کندز د ځناورو طالبانو او ملي وحشت حکومت د بی‌پروایی په اورکې وسوځیده‎

کندز د ځناورو طالبانو او ملي وحشت حکومت د کندز د ځناورو طالبانو او ملي وحشت حکومت د بی‌پروایی په اورکې وسوځیده

د طالبانو په لاس د کندز د را پرځیدو وروسته، په دی ښار کې اور ولګید او مظلوموو اسیدونکو یی بشری ضد جنایتونه وزغمل.

د ملی ځناورتوب حکومت په یوی پټی معاملی سره دغه ښار ځناورو طالبانو ته وسپاره او هغوی هم یو ځل بیا خلکو ته په لوټونی، جنسی تیری او ډله‎یزی وژنی سره خپله شډلتیا او بی‎رحمی وروښودله.


تیرو څو ورځو کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ د ښار په کوڅو کې سخته جګړه روانه ده. د نورو جنګونو په څیر، د جګړی اصلی قربانیان بی ګناه خلک دي چې د جګړی په منڅ کې نښتي دي او د وتلو هیڅ کومه لاره هم نه لري، خپلو کورونو کي بند پاتی دي. په دی منځ کې اربکیانو او تنطیمي قومندانانو د خلکو د شتمنیو په لوټونی کې د طالبانو سره لاس یو کړی دی.

دولتی اداری چې د هغی له جملی نه د ملی امنیت دفتر، ولایت، د امنیی قوماندانی، بانکونه، دسروزرو پلورونکې هټۍ، د دولتی چارواکو کورونه، د یوناما دفتر او غیر دولتی موسسی د طالبانو پوسیله لوټ شوي دي. او په حال کې طالبانو د دولتی چارواکو په وژنه هم لاس پوری کړی چې د هغی ډلی نه د چهار دری ولسوالی ۴۰ تنه د ملی امنیت کارکوونکې د قرییتم په کلی د چارمار کیدو ذکر وکړ.

په تیرو ورځو کې، د ع او غ حکومت د کندز ښار د بیا نیونی ادعا کوي او رسنۍ هم د حکومت په سترو سترو ویلو سره د خلکو په غولونی اوښتی دي، په داسی حال کې چې د کندز ښار اوسیدونکې د پرلپسی اړیکو په نیولو سره په هغوی د طالبانو د حاکمیت څخه خبر ورکړی او د رسنیو په درواغو قهرجن دی.

د ځایی خلکو د وینا پر بنسټ په دی نښتو کې د ۴۵۰ تنو څخه زیاد د ښځو او ماشومانو په ګډون وژل شوي دي او په زرګونو نور ګاونډیو ولایتونو ته تللی دی. خو اوس هم د خلکو د تلفاتو کره شمیره په لاس کې نشته.

د امریکایې ځواکونو په بمبار کې هغه ډاکټران چې ځانونه یې دلاسه ورکړي
د امریکایې ځواکونو په بمبار کې هغه ډاکټران چې ځانونه یې دلاسه ورکړي

د ناټو د وروستني بمبار له امله د «بی پولي ډاکټرانو په مرکز»، سپین زر شرکت، سه درک، دخیابان جومات، باغ شرکت او انګور باغ خلکو ته بی شمیره تلفات اوښتي دي. د ځایي خلکو په وینا طالبانو په زور ډاکټران د کورونو نه روغتون ته وړي چې نږدې د ناټو په بمبار کې یو ځای د بستر شوو مریضانو او د روغتنون د نور کارکونکو سره چې شمیر یي ۵۰ تنو ته رسیږي ځانونه د لاسه ورکړی.

هـ. ن. د دی ښار یوه تن هټی وال چې د کورنۍ سره یو ځای په جګره کې نښتي دي، په یوه تیلیفونی اړیکه کې وايی: «پرون شپه طالبانو په زور زموږ ځایی ډاکټران د ځانه سره یووړل او نن یی مړي په روغتون کی د ناټو د هوایی ځواکونو برید څخه وروسته پیدا شول.»

ډاکټر امین او ظاهر پاکنهاد په دی پیښه کې د وژل شوو ډاکټرانو د جملی څخه دوه تنه دي.

هغه همدارنګه زیاتوی چې د هغه ګاونډی د س. ا. په نوم چې د یوه خصوصي بانک کارکونکی ؤ، تیره شپه د طالبانو په وسیله په کشولو کشولو له کوره یووړل شو. هغه د ځان د ژغورنی لپاره چیغې وهلی او تر اوسه یي د راتلونکې نه کوم خبر نشته.

هغه قابله چې د طالبانو پوسیله د تیري نه وروسته ووژل شوه
هغه قابله چې د طالبانو پوسیله د تیري نه وروسته ووژل شوه

د کندز د یوه روغتون (ف) نومی نرسه چې ددی ولایت یوې ولسوالی ته یی تیښته کړی، وایې «څو تنه همکاران می د نوکریوالۍ په شپه د طالبانو په وسیله د جنسی تیری نه وروسته ووژل شول. هیڅ داسی کور نشته چې یو دوه ټپیان او وژل شوي پکی شتون ونلري.»

د ف. م. په نوم زده‎کونکی چې همدا اوس د خپلی کورنۍ سره د کندز په ښار کې دی، وایی «ډوډی په ډیری سختی سره په ښار کې موندل کیږی او د یوی ډوډی بیه ۶۰ افغانیو ته رسیدلی ده. په ښار کې د دوا او درملو څخه کوم خبر نشته، هغه کورونه چې خاوندان یی تښتیدلي دي، د طالبانو او غلو پوسیله لوټیږي.

په همدی حال کې راپور ورکول کیږي چې جنایت او لوټونه په دی ولایت کې قومی رنګ او بوی اخیستی دی او د غچ اخیستنی حس لوړ دی. طالبانو د اربکی قومندانانو او دولتی کارکونکو کورونه لوټ کړی او مال یی غنیمت ګڼی، اربکیانو په پښتون میشتو سیمو بلوا وروړی، د عامو وګړو مال او شته یی وړی دی، په دی انډوخر کې، اصلی قربانیان عادی خلک د هر ملیت دی چې ددی ځناورو او کوڅه‎ډبو بانډونو په ویجاړۍ کې په ستونزه سره نفس کاږي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 295 میلمانه آنلاین لرو