بدخشانیان د خپل ژوند لګښت څرنګه پوره کوی؟

بدخشانیان د خپل ژوند لګښت څرنګه پوره کوی؟

د بدخشان ولایت د ۲۷ اداری واحدونو درلودونکې دی یوه ولسوالۍ لومړئ درجه، ۱۵ ولسوالۍ دویمه درجه او ۱۱ ولسوالۍ دریمه درجه دي چې په ټولیزه توګه ۱۵۴۵ کلې لری د تاجکستان، چین او پاکستان سر ګډه پوله لری. د دولتی شمیرو پر بنسټ د دغه ولایت د وګړو شمیر ۱۲۵۲۹۶۳ دي.

بدخشان د افغانستان د غریبو ولایتونو له ټولګې څخه خو لوی او له وګړو ډک دي چې د هغې د مرکز واټن له کابل څخه ۶۰۰ کیلومتره دي. لری ولسوالیو ته د رسیدلو لپاره، باید د څو ورځو لپاره په ډیرو ستونزمنو نښلونکو لارو مزل وشی.

د غرنې‏توب په لامل، د بدخشان زراعتی ځمکې ډیرې لږی دي. د هغې اوبه لرونکې ځمکې ۶۶۰۰۰ هکتاره، للمی ځمکې یي ۱۹۶۰۰۰ هکتاره، څړځاېونه ۱۲۸۰۰۰ هکتاره، ځنګلونه ۶۰۰۰۰ هکتاره، د پسته ځنګلونه ۱۵۰۰۰ هکتاره او د هغې د باغونو سیمه ۵۰۰۰ هکتاره ده.

د تیرو کلونو په لړی کې د بدخشان بدامنیو په پایله کې اردو او پولیسو درانده زیانونه لیدلی دي. د دغه ولایت د ځینو بی‏ثباتیو لامل د مخدر توکو او کانونو قاچاق دي.د تیرو کلونو په لړی کې د بدخشان بدامنیو په پایله کې اردو او پولیسو درانده زیانونه لیدلی دي. د دغه ولایت د ځینو بی‏ثباتیو لامل د مخدر توکو او کانونو قاچاق دي.

په تیرو وختونو کې ځینو ځوانانو خپل ژوند د لاجورد، سروزرو کانونو، باروړلو او د بدخشان لری پرتو سیمو ته خوراکې توکو لیږدول او همدارنګه د جمعیت اسلامی بانډ په جنګې جبهاتو کې په کار کول پر مخ وړلو.

بدخشان داسې ولایت دي چې د هغې کورني عواید او حاصلات د خپلو اوسیدونکو اړتیاو ته هیڅکله بسنه نه کوي او په همدغه لامل خپل ځاي پریښودل او د بدخشان څخه بهرنیو سیمو ته سفر د دغه خلکو په ژوند کې پخوانې تاریخ لری.

د بدخشان څخه ځنې خلک نورو ولایتونو ته ګډوال شوي او ځينې سیمی یی د بدخشانیانو سیمی په نوم جوړی کړی دي. د بیلګې په توګه په کندز کې یوه سیمه د دروازیو سرک په نوم شته چې زرګونه کورنۍ په هغې کې میشتې دي. په همدغه ډول د تخار او کابل په ګڼو ولسوالیو او سیمو کی همدا چې بدخشانیانو ته د کار او اوسیدلو لومړنی اړین توکې چمتو شوی دي هغه سیمی یی خپل ځان لپاره ځانګړی کړی دي او هغه ځاي یی خپل کلی په شان جوړکړی دی.

د بدخشان دری ولسوالې (کوهستان، یاوان، راغستان) چې د راغیانو په نوم مشهوری دی ۴۰ زره مولویان لری. دغه شمیر کی نیمه‎مولویان او هغه کسان چې د قرآن د حفظ لپاره هغه ځاي ته تللي دي نه شامیلیږی. دوی چې ډیری یی په ښونځیو او اداراتو کې جذب شوی دي د مذهبی ارتجاعی جریاناتو لپاره ډیر مناسب خواړ شمیرل کیږی.

په تیرو وختو کې د غریبو کورنیو ډیرو ځونانو د خپلې کورنۍ بد اقتصادی وضعیت په لیدلو خپل راتلونکې یی په ګواښ کې لیده او د ژغورلو لاره یی په ایران او پاکستان او یا د بدخشان څخه بهر او یا هم د پاکستان په مذهبی مدرسو کې شمولیت پرته چې اوه اته کاله یی هغوی لپاره ډوډۍ او اوبه ورکولی او په پای کې هم له هغوی څخه مذهبی مشران جوړول په بل ځاي کې نه لیدله. د بیلګې په توګه د بدخشان دری ولسوالې (کوهستان، یاوان، راغستان) چې د راغیانو په نوم مشهوری دی ۴۰ زره مولویان لری. دغه شمیر کی نیمه‎مولویان او هغه کسان چې د قرآن د حفظ لپاره هغه ځاي ته تللي دي نه شامیلیږی. دوی چې ډیری یی په ښونځیو او اداراتو کې جذب شوی دي د مذهبی ارتجاعی جریاناتو لپاره ډیر مناسب خواړ شمیرل کیږی.

۱۳۹۳ کال د غویی په ۱۸: د همبستګې ګوند ګرځنده صحی ټیم د بدخشان په لری پرتې سیمه کې د ناروغانو د درملني په حال کې.۱۳۹۳ کال د غویی په ۱۸: د همبستګې ګوند ګرځنده صحی ټیم د بدخشان په لری پرتې سیمه کې د ناروغانو د درملني په حال کې.

پرون او نن د کلی د هری ټیټی طبقاتی څخه چی د کلیو ډیری ۹۵٪ وګړی جوړوی یو کس په ایران کې دي او د خپل روزګار د لګښت مهمه برخه یی د خپل کاری ځوک په پلورلو د ورځنې مزد په بڼه لاس ته راوړی. ایران ته تګ نسبت پاکستان ته د ډیر ځوانانو لپاره زړه‎راښکونکی وو.

د کرزی له حکومت څخه وروسته وضعیت بدلون وکړ. د ټولنې متوسط قشر او اوچت قشر ډیر ځوانان په دولتی اداراتو او اینجیوګانو یا په اداراتو کې د ماموریت د کار کولو په نیت ښوونځې او پوهنتون ته روان شول او روانیږی. نن ورځ د پوهنتونو څخه د فارغانو ګراف ډیر اوچت دي. دغه د دولتی او غیر دولتی اداراتو د دندو بستونو اعلان په ښه توګه لیدلی شو. د امتحان اخیستلو په وخت کې، متقاضیانو شمیره څو زره تنو ته رسیږی. د ۱۳ زره تنو په شاوخوا له معارف څخه د ښوونکې او مامور په ډول معاش اخلې او په بدخشان کې د دولتی اداراتو کارکونکې په ټولیزه توګه له ۲۵ زرو څخه تجاوز نه کوي.

د ځوانانو او ښځو په منځ کې روګدي‏توب په بدخشان کې د ټولنې سختو ستونزو څخه ګڼل کیږی.د ځوانانو او ښځو په منځ کې روګدي‏توب په بدخشان کې د ټولنې سختو ستونزو څخه ګڼل کیږی.

د تیری یوی نیمی لسیزی په لړ کې د مخدر توکو تولید دود شوی او یو شمیر ځوانان د هغی په کښت، قاچاق او تجارت بوخت دی. له هغه ځايه څخه چې د بدخشان ولایت له تاجکستان سره ګډه پوله لری او کړکیچنو شرایطو د مخدره توکو کښت او قاچاق لپاره زمینه چمتو کړی ده. د کوکنارو کښت او د تاجکستان پولو ته د تریاکو قاچاق د یو شمیر ځوانانو مخ د دغه خطرناکه پدیدې په لور راړولی دي چې په اوسنیو شرایطو کې وضعیت بدلون کړی او دغې مسئلې خپل ځانه ته پټه بڼه غوره کړی او دهغې تجارت د ټیټو څخه د اوچتو په لاسونو کی ولیدلی دی چې په دغه کار کې د بوختو کسانو شمیر اټکل نشو کولای. طبعا د مخدره توکو تولید د پراختیا سره سم، د ځوانانو او حتی د ښځو روګدی‏توب په جدي ټولنیزی ستونزې باندی بدله شوی ده.

په دغه وروستی کې د تحصیل‏کړي او کارګرو ځوانانو په منځ کې ترکیه ته تلل ډیروالي موندلی دي ځکه چې د ایران پرتله ډیر عاید لری. هغه ځوانانو لپاره چې د کار او کسب خاوندان وی دهغوی تجربې او کاری حرفه‎ی د خرڅولو زمینه د افغانستان څخه په لوړه بیه په ترکیه کې چمتو ده. د مثال په توګه نجاری، خیاطی، شپنکې توب، غالۍ اوبدل، فلزکاری او ...

د ټیټی طبقې یوه برخه ځوانان چې د ښوونځې او پوهنتون پر مخ وړلو پیسی نه لری اردو او پولیسو ته جذب شوی. د معلوماتو پر بنسټ د افغانستان د اوردو په لیکو کې، ۷۰ زره تنه له بدخشان څخه دي چې له بده‎مرغه هر ورځ مري او د هغوی کورنېو ته جسدونو لیږدولو ستونزو څو ځله رسنیو ته درز وکړ.

بیکاری او بی‏وزله توب د دی لامل شوی چې طالبان یو برخه ځوانان جذب کړی او هغوی د دولت سره د جګړې ډګر ته ورګډ کړی. د دی په خوا کې یو شمیر ځوانان په دغه ولایت کې د کانونو لوټ‏کونکو بانډونو ښکار ګرځیدلي دی.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 119 میلمانه آنلاین لرو