د افغانستان د همبستگې ګوند د کنړ ولایت فعالانو خپله دری میاشتنې غونډه وکړه

د کنړ ولایت د فعالانو جلسه

دغه نوبتي غونډه چې هر دری میاشتې بعد یو وار د ولایت په مرکز کې جوړیږي معمولا د ګوندي کارونو ارزونه په کې کیږي، په نننۍ غونډه کې د مرکزي دفتر استازو سربیره د کنړ ولایت ۹ ولسوالیو او دوه ناحیو څخه له ۵۰ زیاتو استازو په کې ګډون کړی و. د جلسې ګډون والو ته ړومبی د کنړ ولایت عمومي مسؤل په کنړ کې د همبستګې ګوند په کړنو رڼا واچوله او وروسته یې په تفصیل سره خپل کاری ګزارش غونډی ته وړاندې کړو، چې دغه راپور کې ډیرو نیمګړتیاو او ننګونو ته ګوت څنډنه شوي وه. وروسته له دی لرې پرتو ولسوالیو استازو د خپلو مربوطه سیمو او مسؤلیتونو په اړه په وار وار سره خپل ګزارشونه د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړل د دي ګزارشونو غټ ټکې په لاندې ډول دي.

  • د حق العضویت راټولول
  • جلب او جذب ته وده ورکول
  • ګوندي غړو ته د همبستګې غږ رسول
  • کلیو او بانډو ته د تشکیلاتو غځول
  • د پرتو ننګونو ارزونه
  • نیمګړتیاوي
  • پوښتنې او ځوابونه

د راپورونو د اوریدو وروسته ګډونوالو په خپلو کې پوښتنې او نظریات له یو بل سره شریک کړل او په هغه استازو کلکې نیوکې وشوي کومو چې خپل مسؤلیت په سمه توګه سرته نه و رسولی.

د همبستګی ګوند مشرتابه په هیواد کې شته ننګونو ته په اشاری د ګوند دریځ او پالیسي خپلو فعالینو ته روښانه کړه او په ځانګړی مواردو کې ورته لازمی سپارښتنې وکړی. د غونډي وروستۍ برخه پوښتنو ته ځانګړی شوي وه، چې د ګوند د مرکزی دفتر استازو لخوا ځواب شوي په پای کې ټولو ګډونوالو د حزبی کارونو د ګړندیتوب او پراختیا لپاره هوکړه وکړه او د بیا را ټولیدو په هیله یې غونډه پای ته ورسیده.

دریافت تصاویر با کیفیت بالاتر

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 117 میلمانه آنلاین لرو