طالبانو د یوی کورنی شپږ تنه پخپلو وینو ولمبول

جمیع الله د طالبانو لخواه وژل شوی کس

ساو کلی چې د کنړ ولایت د ناړی ولسوالی جنوب لور ته په پنځه کیلومټری کې پروت دی ډیری وګړی یی په کرکیلی او مالداری بوخت دي، ددی کلی خلک زیاتره وخت د دولت او طالبانو تر منځ د جګړی ښکار شوي ولی دا ځل دا جنایت له نورو په پرتله ډیر دردونکې دي دا ځکه چې د یوی کورنۍ شپږ غړې چې یو تن متعلم او یو تن محصل هم په کې شامل دی په مرمیو غلبیل شول.

دا پیښه د لعل محمد چې په (کوسه لعل) شهرت لری سره دخپلو زامنو چې د وسلوالو طالبانو مهمه برخه جوړوي او بل لور ته د بزګر عین الله کورنۍ ده، سیمی د وګړو په وینا «دا یوه غریبه، آرامه او بی لوری کورنۍ وه چې خپلې ورځنې چاری به یی په کرکیلې تیرولې مګر څو واری د کوسه لعل په مشری د طالبانو لخوا ګواښل شوي و چې د طالبانو سره یو ځای شي او که نه نو خپل جایداد دی کوسه لعل (طالبانو) ته پریږدی، مګر عین الله د کورنۍ لخوا د طالبانو دغه غوښتنه ونه منل شوه».

په پایله کې د ١٣٩١ کال د لیندی د میاشتی په اتمه، (٢٨ نوامبر ٢٠١٢) کله چې د بزګرعین الله د کورنۍ غړي د خپلی کروندې څخه د کور په لور په سراچه ډوله موټر کې سپاره و د طالبانو لخوا ودرول کیږی او په بی رحمانه توګه چرماریکیږی په دی پیښه کې شپږ واړه کسانو ته مرګ ژوبله اوړی چې ددغې ډلې نه یواځې عبدالله د غلام غوث زوی او عرفان الله د غلام حبیب زوی ټپیان او څلور نور هر یو:

١- غلام رسول د بزګرعین الله زوی
٢- غلام حبیب د بزګرعین الله زوی
٣- جمیع الله د غلام رسول زوی د شپږم ټولګې زده کوونکې چې پلار یی هم ددی پیښې قربانی و
٤- عزت الله د غلام غوث زوی د کنړ د دارالمعلمین د دویم کال محصل
د جنایتکاره طالبانو لخوا ووژل شول.

د طالبانو په وسیله وژل شوی کسان

ددی مظلومه خلکو یواځینی ګناه دا وه چې د طالبانو سره د همکاری څخه یې ډډه کړې وه او ځانته یې بې طرفه ژوند غوره کړي و مګر د ژوند کولو حق تری ځناوره، جنایتکاره، انسان وژونکو طالبانو واخیست او د نوموړو مقتولینو کورنۍ یې د ویر په ټغر کینولې.

هیره دی نه وي چې دا ړومبې ځل نه دی چې بې ګناه خلک ترور کیږی ددی نه مخکې د ازیرګل په کلې که د امریکایی ځواکونو هوایی ببمار کې ښځو او ماشومان ته مرګ ژوبله اوښتی وه، د روان کال په دوبی کې د یاد کلی دوه نفر سپینږیری هر یو هدایت الله معلم او حاجی اکبرخان د طالبانو لخوا د جرګی په پلمه ساوخوړته دعوت کړل او بیا یی ووژل.

دا ډول پیښی اکثرا په رسنیو کی انعکاس نه مومی او د افغانستان دولت هم دغه جنایتکاران چی لاسونه یی د بیګناه خلکو په وینو ککړ دی په پاریس کی راټول کړی ترسو ددغو وحشی ځناورو په وسیله سوله راولی!

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 153 میلمانه آنلاین لرو