د اچین په ولسوالې کې د امریکا جنګی جنایات

د اچین په ولسوالې کې د امریکا جنګی جنایات

د ۱۳۹۵ کال د تلې په ۷ نیټه (۱۰۱۶ د سپتامبر په ۲۸) د ننګرهار ولایت اچین ولسوالې د شدل کلی خلک د حاجی احمد شاه څخه چې د حج له مراسمو څخه راستنیدو د هرکلی لپاره راټول شوی وو. خلک د دیګ په پخولو او او میلمنو ته د ډوډۍ په چمتو کولو بوخت وو چې دوه جیټ اولوتکې او یو امریکایی بي پیلوټه الوتکې په بمبار باندی پیل کوی چې په پایله کې یی ۱۴ تنه وژل کیږی او ۱۶ نور ټپیان کیږی. د افغانستان ډیری رسانی په معمول ډول د امریکا دغه جنایت په وړاندی سترګې پټوی او ډیر لږ رسنۍ هغه خپروی.

د اچین په ولسوالې کې د امریکا جنګی جنایات بلال، هغه ماشوم چی د کورنۍ ۵ غړي یی په دې پیښه کی ووژل شول او هغه خپله ټپی شو.

«د افغانستان همبستګې ګوند» استازی د ټپانو پوښتي لپاره د ننګرهار صحت عامی روغتون ته تللی وو. په دغه لیدنه کې د کلی مشرانو حاجی احمدشاه او ملک عبدالحکیم د دغی پیښی په اړه داسی وویل:

«قیامت وو. داسی می احساس کاوه چي قیامت پیل شوی، هری خواته مړی او ټپيان پراته وو. نه پوهیږم چی د څه بمب وو خو په یوځلی یی ټول وسوزول. له یوې کورنۍ څخه ۵تنه د کورنۍ د پلار په ګډون، دو ځامن او او دو وریرونه ووژل شول. تر اوسه مونږ ته د وژل شوو کره شمیر معلوم ندی چی ۱۴ تنه وژل شوی او یا ډیر ځکه مړی نه معلومیدل. مونږ غوښی په څادرونو کې راغونډی کړی.»

د اچین په ولسوالې کې د امریکا جنګی جنایات

ملک عبدالحکیم ادامه ورکړه:

«دوی پر مونږ تور لګوی چې مونږ داعش یو. مونږ خپله د داعش قربانیان یو. ژوند پر مونږ حرام شوی دی. خپلو ځمکو ته نشو تللی، خپل حاصلات راټولولی نه شو او دخپل کلې څخه ښار ته تللی نه شو ځکه چې پولیس او اردو مونږ په لاره کې زوروی. مونږ له داعش څخه کرکه لرو. خپله دولت له داعش څخه ملاتړ کوی. په خوګیاڼو کې د شپي له خوا دولتی چورلکی داعش ځاي په ځای کوی او هغوی ته خواړه او وسله ورکوی خو په وړاندی یی مونږ وژل کیږو.»

د دغې پیښی ټپيانو او د کورنې غړیو وویل داځلی هغوي آرامه نه کښینی ځکه دا څوم ځل دی چې امریکا مونږ د مخالفینو په نوم وژنې او وروسته په یوې بخښني غوښتی سره ټول شیان حل شوی فکر کوی.

زاهدالله

د ټپیانو په منځ کی یو تن زاهدالله وو چی د تلاشی په څلور لاره کې یې د موبایل کارتونه خرڅول. هغه وایي:

«په ورځ کی د ۱۰۰ افغانیو څخه تر ۱۵۰ افغانیو پوری پیدا کوم. په دغه ورځ کې د کلې ټول خلک راټول شوی وو ځکه چې حاجی راغلی وو او ډوډۍ یی ورکوله زه هم لاړم. خو یو ځل د الوتکې غږ خپور شو او وروسته می ډیر ویریدونکې غږ واوریده. خلک هری خواته پراته وو او وروسته پوه نه شوم چې څه شوی دی. سترګې چې می وغړولې په روغتون کې وم.»

دا لومړی ځل نه دی چې بی وزله او غریب خلک د ځناورو امریکایی ځواکونو قرباني کیږی. څه موده وړاندی د بی پیلوټه الوتکو کارکونکو په دغه برخه کې یی د امریکا له جنایاتو څخه پرده پورته کړی وو او وویل چې ددغه څانګې ډیرئ کارکونکی پرته له دی چی هدف په نښه کړی، هغه بمبار کوی چې د هغې ډیرئ قربانیان غیر نظامیان دی. د ع او غ لاسپوڅي دولت امریکایی عساکرو ته د قضایی خوندیتوب په ورکول هغوی په افغانستان کې د قانونی چال‎چلند څخه معاف کړی دي.

د اچین په ولسوالې کې د امریکا جنګی جنایات
د اچین په ولسوالې کې د امریکا جنګی جنایات
د اچین په ولسوالې کې د امریکا جنګی جنایات
د اچین په ولسوالې کې د امریکا جنګی جنایات
د اچین په ولسوالې کې د امریکا جنګی جنایات

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 165 میلمانه آنلاین لرو