د افغانستان د همبستګۍ ګوند لاریون د خلکو د غږ غبرګون!

د چنګاښ د میاشتې په ۱۹ مه نیټه د کور څخه د دندې په لور د تلاشۍ چوک نه د تیریدو په حال کې ووم، و مې لیده چې په دغه سخته ګرمۍ کې یو ځلمی چې له تندي ېې خولې څڅیدې په خلکو باندې په ګڼه ګوڼه کې په ډیر ویاړ پاڼې ویشي یو تن چې د پاڼې د لوستلو په حال کې و ما ورځنې پوښتنه وکړه، وروره څه خبره ده؟ هغه راته پرته له ځنډه داسې وویل: " د زیاتې مودې راهیسې په دې اند وم چې زموږ په هیواد کې به هم داسې څوک وي چې په خپل هیواد او هیوادوالو باندې ېې زړه وسوځېږی او د دوې په ملاتړ پاڅیږي. خو اوس د افغانستان د همبستګۍ ګوند په دغه خبرتیا کې لیکلي چې غواړي د پاکستان د تروریستي او دوه مخي دولت د توغندي بریدونو د غندلو په موخه، د چنګاښ په ۲۰مه نیټه د سهار اته بجې د پاکستان د قونسلګرۍ په وړاندې د خپلو هیواد والو په ملاتړ لاریون وکړي.اودهېوادوالو څخه په کې د ګډون غوښتنه شوې و، دغه اندیښنه پر ځای شوه".

په رښتیا چې د دې درې لسیزو راپدې خوا دا د هر اصیل او ریښتني افغان بچي اندیښنه وه. د دغې پاڼې په لیدلو او لوستلو سره زما سترګې وغړیدې، زړه مې ټکور شو. ډیرو ملګرو ته مې د افغانستان د همبستګۍ ګوند د خبرتیا پاڼه لاس په لاس کړه خو د شیطانانو او غوړه مالانو دې مخ تور شي. یوکس هم ویل چې دا هسې سوداګري ده. ما وویل که د خپل ولس او ځمکنۍ بشپړتیا په ملاتړ د پردیو برید کونکو پر خلاف غږ پورته کول سوداګري وي، زه هم په دغه سوداګرۍ کې ګډون کوم.

هغه وو چې سبا ورځ د خبرتیا پر بنسټ د چپرهار هډې ته چې د لاریون د پیل ځای ټاکلی شوی ؤ ورغلم. و مې لیدل چې لاریون ځای کې افغانستان د همبستګۍ ګوند پلویان پیغلې او ځوانان په سمه توګه په قطارونو کې په ډیر غرور د خپلو ټپي او شهیدو هیوادوالو انځورونه او د پاکستان، امریکا، ایران، خلق او پرچم، جهادي او طالبي او د کابل د خوسا او ککړ امریکاي-جهادي دولت ضد شعارونه چې د هر اصیل افغان بچي لپاره د اسرافیل شپیلۍ او د هر حرامي او جاسوس لپاره د ټونس، مصر، یمن، سوریه او لیبیا د ولسونو د آزادۍ د نغارې غږ دی. په دغه شعارونو او انځورونو کې د نورستان، کونړ، او د ننګرهار د هغو سلګونو تنو خلکو وینې توییدلو د غچ اخیستلو غوښتنه کولهچې د پاکستان د ترهګر او لاس پوڅي دولت په برید کېورته مرګ ژوبله اوښتې وه.

هغه څه چې په دې لاریون کې ډیر تر سترګو کیده د ملي یووالي روحیه وهاوداځکه چې په لاریون کې د افغانستان دګڼو ملیتونو خلکو ونډه اخیستلې وه، د ښځو پراخه ګډون او د دوې تندریز شعارونه وو چې د خپلو ټپی او شهیدانو وروڼو د غچ ژمنه او د بنسټپالۍ، طالبي او د کابل د فاسد دولت څخه یې کلکه کرکه څرګندوله.

په ریښتیا چې نهدروس ګوډاګیانو او نه هم د ایران او پاکستان لاس پوڅو بنسټپالو او طالبانو، هیڅ چاه هم پر بې وسه ولس زړه سواندی و نه کړ، هر یو چې واک ته ورسید د بې شپانه رمې په څیر پردي او خپل یو شان لګیا دي د دې هیواد او وګړو څخه خپله برخه شوکوي. خو د افغانستان د همبستګۍ ګوند د پلویانو په لیدو راته دا هیله پیدا شوه چې په رښتیا ولسونه تاریخ جوړوي ځکه دې لاریون د خپل تاریخي مسؤلیت په لرلو سره ولس ته په ډاګه کړه چې د پاکستان د ترهګر دولت بریدونه د نورو یرغلګرو دولتونو د موخو سره ډډه لګوي او موخې ېې په سیمه کې د تلپاتې شخړې او اخ و ډب رامنځ ته کول دي تر څو، سیمه ناکراره او ولسونه د اور په لمبو کې وسوځوي او د یرغلګر سیاست په وسیله د تل لپاره زموږ هیواد د مادي او معنوي پلوه لوټ اوتالان کړی.

لاریون کونکو ټاکلې وه چې د پاکستان د ترهګر دولت جاسوسي خونې( قونسلګرۍ) پورې هرومرو پر مخ ولاړ شي ولې لاس پوڅي دولت خپل مري توب په ډاګه کړ او امنیتي ځواکونو په خورا سپینسترګۍ د وینا د آزادۍ په پښو لاندې کولو سره لاریون کونکو ته د ومې ویالې د هډې څخه مخکې د تګ اجازه ورنکړه. هماغه و چې د افغانستان د همبستګۍ ګوند غړو؛ ښځو او نارینه و او ورسره د ننګرهار پتمن ولس یو ځای په یوه غږ په ډیرو کلکو شعارونو ورکولو سره د پاکستان ترهګر دولت، پوځ، آی اس آی او کورني مریان او توغندي بریدونه وغندل. په پای کې د ګوند د اعلامیې په لوستلو سره لاریون والو د پاکستان ترورستي دولت پر وړاندې خپله کرکه د اعلامیې په سختو ټکو کې څرګنده او لاریون د ګډون والو نه په مننې سره پای ته ورسیده.

د یادونې وړ خبره خو داده چې د لاریون وروسته زیات شمیر دوستانو لکه محب الله زمری د ننګرهار، حنیف بابري د کابل، زلمی فقیري د ننګرهار او تشریف د کابل څخه هر یوه راته وویل چې واقعا په دې ګوند کې د هیواد سپیڅلي بچیان غړیتوب لري او د وطن دوستان او دښمنان ېې په سمه توګه پیژندلي دي. ځکه دا یواځینی ګوند دی چې د دغه دوه مخي دولت پر ضد ېې لاریون وکړ او دا د ټولو افغانانو ویاړؤ چې دوې وکولای شو په دې لاریون سره د افغانانو پوزه پر ځای کړي. موږ باید د دغسې غورځنګ څخه ملاتړ وکړو. د دغه ګوند د پیغلو او ځوانانو څخه ننګ، غیرت، میړانه او هیواد ساتنه زده کړو. کاشکې موږ هم په دې لاریون کې ګډون درلودی، د ملت پر وړاندې به مو یو څه بار کم شوی وی.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 136 میلمانه آنلاین لرو