- توضیحات
- لیکونکی: زلمی
- کټګوري : مقالی
یوگوسلاویا، د اروپا په سویلختیځ کې یو هیواد دی چې د لویدیځو قدرتونو د دسیسو په لامل جنګ ته ولاړه په پیله کې په ۲۰۰۸ کال کې په اوو هیوادونو (بوسنیا- هرزهګونیا، کروشیا، مقدونیه، کوسوو، مومتینیګرو، صبرستان وسلووینیا) وویشل شو. دغه هیواد د لومړی نړیوالی جګړې (۱۹۸۱) څخه وروسته شاهی حکومت سره رامنځ ته شو او په ۱۹۲۹ کال کې د یوګوسلاویا په نوم ونومول شو چې د دوهمی نړیوالی جګړې تر ورستیو د هغې اصلی اوسیدونکی څو ځلې د نیواکګرو هیوادونو له خوا ووژل شول او قومی کړکیچونو ته بیساری توګه لمنه ووهل شوه. په دویمه نړیواله جګړه کې، یوګوسلاویا د محور ځواکونو (آلمان، ایتالیا او هنګری) پراخه بریدونو لاندی ونیولی شوه او د هغې کروشیای ایالت د یو لاسپوڅې دولت په درلودلو سره د نازیانو تر ولکې لاندی راغی او د ۱۹۴۶ جګرې څخه وروسته د مارشال تیتو له خوا بیا ځلې د یوګوسلاویا فدرال سوسیالیستی جمهوریت په نوم یوځای شو. او قومی اختلافونه یی له منځه یوړل او یو متحد هیواد یی د «وروری او وحدت» سره جوړ کړ چې په هغې کې ټول قومونه د مساوی حقوقو او امتیازاتو څخه برښمند وو.
- توضیحات
- لیکونکی: توفان
- کټګوري : مقالی
شاید په یاد به مو وی چی په ۲۰۰۲ کال کی پر کرزي د کندهار سفر په لړ کی د طالبانو لخوا برید وشو. ویل شوی چې برید کونکې دهغې د امریکایی ساتونکو له خوا ووژل شو. دغه یوازی د قضیه یو اړخ دی چې ډیرۍ لویدیځو رسنیو هغه جوته کړه. خو هغه ورځ څه پیښ شول؟ آیا یوازی یو ترهګر له منځه ولاړ، نه، د کرزی ځناور ساتونکو هغه کس په سړه سینه په ډزو وویشت چې په میړانه یی ویشتونکې په ځمکه راګوزار کړ.
- توضیحات
- لیکونکی: شکور
- کټګوري : مقالی
په دغه ورځو کې د امریکا ولسمشری ټاکنو سیالیو ډګر ګرم بازار لری او هلیریکلنتن د «امریکا په تاریخ کې د لومړنۍ ښځینه ولسمشرې» تر نامه لاندی وکولای شو ډیر شمیر ناپوهه کسانو ته په دوکه ورکولو سره په نظرپوښتنو کې مخکې شي. په ورته وخت کی بورژوازی رسنیو د ملنډو ډکې غوغا په لاره اچولو سره له هغې څخه د دموکراتی څیری او د ښځو او لږهکیو د حقوقو ملاتړی په توګه یادونه کوی. خو دغه تبلیغاتی ډهل د هغې په ګټه چې هر څومره په زوره ووهل شي نشی کولای چې د هغې اړیکې او معامله د د کرغیړنو شیخانو او عربی دیکتاتورانو سره پټی وساتي.
د هیلریکلنتن رښتنی ماهیت درک لپاره بسنه کوی چی د هغې د ملاتړ کونکو لیست ته نظر واچو چې څه ډول د ښځو ضد عناصر د ځمکې پر مخ تر اوسه د ۱۰۰میلیونه ډالرو څخه ډیری پیسی د هغې حساب ته ورتوی کړی دي تر څو د ښځو دحقوقو دغه اتله د ټاکنو ګټونکې شی او په ساز باندی یی ونڅیږی:
- توضیحات
- لیکونکی: نوید نابدل
- کټګوري : مقالی
«د عمومی عقایدو پر خلاف د عقدی درلودلو څخه ویرجن مه اوسه، ځکه هر باور چې نن ورځ د منلو وړ ده، یو وخت د عمومو د عقیدی مخالف وو.»
په داسې حال کې چې د سپتامبر یوولسمې قربانیانو مړی تر اوسه د ویجاړ شوي ځای لاندي نه وو راویستل شوی، د نیویارک او پنتاګون پر برجونو د برید څخه یواځې دری ورځې وروسته، سپینې ماڼۍ چې له مخکې څخه پر هیوادنو باندی د تیری لپاره بشپړ چمتوالې درلود، یوه لایحه یی د رای لاس ته راوړلو لپاره کانګرس ته واستوله چې په هغې کې ولسمشر ته بیپایه او نامعلومه واکونه ورکول کیدل چې د هغو «هیوادنو، سازمانونو او وکړو پر وړاندی» چی په دغه پیښه کې په یو ډول سره لاس لری د نظامې ځواکونو څخه ګټه واخلې، او څرګنده وه چې لومړنې هیواد چې د برید لاندی ونیول شی افغانستان وو.
د ۱۳۸۰ کال د وږی په ۲۳ نیټه (۲۰۰۱ د سپتامبر په ۱۴)، په داسې شرایطو کې چې د امریکا ټولنه په ویر کې ولیدلې وه او هر قانون کیدلی شو په آسانې پر هغوی وتپل شي، دکانګرس ۴۲۰ غړو دغې لایحې ته، چې پهAUMF یی شهرت موندلی، مثبته رای ورکړه، میرمن باربارا لی (Barbara Lee) د کالیفرنیا استازې د کانګرس یواځینې غړی وه چې د منفی رای په ورکولو یی خپل نوم په تاریخ کې ثبت کړ. هغې نه یوازی له هغه سر مخالفت وکړ بلکه د کانګرس په دننه کې یی د باتوری او ولولو ډکې وینا کې وویل «راځې له هغه جګړمار څخه چی کرکه لرو په هغه باندي بدل نه شو... تاوتریخوالې د تاوتریخوالی د ډیریدلو لامل کیږی.»
- توضیحات
- لیکونکی: سمیر
- کټګوري : مقالی
د ۱۳۹۵ کال د وږی میاشت په ۱۲مه نیټه (۲۰۱۶ د سپتامبر ۲)، ۱۵۰ میلیون هندی کارګرانو د هند دولت نئولیبرالیستی سیاستونو پر وړاندی په بی ساری اعتصاب باندی لاس پوری کړ چې د کمیت له لید څخه د نړی تر ټولو لوی کارګری اعتصاب وو. دغی اعتراضی خوځښت هیواد شنډ او د دغه هیواد دولت یی ۲،۶ میلیارد ډالره زیانمن کړ. کارګری اتحادیی ۱۲ غوښتنې درلودلی چې د هغې ډیر مهمی غوښتنې یی ورځنې معاش لږ تر لږ ۶۹۲ هند کلداری، روغتیایی بیمه، د اورګاړی پټلی، بیمې او دفاعی صنعت کی د بهرنې پانګوالې بندیز شاملیدل.
جایاتی گوش، د جواهر لعل نهرو په پوهنتون کې د پرختیایی اقتصاد پروفیسر د «ګاردین» ورځپاڼی ته (۱۳۹۵ د وږی په ۱۲) وویل:
- توضیحات
- لیکونکی: نوید نابدل
- کټګوري : مقالی
په تیرو سلو کلونو کې د امریکا هیچ ولسمشر نه وو چې لږ تر لږه یی په یو یا څو هیوادنو کې په لاسوهني او نظامی تیري لاس نه وی پوری کړی او ددی تر څنګه یی وژنې او ویرونکی جنایاتونو نه وی ترسره کړی. پورتني انځور، پخواني پنځه ولسمشران د هغو هیوادنو لیست سره چې خپلي ولسمشری په لړ کې یي د بمبار، لاسوهني او وینوبهولو لاندي نیولي وه ښکاره کوي. اوباما چې په ښایسته شعارونو سره واک ترلاسه کړ او په خندنۍ توګه د نوبل د سولي جایزې ګټونکې شو، د په عمل کی د نورو څخه یی ډیره نړۍ په خاورو او وینو ولړله.
- توضیحات
- لیکونکی: احمر
- کټګوري : مقالی
د ۱۳۹۵ کال د چنګاښ په ۳ نیټه، بیبیسی فارسی راپور خپور کړ چې په هغه کې ویل شوي دي داعش د کوچنیانو د زدهکړو لپاره د تاوتریخوالی او ځناورتوب څخه ګټه پورته کوی. د دغه راپور پر بنسټ داعش د موبایل پر مخ د زدهکړنیزو پروګرامونو په لاره اچولو، د ماشومانو د جلبولو تکل لری چې په هغوي کې په اگاهانه ډول د ټانګ او توغندیو او نور پوځي وسایلو انځورونه څخه د الفبا زدهکولو لپاره ګټه پورته کیږي.
- توضیحات
- لیکونکی: کاوه عزم
- کټګوري : مقالی
«هنری کسینجر یو جنګي جنایتکار دي. کلونه کیږي چې زه هغه د جنګي جنایتکار په ډول پیژنم. دغه یوه کنایه یا د بیان فن نه دي، د هغي د دندی ستاینه ده.»
د ۲۰۱۶ کال د می په ۹ نیټه، اش کارتر، د امریکا د دفاع وزارت ډیر لوړ مډال د ۹۲ کلن هنری کسینجر پر خونړۍ سینه وټومبه تر څو په نړۍ کی د امریکا ورځ تر بلی ډیریدونکي جګړه او د جنایتکارانه سیاستونو پر مخ وړلو کې د هغه د څو لسیزو ونډې څخه ستاینه وکړی.
د امریکا واکمنی دستګاه ته، د خپلو کرغیړنو موخو ته رسیدلو لپاره د میلیونو انسانانو ویني هیڅ ارزښت نه لری. هغه کسان چې د امریکا د چوپړ په لاره کې د نړۍ په ګوټ ګوټ کی په ټولوژنو او نهبخښونکو جنایاتو لاس پوری کوی د پینټاګون له خوا ستایل کیږي. د همدغه سیاست پایله ده چې نن ورځ په افغانستان د تیرو ۴ لسیزو ټول دجالان چې ډیر ویرونکې ځناورتوبونه یي ترسره کړی دي د امریکا په پناه کې په لوړو څوکیو باندي غزیدلي او لوټماري ته ادامه ورکوي او په داسي حال کې چې ګلبدین، د زرګونو کابلیانو قصاب سره هم معامله په لاره کې ده چې د محاکمې پر ځاي، امتیازات او خودیتوب ورکړل شی.
په دغه ځاي کې هنری کسینجر چی د نړۍ د نامتو جلادانو، د امریکا نوم لرونکي استراتیژی جوړونکی او ډیپلماټانو څخه دي او د امریکا روڼ اندو له خوا د «سیاسی ډایناسور»، «جنګي جنایتکار»، «بلا»، «وینه څښونکې»... په نومونو یادیږی او د امریکا د ګټی په لاره کې په خپلو ویجاړونکو او وژونکو تیوریګانو، د میلیونونو انسانانو ژوند په ویتنام، لائوس، کامبوج، اندونیزیا، شرقی تیمور او بنګلادیش کې اخیستی، په لنډ ډول درپیژنو:
- توضیحات
- لیکونکی: واحد منصوری
- کټګوري : مقالی
د څو ورځو را په دي خوا د امریکا یو شمیر لوی ښارونه د تور پوټکو د پاڅون نوي څپي شاهدان دي. هغوی د بیعدالتۍ او د پولیس غیر انسانی چلند او له تورپوټکو سرهد توپیر پالنې له امله قهریدلی دي. زرګونو تنو د پولیسو په لاس د دوه تنو وژلو په انګازه کی څو ورځي کیږي چې د دالاس، نیویارک، شیکاګو، واشنګټن، او نورو ښارونو کی لاس په پراخه لاریون وهلی. التون استرالینک او فیلاندوکاستیل په د ۲۰۱۶ کال د جولای په ۶ او ۵ نیټه د لوئیزیانا او مینهسوتا ایالت کې د پولیسو له خوا ووژل شول.
- توضیحات
- لیکونکی: توفان
- کټګوري : مقالی
د بي پیلوټه اولوتکو بریدونه په افغانستان کې د امریکا د تورو کړنلارو څخه دي چی د ۲۰۰۱ کال څخه تر اوسه پوری ادامه لری او د «ترهګرۍ پر وړاندی مبارزی» د نوم لاندي، د زرګونو ټنو ویرونکو او وژونکو توکو درلودونکې بمونو په اچولو، په ځانګړي توګه د افغانستان کلي يي د ویجاړي په لور راښکلي دي. د «څیړنیزئ لیکوالۍ ادارې» د موندل شویو له نظره ۲۰۰۸ څخه تر۲۰۱۲ کلونو په منځ کې، زموږ هیواد د ۱۰۰۰ ځلي څخه ډیر د دغه ډول بریدونو لاندي نیول شوي دي. یوازي په ۲۰۱۵ کال کې، ۴۱۱ په شاوخوا کې بریدونه ترسره شوي چې دهغي له امله ۱۴۴۱ تنه چې په هغي کې ماشومان هم ګډون لری، وژل شوي دي. د دغي ادارې وروستي څیړني ۲۰۱۶ کال څخه هم ښکاره کوي چې تر اوسه پوری ۱۷۸ بریدونه ترسره شوي چې دهغي په پایله کې د ۶۰۰ څخه پورته وژل شوي دي.
مقالی
هنر او ادبیات
د تاریخ له پاڼو څخه
مونږ 119 میلمانه آنلاین لرو