د افغانستان د نوم‏ورکو اتلانو څخه د همبستګۍ ګوند لمانځنه

SPA Ceremony Honoring the Unsung Heroes of Afghanistan

لوړ کیفیت لرونکی انځورونه


د «افغانستان همبستګۍ ګوند» ۱۳۹۵ کال د وري په ۲۶ نیټه د یو محفل په تر سره کولو زموږ د هیواد له دوه نوم ورکو اتلانو څخه لمانځنه وکړه. دوتنه پر وطن مین چی زموږ د خاوری مهم تاریخی لاسوندونو ساتلو لپاره، خپل ژوند په ګواښ کی اچولی او د پړې په احساس یی دهغوی په ساتلو کی هڅی کړی دی. دغه دواړه، نجیب اکبری (د افغانستان د ملی آرشیف د تاریخی لاسوندونو څانګې مسوول) او خواجه احمد شاه صدیقی (د افغان فلم آرشیف د لابراتوار عمومی مدیر) دي.

دغه پروګرام زموږ د هیواد زړه‎ورې او مبارزې ښځې میرمن بلقس روشن، ، د «افغانستان دهمبستګی ګوند» رییس داود رزمک، د ګوند ویاندې سیلی غفار او د ګوند یو شمیر غړو په شتون کی په کابل کی تر سره شو.

په ننګرهار کی همبستګی ګوند د ښځو نړیواله ورځ ولمانځله

۱۳۹۴ کال د کب ۲۱: د «افغانستان همبستګۍ ګوند» ننګرهار څانګې د ښځو نړیواله ورځ د «د بنسټ‎پالۍ او نیواک پر وړاندې مبارزه د افغانو ښځو خلاصون په لار کی لومړنی ګام دی!» تر شعار لاندې ولمانځله. په دې غونډه کی له ۳۰۰ زیاتو تنو ګډون درلود چی ډیری شمیری یی د ننګرهار کړیدلې او بدمرغه ښځې وی. غونډه د لیمې په وینا پیل شوه چی وویل:

د ښځو نړیواله ورځ

د افغانستان د همبستګۍ ګوند د خپلو مالي او امنیتي ستونزو له امله د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ په کابل کې په خپل مرکزي دفتر کې ولمانځله. پدې غونډه کې د ګوند لسګونو غړو ګډون کړی و او په هیواد کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي په اړه د ګډونوالو لخوا ویناوې وشوې.

د غونډې په پیل کې د ګوند یوې استازې په خپلې وینا کې داسې وویل: «څه د باندې دیارلس کاله کیږي چې زموږ په هیواد کې د "ښځو حقوقو"، "بشري حقوقو"، "سولې" او "ثبات" لپاره د امریکا لخوا د "ترهګرۍ پروړاندې جګړه" ادامه لري. پدې لړ کې د دغو شعارونو په خلاف افغان ښځو نه یوازې خپلو لومړنیو حقوقو ته لاسرسی ونه موند، بلکې ورځ تربلې ژوند یې نور هم تریخ شو او خپلو موخو ته د رسیدو لپاره د دوی له درد او رنځ څخه یې په خپلو لاسپوڅو رسنیو کې ګټه پورته کړه.»

په کنړ ولایت کې د همبستګۍ ګوند د فعالینو غونډه

د ۱۳۹۳ لمریز کال د زمری د میاشتی په ۱۷ نیټه د افغانستان د همبستګی ګوند د کنړ نوبتی غونډو پر بنسټ یو ځل بیا د کنړ په ولایت اسدآباد کی غونډه رابللی وه چی پدی غونډه کی د ۳۵ تنو شاوخوا د ولسوالیو او مرکز استازو ګډون درلود، رابلل شویو استازو هر یو د خپلو ولسوالیو او بانډو د ولسونو ستونزو او کړاونو په رابطه خپل نظرونه شریک کړ او هم یی د ګوند د غړو په کمزوری خوځښت او په ځانګړی توګه د ولسوالیو د استازو په کمزوری خوځښت نیوکه وکړه چی دوی خپله دنده په سمه توګه پر مخ نده بولی، نو وړاندیز یی وکړ چی د سره د ددغو استازو او مسولینو په اړه فکر وشی او ددغو راغلو استازو له منځ څخه د ولایتی کمیټه جوړه او نوی ولایتی مسوول چی ددی ولایت او کمیټی استازیتوب د حزب د مرکزی دفتر سره وکولایی شی وټاکل شی.

جلسه ولایتی ننگرهار

د ۱۳۹۳ کال د وږي په ۱۴ نیټه جلال‌آباد کې د ګوند نوبتي غونډه پرلار واچول شوه، چې پدغه غونډه کې د ښار او ولسوالیو استازو ګډون کړی و. د غونډې په پیل کې د ننګرهار ولایت، ولایتي مسوول د ګوند کړنو او په ځانګړې توګه په ننګرهار ولایت کې د ګوند کړنې وارزولې.

نوموړي د ګوند لاسته راوړنې وستایلې او نیمګړتیاو ته یې ګوت نیونه وکړه او د ګوند پر غړو یې غږ وکړ که چیرې موږ غواړو هیواد او هیوادوال د اوسني وضعیت څخه وباسو، باید هر راز سرښندنو ته چمتو اوسو او په بشپړ ډول د ګوند تګلاره او سیاستونه ولسونو ته ورسو، ترڅو خلک تردې پوهې ورسیږي چې د هر راز بې نیاوي پروړاندې ودریږي.

د خپلواکۍ ۹۵ کلیزه

د ۱۳۹۳ کال د زمري په ۲۸مه د جلال آباد په ښار کې د افغانستان د همبستګۍ ګوند غړي او پلویان د غازي امان‌الله خان په مقبره کې راټول او د هیواد د خپلواکۍ ۹۵مه کلیزه یې ولمانځله، دوی چې شمیر یې۲۵۰تنو ته رسیده، د ګوند د غړو څخه پرته د سیمې د خلکو لخوا یې هم هرکلی وشو چې د باغ په دروازه کې سره راغونډ شول او د غازي امان الله خان مقبرې پر لور ودرومیدل او د ملي اتل پر قبر یې د ګولونو ګیډۍ کیښوده. د لمانځ غونډې په دغه مهال کې راټول شویو وګړو د امریکایي نیواکګرو، ایران او پاکستان د لاسوهنو او د دوی لاسپوڅو او ګوډاګیو پروړاندې شعارونه ورکړل او پر هیواد یې د امریکایي / ناټو ځواکونو یرغل او دوی ته د دایمي اډو ورکول وغندل او په زغرده سره یې وویل چې بهرني ځواکونه باید پرته له کوم قید او شرط له افغانستان څخه ووځي.

«د افغانستان د همبستګۍ ګوند» د ۱۳۹۳ کال د غبرګولى په ۱۶مه نیټه د پاکستان د پوځ توغندیز برید غندلو لپاره یو پرتمین لاریون د کنړ ولایت په مرکز کی په لاره واچوه. په دی لاریون کی نږدې ۸۰۰ کسانو، چی د هغی ډلی نه ۷۰۰ نارینه او ۱۰۰ ښځو ګدون کړی وو. دا په کنړ ولایت کی لومړی ځل و چی ګڼ شمیر ښځو په لاریون کی ګډون کړی وو.

په لوړ کیفیت سره انځورونه

خپلواکی ورځ

د ۱۳۹۲ کال د زمري په ۲۸مه د جلال آباد په ښار کې د افغانستان د همبستګۍ ګوند غړي او پلویان د غازي امان الله خان په مقبره کې راټول او د هیواد د خپلواکۍ ۹۴مه کلیزه یې ولمانځله، دوی چې شمیر یې لسګونو تنو ته رسیده، د ګوند د غړو څخه پرته د سیمې د خلکو لخوا یې هم هرکلی وشو چې د باغ په دروازه کې سره راغونډ شول او د غازي امان الله خان مقبرې پر لور ودرومیدل او د ملي اتل پر قبر یې د ګولونو ګیډۍ کیښوده. د لمانځ غونډې په دغه مهال کې راټول شویو وګړو د امریکایي نیواکګرو، ایران او پاکستان د لاسوهنو او د دوی لاسپوڅو او ګوډاګیو پروړاندې شعارونه ورکړل او پر هیواد یې د امریکایي / ناټو ځواکونو یرغل او دوی ته د دایمي اډو ورکول وغندل او په زغرده سره یې وویل چې بهرني ځواکونه باید پرته له کوم شرط او قید له افغانستان څخه ووځي.

وروسته له دې د افغانستان د همبستګۍ ګوند اعلامیه ولوستل شوه چې ولس یې ملي یووالي او یو موټیتوب ته راوباله او په کې وویل شول، ترڅو چې له هیواد څخه د یرغلګرو، مداخله کوونکو او د دوی د چوپړانو لاسونه لنډ نشي، نو ناشونی دی چې زموږ هیواد سوکالي او پرمختګ وویني. په اعلامیه کې پر ځوانانو غږ وشو چې دغه سپیڅلې دنده د دوی ده چې خپل بې وزله او وروسته پاتی هیواد د دغو ناوړو افکارو له منګولو آزاد کړي.

جلسه فعالان حزب در ولایت نورستان

د نورستان ولایت چې د هیواد ختیځ لور ته موقعیت لري، یوه غره ییزه سیمه ده، خلک یې پر مختلفو ژبو خبرې کوي. په دغه ولایت کې په منځني ډول خلک یې لومړنی (بدوی) ژوند لري او تراوسه د ښځو او سړو ترمنځ د کار ویش شتون لري. سړي د چوپانۍ او ښځې د کرنې په برخه کې بوختې دي.

د دغې سیمې خلک پرته له دې چې له طبیعت څخه درد او رنځ وړي، د روغتیا او پوهنې مسئله د هغوی له بنسټیزو ستونزو څخه ګڼل کیږي. د کار د نه شتون له امله ځوانان د پولیسو او عسکرو لیکو سره یوځای کیږي او یا دا چې د پاکستان دیني مدرسو ته مخه اړوي.

د همبستګی ګوند غونډه

د ١٣٩٢ کال د سرطان په ۱۱مه د نورګرام ولسوالۍ فعالانو او د افغانستان د همبستګۍ ګوند د مرکزي دفتر د استازو په ګډون د یادې ولسوالۍ په مشفه کلي کې غونډه په لار واچول شوه.

د غونډې په پیل کې د نورستان ولایتي مسئول د غونډې موخه چې په سیمه کې د همبستګۍ ګوند د ولسوالۍ د کمیټې ټاکل وو، ګډون والو ته روښانه کړه او ویي ویل چې یو سیاسي ګوند د خپلو کارونو پرمخ وړلو لپاره په منظم ډول اړتیا لري چې په ولایتونو او هم ولسوالیو کې کمیټې په ټاکنیز ډول رامنځته کړي، څو دموکراتیک اصل وساتل شي.

وروسته له دې د ګوند استازی د کمیټو د جوړولو پر ارزښت، د ګوند سیاستونو، ملي او نړیواله کچه باندې د ګوند د فعالیت په اړه وغږید او ټینګار یې وکړ چې یو سیاسي ګوند هغه مهال کولی شي خپلو موخو ته ورسیږي چې ترڅنګ د خلکو پلوي او ملاتړ ولري او دا هغه وخت امکان لري چې دواړه اړخونه په رښتینولی سره یو بل ته لاس ورکړي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 160 میلمانه آنلاین لرو