دامريکا او حامد کرزى مغاذله پرعام وژنه ده؟
- کټګوري : گزارشونه
- لیکونکی: همبستګۍ ګوند
- نیټه: شنبه, 06 وری 1390
د۱۳۸۹ لمریز هجری کال دسلواغې لسمه نیټه دسه شنبې ورځ دکونړ ولايت د ماڼوګى ولسوالۍ د ننګلام په سيمه کى په اصطلاح د يو نا معلوم ځاىڅخه د امريکايانو په پوځي قرارګاه مزايلي بريدوشو .
امریکایان پرته له دى چې کومه سيمه مشخص کړى د انتقام اوغچ په خاطر نوموړې سيمه په عمومی توګه بمباری کوى .
اودغه لاندى تنکى اوبى ګناه ماشومان په داسى حال کې وژنی چې د ورځنې ژوند د اړتياوو پوره کولوپه موخه دژمې په سړه هواکې د سون لرګولپاره غره ته پورته شوى واو بياستي يې ترملاتا وکړى وې:
شميره | نوم | دپلارنوم | ټولګې |
١ | جاويد | ولې محمد | پنځم |
٢ | ضياالرحمن | مصباح الدين | څلورم |
٣ | ساجد | رحمن الله | څلورم |
٤ | عرفان الله | صفې الله | پنځم |
٥ | احسان الله | سبحان الله | څلورم |
٦ | جواد | سبحان الله | څلورم |
٧ | خالد | احمدجان | پنځم |
٨ | واحدالله | بسم الله | لسم |
٩ | عابد | بسم الله | دويم |
١٠ | فريدالله | حاجې عبدالحکيم | پنځم |