د شاهشهید ناورین ناویلې د قربانیانو له ژبې
- کټګوري : گزارشونه
- لیکونکی: د افغانستان د همبستګۍ ګوند
- نیټه: چهارشنبه, 21 زمری 1394
د شاهشهید ناورین د قربانیانو قهرجن لاریون (۱۳۹۴ کال د زمري ۱۹ مه)
۱۳۹۴ کال د زمري په ۱۹ مه نیټه (۲۰۱۵ کال د آګست ۱۰مه) د شاهشهید ناورین پاتی کورنی غړو یو قهرجن لاریون په ترڅ کی د دولت او امریکا پر ضد شعارونه ورکړل. هغوی وای چی دولت غواړي پر دغې غمیزې پرده واچوی په داسی حال کی چی دغه برید د امریکا له لوری د توغندي او یا بم په اچولو ترسره شوی دی او امنیتي ځواکونو دغه یو ځانمرګی برید اعلان کړ. هغوی ټول په یو آواز وای چی له چاودنی وړاندی یی، د الوتکو او د توغندي ویرونکی غږ اوریدلی دی چی له هغې وروسته بریښنا پرې کیږي او یوه لویه چاودنه ترسره کیږي. هغوی وای د مړو شمیر تر سلو زیات دی او زیاتوی چی لاتراوسه هم یو شمیر مړي د خاور لاندی دي.
امنیتي ځواکونو او په شخصی جامو کی د «ملی امنیت» کسانو چی شمیر یی لسګونو تنو ته رسیده په زوره او چل یی غوښتل د لاریونکونکو لیکو ته ورننوځي او هڅه یی کوله د هغوی غږ چُپ کړي. په خاصه توګه هغوی هڅه کوله چی د لاریون کونکو د امریکا ضد شعار مخه ونیسی او ویل یی چی یواځی د پاکستان پر وړاندی شعار ورکړۍ.
د «افغانستان همبستګۍ ګوند» به ډیر ژر ددغه لاریون او د قربانیانو کورنیو غړو سره د مرکې پوره ویډیو خپره کړي. ډیرۍ خلک د افغانستان پر رسنیو هم قهر دی او وای چی هغوی ددوی خبرې سانسور کړي او په پوره توګه یی ندی خپرې کړي.
ډیرۍ کورنیو د کورني څو تنه غړي له لاسه ورکړي او یو شمیر نور یی ټپیان دي. پاتی خلک څو شپې کیږي چی په آزاده فضا کی ویده کیږي.
خلک وای ددغې پیښې مړو شمیر له سلو زیات دی خو دولت او رسنیو یواځې ۱۵ تنه اعلان کړل.
خلک وای د پیښې پر شپه هغو خلکو چی هڅه کوله د چاودنی ځای ته ورنږدې شی پولیسو پر هغوی ډزې کولی.
ځایی اوسیدونکي په یو غږ وای چی دغه موټر بم چاودنه نه وه ځکه اول دلته هیڅ د موټر نښه نشته او دوهم دا چی مخکی له چاودنی د الوتکو او توغندي یا بم ویرونکی غږ یی اوریدلی دی.
دغه غونډه وروسته له څو دقیقو د پولیسو او ملی امنیت له لوری خپره شوه او هغوی ته یی اجازه ورنکړه چی غږ یی رسنیو غوږ ته ورسیږي. یو پلار چی خپل دوه ځوان زامن یی له لاسه ورکړي، په ژړا خپل کړاو بیانوی او غواړي چی ددغې پیښې اصلی راز روښانه شي.
ځني خلک وای چی ملی امنیت او پولیسو پر هغوی فشار راوړی چی له رسنیو سره د مرکې پر مهال د امریکا دولت پر وړاندی څه ونه وایی.
عبدالله او مسعود دوه ورونه چی د شاه شهید په دردونکی پیښه کی په شهادت ورسیدل.
خلکو په قهر سر چیغې وهلی چی «مونږ نن ستاسو پیسې نه غواړو، مونږ خپل شهیدان او ټپیان پر تاسو ته پلورو، مونږ یواځې غواړو دومر وپوهیږو چی دلته مو څه غورځولي، مونږ غواړو وپوهیږو چی تاسو پر مونږ څه بلا راوستی ده.»
دولت ددی پر ځای چی له قربانیانو سره مرسته وکړی او شهیدان د خاور لاندی راوباسی په بیړه یی د چاودنی ځای چی لویه کنده یی ایستلی وه د کانکریتی دیوالونو په واسطه بند کړ ترڅو د حقیقت خپریدو مخه ونیسي. ددغو دیوالونو ترشا، ماشینونه کار کوی چی کنده ډکه او هواره کړی ترڅو د جنایت ټول لاسوندونه او نښې له منځه ولاړی شي.
خلک د بم او یا توغندي هغه ټوټې رسنیو ته ښکاره کوی چی د چاودنی له ځای څخه یی د جنایت په لومړیو ګړیو کی لاس ته رواړی وی. خو امنیتي ځواکونه ددغې نندارې مخه نیسي.
خلک د توغندي یا بم ټوټې رسنیو ته ښکاره کوی او وای: دغه ده زمونږ ثبوت چی د امرالله صالح وینا برعکس دا یو موټر بم چاودنه نه بلکه بم وه چی د امریکایی الوتکو څخه پر مونږ راغورځول شوی.
لسګونو تنو پولیسو هڅه کوله چی لاریونکونکي خپاره کړي.