکو لاریون

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 125 میلمانه آنلاین لرو