د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې د افغانستان د همبستګۍ ګوند د فعالانو غونډه

د همبستګی ګوند غونډه

د ١٣٩٢ کال د سرطان په ۱۱مه د نورګرام ولسوالۍ فعالانو او د افغانستان د همبستګۍ ګوند د مرکزي دفتر د استازو په ګډون د یادې ولسوالۍ په مشفه کلي کې غونډه په لار واچول شوه.

د غونډې په پیل کې د نورستان ولایتي مسئول د غونډې موخه چې په سیمه کې د همبستګۍ ګوند د ولسوالۍ د کمیټې ټاکل وو، ګډون والو ته روښانه کړه او ویي ویل چې یو سیاسي ګوند د خپلو کارونو پرمخ وړلو لپاره په منظم ډول اړتیا لري چې په ولایتونو او هم ولسوالیو کې کمیټې په ټاکنیز ډول رامنځته کړي، څو دموکراتیک اصل وساتل شي.

وروسته له دې د ګوند استازی د کمیټو د جوړولو پر ارزښت، د ګوند سیاستونو، ملي او نړیواله کچه باندې د ګوند د فعالیت په اړه وغږید او ټینګار یې وکړ چې یو سیاسي ګوند هغه مهال کولی شي خپلو موخو ته ورسیږي چې ترڅنګ د خلکو پلوي او ملاتړ ولري او دا هغه وخت امکان لري چې دواړه اړخونه په رښتینولی سره یو بل ته لاس ورکړي.

نن ورځ چې د ملي او د خلکو ګوندونو پروړاندې ستونزې شتون لري، په ګوندونو باندې د خلکو هماغه بې باوري ده، چې تیرو څه باندې دریو لسیزو کې رامنځته شوې، په دغه مهال کې چې هر ګوند او تنظیم د خلکو په نوم رامنځته شو د ملي او خلکو ګټو مخالف یې عمل ترسره کړ او په دغه لړ کې یې خپله چوپړتیا څرګنده کړه.

نوموړي د پورتنۍ مسئلې پربنسټ زیاته کړه، یوازې د ګوند غړي دي چې په هوښیارۍ سره د ګوند ټولې کړنې وڅاري څو خاین ګوندونه د خپلو ناوړو موخو د ترلاسه کولو لپاره خلک د قوم، ژبې او مذهب په نوم ونه تیرباسي، څو ملي او د خلکو د ګټو د ساتنې رښتینې ګوندونو ته د پرمختیا زمینه چمتو شي.

دغه راز نوموړي ټینګار وکړ، چې د ګوند غړي باید د خپلو مالي مرستو په مټ د ګوند مالي بنسټ پیاوړی کړي او له ګوند څخه هیڅ ډول مالي هیله ونه لري "هغه ګوندونه چې غړي د پیسو په زور پیري، نه شي کیدای چې غړي یې حساب کوونکي اوسي، څه باندې دیرشتو کالو څخه راپاتې تجربې دا روښانه کړل."

د همبستګی ګوند غونډه

د غونډې په دوهمه برخه کې ګډونوالو د ګوند د کارونو پرمخ وړلو، د حق العضویت او اعانه عاید د راټولو په اړه خبرې او نظریات ورکړل.

محمد ګل د نورو په استازیتوب وویل:

"موږ په خراب وضعیت کې شتون لرو، د ښوونځیو وضعیت مو خراب دی، روغتونونه مو ډاکتران نه لري، قومي ستونزې او دښمنی لرو، لیکن دولت بې پروا دی او د یادو ستونزو په اړه د خلکو سره هیڅ ډول مرسته نه کوی او د څو کلونو په لړ کې زموږ ورځ تر بلی زیاتیږی."

د غونډې یو بل ګډونوال وویل:

"موږ بې وزله خلک یو او د ژوند له ټولو سهولتونو څخه بې برخې یو او هغه څوک چې په واک کې دي، یوازې د خپلو جیبونو د ډکولو په فکر کې دي او بې وزله خلک ورته هیڅ انسانان نه ښکاري."

یو بل ځوان چې د ګوند غړیتوب لري وویل، کله چې ګوند ته لاس ورکوئ، باید په سر او مال سره له خپل ګوند څخه پلوي وکړئ او که چیرې څوک مادي ګټو لپاره له ګوند سره یوځای کیږي، باید پوهه شي چې دغه ګوند خلکو ته څه نه ورکوي او دغه موږ یو چې له ګوند څخه ملاتړ او مادي مرسته ورسره وکړو.

د غونډې په بله برخه کې د ذکر شویو مسایلو په اړه هم د ولایت مسئول او هم د ګوند استازي په بشپړ ډول روښنایي واچوله. د دولت ماهیت، په دولت کې د جنایتکارانو شتون او لویدیځو هیوادونو ته د دوی چوپړتیا یې بربنډه کړه او دغه راز یې زیاته کړه چې د وضعیت بدلون ستاسو په لاس کې دی، تاسې په هیڅ ډول کمزوري او بې وزله نه یاست او نه وئ، که چیرې تاسې سره راټول او یووالی ولرئ او قومي،‎ ژبنیز او مذهبي اختلافات چې یو شمیر جنایتکارانو لخوا ورته لمن وهل کیږي، له منځه یوسئ، نو هیڅوک به دا ځواک ونه لري، چې ستاسو په برخلیک باندې لوبې وکړي او تاسې کولای شئ په خپله په خپل برخلیک باندې واکمن اوسئ، لیکن په دې شرط چې زر او زور ته تسلیم نه شئ او د هرې بې عدالتۍ پروړاندې مبارزه وکړئ او په یاد مو وي چې په دغه مبارزه کې تاسې یوازې نه یاست، ګوند د خپل ټول ځواک سره ستاسو ترڅنګ ولاړ دی.

د غونډې په پای کې د ګډونوالو لخوا د آزادو او دموکراتیکو ټاکنو په لړ کې یو تن د ولسوالۍ د مسئول او څلور نور د کمیټې د غړو په توګه وټاکل شول او وویل شول چې د ګوند د ستونزو په اړه لومړی باید ولایتي مسئول سره خبرې وشي، که چیرې امکان یې نه و او یا دا چې کارونه په وخت سره نه ترسره کیدل، نیغ په نیغه له مرکزي دفتر سره په اړیکه کې شئ، څو په ټاکلي وخت سره ستونزو ته د پای ټکی کیښودل شي.

د همبستګی ګوند غونډه
د ولسوالی مسئول او د کمیټی غړو د ټاکنو بهیر.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 191 میلمانه آنلاین لرو