امریکایي یرغلګرو د خوګیاڼیو په ولسوالۍ کې پنځه تنه ووژل

د امریکایی یرغلګرو په وسیله وژل شوی کسان
د واده په مراسمو کی امریکایی یرغلګرو ناظر، محمد الله، مانو او جنت ګل ووژل.

د ۱۳۹۱ کال د لیندۍ میاشت په ۱۶ نیټه د جمعې ورځې په پنځو بجو د خوګیاڼیو ولسوالۍ په ترمي کلي کې د امریکایي څارګرې تیارې د سورلو پر یو موټر بم ورواچو، چې له امله یې یو تن شهید او د موټر نورې ټولې سپرلۍ ټپي شوې. د دې زړه بوږونکې پيښې ترڅنګ چې ټپیان په وینو کې لت پت د سړک پر سر پراته وو او دغه مهال سیمه ییزو خلکو هڅه کوله چې ټپیان روغتون ته ورسوي، ناڅاپي د خلکو غږ شو، چې دلته امریکایان د واده په کور ننوتي او یو شمیر خلک یې وژلي دي.

نیږدې ماښام و، چې امریکایان د واده کور ته ورننه وتل او د واده د کورنۍ پر غړو یې ډزې وکړې، چې له امله یې څلور تنه (ناظر، محمد الله، ماڼو او جنت ګل) شهیدان شول.

خلک لا په ژړا او ویره کې وو، چې آواز شو، هغه دی امریکایانو زما پلار، زما ورو او زما تره یې له ځان سره ویوړل، خلک چې د ویرې امله ورنیږدې کیدلی نه شو، خو نارې یې وهلې چې دا خلک چیرته وړئ؟ دوی څه ګناه کړې؟ دوی خوشې کړئ؟ خو څه ګټه یې ونه درلوده.

سره له دې چې د واده خوشحالي یې ورته په ویر بدله کړه، له کور څخه یې ورته درې تنه (زاهد، حلیم او نواب) چې په دوی کې زوم (د ناوې میړه) هم ګډون لري، ژوندي له ځان سره ویوړل، خو تراوسه یې څه پته نه لګیږي، چې مړه به وي او که ژوندي.

له کله چې امریکایي یرغلګر افغانستان ته راغلي، دغه ډول زړه بوږونکې پيښې د تل لپاره تکراریږي او تل زموږ بې وزله او دردیدونکي ملت ته سپکاوی کیږي، لکه ویلو شو، چې د ۲۰۱۲ زیږدیز کال د جنوري په میاشت کې د «يوټیوب» په څېر ویبپاڼو کې یوه ویډیو خپره شوه، چې څلور امریکایي سرتیري په کې د څلور افغانانو پر مړو د متیازو کولو په حال کې ښودل کېدل. له دې درې اوونۍ وروسته امریکایي نظامي «رابرټ بېلز» په یوه خپلسرې برید کې اوولس افغان ملکي وګړي ووژل چې اکثریت یې ماشومان وو. د اپریل پر اتلسمه، «لاس انجلس ټایمز» ورځپاڼې داسې عکسونه خپاره کړل چې په کې امریکايي عسکر پر افغان مړو لوبې کوي او خاندي، خو د دې کړنو پروړاندې د کرزي فاسد دولت زموږ بې وزله او دردیدونکی ملت د تل لپاره په تګۍ غولولی دی. کله نا کله کرزی د دې لپاره چې د خلکو باور تر ځانه کړي، بې ځایه او هغه خبرې چې د دې د خولې له لارې هیڅ کله ځای نه شي نیولی، پریمانه له خپلې خولې راوباسي، لکه موږ خپلواک یو؛ څو چې د شپې عملیات او د افغانانو د کورونو پلټنې ونه درول شي، له امریکا سره به د ستراتیژیکو همکاریو سند لاسلیک نه شي؛ موږ تل خپلې ګټې په پام کې نیسو. داسې بریښي چې کرزی په خپله هم دا تحلیل نه شي کولای، چې په خپله د چا پرمټ دې خاورې ته راغلی، آیا پر یو هیواد د آمپریالستي دولت (چې د خپلو موخو ته د رسیدنې لپاره اصول یې ویجاړتوب، وژنه، بې وزلي، زبیښاک...وي) برید او اشغال، خپلواکي بلل کیږي؟ آیا خپلواکي داسې وي، چې خوله یې خپله او خبرې یې د بادار وي؟ آیا خپلواکي داسې وي، چې په فساد کې لومړی مقام خپل کړي؟ دا هغه څه دي، چې تفصیل ته اړتیا نه لري او زموږ بې وزله ملت پرې هم پوهیږي، خو بدمرغي دا ده، چې زموږ د ملت ترمنځ یې داسې ناروغي لکه ژبنیز، مذهبي او قومي توپیر، بې وزلي، ناپوهي، د ناوړو فرهنګونو ساتل او نور یې رامنځته کړي، چې دې توپیرونو د منځه وړلو لپاره باید په جدي توګه مبارزه وشي، څو وکولای شو د دوی د ناوړو موخو پروړاندې مبارزه وکړو.

د امریکا د اوسنیو ظلمونو یو بل اساسي سبب د افغانانو انسان نه ګڼل دي. افغانانو ته د ناوړه نژاد په سترګه کتل کیږي. دا یو تصادف هم نه دی. په تاریخي ډول، «دښمنان» د تل لپاره ناانسانان ګڼل شوي. د ویتنام په جګړه کې، ویتنامیان «چارلیاني» یا هم «احمقان» بلل کیدل. په دویمه نړیواله جګړه کې، جاپانیان "جپس" بلل کیدل او د فرعي انسان په سترګه ورته کتل کېدل. د ناانسانه فکر کولو دغه نظریه نه تر متحده ایالتونو او نه هم تر معاصر تاریخه محدوده ده. تر هغو چې نژاد پرستي د نړۍ په ټولنو کې رایجه وي دغه ظلمونه به نه یوازې محتمل نه وي، بلکې مخنیوی به یې هم ناممکن وي.

د افغانستان جګړه د ۲۰۰۰ کال د سپټمبر له یوولسمې وروسته د القاعده د ترهګرۍ د له منځه وړلو په شعار پیل شوه. لس کاله وروسته، دا ښکاره ده چې د جګړې د دوام تر شا د امریکا رښتینی هدف له انرژۍ او طبیعي زیرمو یوې شتمنې سیمې او ستراتیژیک موقعیت ته د متحده ایالتونو د امپراتورۍ غځول دي. د امریکا متحده ایالتونه په دې تمه دي چې افغانستان به تر هغو نه پرېږدي، څو د باور وړ یو امریکایي پلوه حکومت، پولیس او اردو په افغانستان کې جوړه نه کړي. چې تراوسه په دې موخه کې پوره ناکامه شوي دي.

د امریکا لاسپوڅی حامد کرزی او د هغه مرکزي حکومت خورا فاسد دی چې د ګڼو ظالمو جنګسالارانو او د مخدره توکو قاچاقبرو په واسطه پلوي کیږي. دا هغه خلک دي چې پرون د جهاد، خلق او پرچم او د طالبانو په نومونو جنګیدل او خپلو ګوندونو نومونو ته به یې اسلامي مختاړي (پیشوند) ورکول، څو د دې له لارې زموږ بې وزله اولس وغولوي او د هغوی له جذباتو او باورونو د خپلو موخو ترلاسه کولو لپاره ترې ګټه پورته کړه، یعنی د دغو ډلو ټپولو د ناوړو موخو ښکار وګرځیدل، خو نن یو ځل بیا زموږ ملت د دغو ډلو ټپلو ښکار ګرځیدلی دی.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 253 میلمانه آنلاین لرو