ښاغلی خلیلزاده، خلک او تاریخ تاسی او ستاسی ګلبدین نه بخښی!

د ګلبدین خوسا شوی مړی ته ساه ورکولو په نوی لوبه کی، امریکا او چوپړان یی د خلکو په ناپوهی کی ساتلو سره هڅه کوی چی د سی‎آی‎ای دغه وفادار چوپړ په څیره کی د وینو ټکی د «سولې فریښتې» په جامو کی پټې کړي، او یو ځل بیا یی زموږ په ملت راوتپي. په افغانستان کی امریکایی سلاکارانو او د سپینی ماڼۍ کورني چوپړانو د ټولو پام د «توتاپ» شخړې او د ملا منصور وژلو ته راواړوه تر څو د تیرو څلورو لسیزو یوی وینی څښونکی څیری ته د «ښه راغلاست» لاره هواره کړي. ګلبدین، د امریکا دغه نازولی ځوی چی په تیرو ۱۵ کالونو کی په ظاهري بڼه «مرور» بلل کیده خو عملآ یی د کابینی نیمایی برخه په لاس کی درلودله، کیدای شی چی په نژدی راتلونکی کی د ارګ میلمه شي. خو له وړاندې ټولی هڅی ددی لپاره وی چی په څه چل باندی دغه رټل شوی او بویناک جنایتکار سپین کړی او د ملی ځناورتوب له دو سری حکومت سره یوځای شي. په دغه خاینانه لوبه کی، زلمی خلیلزاد هم پیڅی بډووهلی وې.

د سترو څارګرو سازمانونو جنایتکارانه ونډه

څارګر سازمانونه د دولت د امنیتی نظام جوړښتونو له برخو څخه دی چی د هیواد دننه او بهر، اقتصادی شرکتونه، خلک او هر ډول نور اطلاعات چی د دولت د غوښتنی وړ دی د راټولولو دنده په غاړه لری. په هماغه ډول چی په یو هیواد کی ټول رسمی بنسټونه لکه اقتصادی، فرهنګی، سیاسی او نور د واکمن نظام په چوپړ کی دي، نو له همدې کبله د څارګرو ادارو ماهیت هم ددوی له لوری تعریف کیږی، هرکله چی ددغه ډول سازمانونو ژرړه د خلکو ضد دولت په لاس کی وی، ظلم او زبیښاک زیږوي او د هغوی د کنټرول او ملاتړ نه برخمن کیږی، او هر ډول انسان‎وژنی او ځناورتوب ته لاس اچوی تر څو واکمن نظام وساتل شی.

کیوبا ته د اوباما د سپکاوی ډک سفر څخه زدکړه

کیوبا ته د اوباما تاریخی سفر د رسنیو او ټولنیزو رسنیو کارونکو له لوری د پاسنی انځور په پراخه خپراوی سره، په هغه هیواد کی د امریکا جمهور رییس ته وباله. د یو ګډی خبری ناستی په لړی کی، او باما وغوښتل چی د رائول کاسترو په اوږه لاس کیږدی، ولی هغه په بیړه لاس یی ورله پورته وواهه چی دغه صحنه خبریالانو ثبت او په لږه موده کی نړیواله شوه. او د فیدل کاسترو نه لیدل د اوباما سره ددی سفر د پام وړ بله پایڅوړ وه.

د ننګرهار دینی مدرسې، د ځناورتوب او ځانمرګو روزلو مرکز

د ننګرهار ولایت ۱میلون او ۳۳۴ زره نفوس لری. د دغه ولایت اوسیدونکی د فرهنګ له نظره وروسته ساتل شوی دی بی امنیتی او د بنسټپالی بانډونو واکمنی ددی لامل شوی چی ډیر شمیر کوچنیان او نوی ځوانان له زده کړی او درس څخه لری پاتی شی چی دغه امر د ارتجاعی، بنسټپالی، ښځه باندی زورواکی، فکری کلکوالی او نورو ټولو ټولنیزو ناروغیو ته لاری چاری برابروی او د منځنی پیړیو ډلو چی په پردیو پوری تړلی دی هم فرصت یی غنیمت وګاڼه او کوچنیانو او ځوانانو له منځ څخه یی په تیزی سره سرتیری نیول شروع کړل.

د جنایتکارو ډلو او د طالبانو او داعش په څیر د منځنیو پیړیو عناصرو لپاره، د سرتیرو نیولو وړ ځای دینی مدرسی دی. د ننګرهار په ۲۰ ولسوالیو کی۱۹۵ راجستر شوی او نه راجستر شوی مدرسی شته دی چی په هغی کی په زرګونو کوچنیانو او ځوانانو ماغز پریمنځل کیږی. دولت هم د طالبانو او داعشیانو دغه امن ځایونو سره کار نلری او د پوهنې وزارت د «یو.ایس.اید» او «بیات بنسټ» او د نورو پانګه‎والو ټولنو په مرسته د میلیونونو ډالرو په لګولو، د ښونځیو د پرمختګ پر ځای هر کال په لسګونه نوی مدرسی جوړوي.

«هغوی یواځی نه نڅیږي» مستند، له بچه‎بازۍ څخه د جهادی قومندانو خطرناکه میراث

«هغوی یواځی نه نڅیږی: د جنسی ناوړه‎ګټې لپاره د لږ عمر هلکانو ګمارل افغانی دود»، د «روسیه امروز – RT»‌ ټلویزون نیم ساعته مستند تولید دی چی د تیریو اونیو په لړی کی څو ځلی ددغې شبکې له لوري خپور شو. په دغه مستند کی د بچه‎بازۍ ناوړه دود د افغان جنګسالارانو له خوا انځور شوی دی.

«د نړۍ په سترې ډموکراسۍ» کی د محصلانو بندی‎کول او ربړول

د هند زورواکی دولت چی په خوابدیتوب سره په لویدیځو رسنیو کی «د نړۍ سترې ډموکراسۍ» په نامه یادیږي، له ډیرو کلونو راهیسی د دی خاوری د میلیونو انسانانو وینی او خولی یی څښکلی دي. په بی عدالتی او بی‎وزلۍ کی ډوب دغه هیواد کی که هر کس او یا ډلی په کره توګه دولت او دهغه فاسده او د خلکو ضد بڼه د نیوکی لاندی ونسی د «ترهګر» او د «ملی ضد عنصر» تر نوم لاندی بندي کیږي، ربړول کیږی او آن تردی چی په ډیرو چارو کی په مرګ محکوم کیږی.

پاکستان، اتمی ترهګر‎روزونکی ځواک چی خلک یی د خوړلو ډوډی نه لری

پاکستان په اداری فساد بی امنی او ساسی کړکیچ کی د ډوبیدو برسیره، د لوی اقتصادی ناورین سره لاس او ګریوان دی او خلک یی په ځانګړی توګه لری پرتو ایالتونو خلک یی سخت روزګار په مخ وړی. د څو کالو وروستی ناورینونو او طبیعی پیښو ددغه هیواد بیوزله او زیارکښه خلک د بی رحمه ځناور په ټوګه بدمرغۍ ته راکاږی. سیلابونه، زلزلی او په ځانګړی توګه لوږه او وچکالی هر کال په دغه هیواد کی په سلګونه زره انسانان د مرګ له ګواښ سره مخ کړی دی چی ډیرۍ قربانیان یی ښځی او ماشومان دی.

د څښاک د اوبو ناورین په هغه کی چی پر نړۍ د واکمنۍ تکل لری

د فلنت ښار د څښاک اوبو د نه پرتله کیدونکی ناورین سره مخ دی ځکه چی د اوبو نلونه دککړو سرچینو څخه چی په زهری موادو ککړ دی راغزول شوی دی او د اوبو شبکو خوسا کیدل د دی لامل شوی، چی تر اوسه لس تنو خپل ژوند دلاسه ورکړی دی او د ډیر شمیر ماشومانو په وینه کی د سرب د مقدار ډیریدلو له امله په روغتونونو کی بستر دی. ویل کیږی چی د نه زره په شاوخوا کی کوچنیان له ناروغۍ سره مخ دی او بیړنۍ روغتیایی خدمتونو ته اړ دی تر څو د زړه ناروغۍ په اخته کیدلو، سرطان او په ځانګړی ډول د مغزو د ناقصی ودی څخه مخ نیوی وشی.

د افغانستان د اردو پرمختللې الوتکې څه شوې؟

د امریکا دولت څلور جنګی سوپرتوکانوی A-29 برازیلی ډوله الوتکی یی افغانستان ته خیرات ورکړی چی د هیواد دفاع وزارت هره ورځ په ټلویزونی اعلانونه خپرولو سره په دغی اړوند غوبل په لاره اچولی وه! د امریکا دولت په ۲۰۱۱ کال کی د ۴۲۷ میلیونه ډالرو په ارزښت یو هوکړه‎لیک لاسلیک کړی و چی د هغې په ترڅ کی یی ۲۰ الوتکو پیرل او افغانستان د هغو تسلیمولو ژمنه کړی وه خو څرګنده نه ده چی دغه روپی «وړیا مرسته» دی او یا زمونږ د ملت د پور په پیټی باندی ډیری شویده. ددغو الوتکو سپارلو د ځنډ یو لامل د دوو افغان پیلوټانو تیښیه چی د امریکا په خاوره کی د دغی جنګی الوتکو زده کړی لپاره د تربیت لاندی نیول شوی وه.

د ۶۲ لویو پانګوالانو شتمنۍ د نړۍ د درې‎نیم میلیونو خلکو انډول ده

د «آکسفام» انګریزي موسسې د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ په نولسمه ګواښ ورکړی وو چی اقتصادی ناانډولتوب په تیزی سره مخ په ډیریدو دی او ټولنی یو په سلو کی خلک، ۴۸په سلو کی د نړۍ شتمنۍ کنټرول وی چی تر ۲۰۱۶ کاله پوری کیدای شی ۵۰ په سلو کی ډیرښت ومومی. هغه څه چی مخکی یی وړاند وینه شوی وه ډیر ژر پیښه شوه. د دغی موسیسې د نوی رپوټ په بنسټ چی د ۲۰۱۶ کال د جنوری په اتلسمه «اقتصاد د یو په سلو په چوپړ کی» د سرلیک لاندی خپور شو، همدا اوس یو په سلو کی د نړۍ پانګوالان، ۵۰ په سلو کی په پنجو کی لری.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 372 میلمانه آنلاین لرو