تی پارتی

د امریکا د چای غورځنګ (Tea Party Movement)، د ۲۰۰۹ کال په پیل کې هغه مهال د جمهوریت ګوند پلویانو، محافظه کارو او لیبرالیستانو د نارضایته غړو لخوا رامنځته شو، کله چې ځواک د ډیموکرات ګوند پلوه بارک اوباما ترلاسه کړو، په دې کې راټول شوي ډیری سپین پوستکې لوی پانګوال او د جنګ د ماشین څرخونکې داړه ماران دي. په حقیقت کې دا یو ټولنیز او ولسیز خوځښت نه دی، بلکې د شخصي ګټو او ځواک د تامین لپاره یوه غولونکې دسیسه ده.

د چای غورځنګ یو ارتجاعي او فاشیستي غورځنګ دی، چې د اوسني اقتصادي کړکیچ په بهیر کې رامنځته شوی دی او کیدای شي، چې په ټولنه کې ارتجاعي ځواک ته وده ورکړي. د دې جنبش خطر په دې کې دی، چې د خلکو رښتینو اندیښنو څخه غلطه ګټه پورته کوي او هغوی توکمیز، نژادي، او بهرنیو ضد احساساتو باندې سمبالوي. کله چې خلک بې روزګاره شي او خپل کورونه او ژوند دلاسه ورکړي، نو ډیر زر په دې څیر شعارونو غولیږي او باور ورباندې کوي.

متحد خلک به هیڅکله ماته ونه خوري
وطن یو موټی کیږي، له شماله تر جنوبه راپاڅیږي
پاڅیږه او سرود ووایه، موږ بریالي کیږو
د پیوستون جنډې په څپیدو دي

متحد خلک

آزادي غوښتونکي سرودونه، د خلکو اعتراضي غورځنګونه د بی عدالتۍ او ستم پر وړاندې مبارزې ته پیاوړي کوي او هڅويي، چې د دغه سرودونو څخه یو «متحد خلک به هیڅکله ماته ونه خوري» (El pueblo unido jamás será vencido) هغه سرود دی چې د څلورو لسیزو په تیریدو سره بیا هم د آزادۍ او په وطن میینو مبارزینو په زړه کې ځانګړی ځای لري او د سیاسي مقاومت بڼه یې ځانته غوره کړې ده.

دا سرود د ړومبني ځل لپاره یو شیلیایي شاعر او سندرې جوړونکي «سرجیو اورتګا» (Sergio Ortega) لخوا په ۱۹۷۳ کال کې د سالوادور آلنده ډموکراتیکې واکمنۍ پر مهال د واټیز شعر څخه د الهام په اخیستلو جوړ شو. اورتګا؛ دا سندره د دوو ورځو په اوږدو کې جوړه کړه او د اول ځل لپاره د کیلاپایون ډلې؛ د نامتو سندرې جوړونکي او ترانه ویونکي ویکتور خارا په ملګرتیا په یو ستر کنسرت کې اجرا کړه.

نسرین ستوده

د ایران اسلامې جمهوریت چې په سر کې یې انسان وژونکې آخندي افراطيان ځای لري په سیمه کې یو وتلې فاشیست، جنایتکاره، بنسټپاله او ښځو ضد رژیم دی او هڅه کوي چې خپلو آخندي او بنسټپاله اندونوته پراختیا ورکړي، او د نورو مترقې غورځنګونو لکه آزادي غوښتونکو، بشري حقونو او د ښځو چارو د فعالینو د مبارزی مخه ډب کړي. نو په دي موخه یې د یادو غورځنګونو ډیرې فعالین د زندانونو تر میلو شا اچولې دي، او په وار یو پسې بل اعداموي، چې هغې له ډلې یوه هم میرمن ستوده ده.

نسرین ستوده په کال ۱۳۴۲ د غبرګولی په نهمه نیټه د ایران په پلازمینه تهران کې په یوه مرفه او مذهبي کورنۍ کې د زبیښاک، بی نیاوې او ښکیلاک ډکی نړۍ ته خپلې سترګې پرانستې. نوموړی حقوق پوهه او په څارنوالې کې د مدني ټولنې او بشري حقونو فعالینو، د قربانیانو او کوچنیانو د وکالت دنده په غاړه لرله.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 100 میلمانه آنلاین لرو