د نورستان په ولایت کې د افغانستان د همبستګۍ ګوند د فعالانو غونډه

جلسه فعالان حزب در ولایت نورستان

د نورستان ولایت چې د هیواد ختیځ لور ته موقعیت لري، یوه غره ییزه سیمه ده، خلک یې پر مختلفو ژبو خبرې کوي. په دغه ولایت کې په منځني ډول خلک یې لومړنی (بدوی) ژوند لري او تراوسه د ښځو او سړو ترمنځ د کار ویش شتون لري. سړي د چوپانۍ او ښځې د کرنې په برخه کې بوختې دي.

د دغې سیمې خلک پرته له دې چې له طبیعت څخه درد او رنځ وړي، د روغتیا او پوهنې مسئله د هغوی له بنسټیزو ستونزو څخه ګڼل کیږي. د کار د نه شتون له امله ځوانان د پولیسو او عسکرو لیکو سره یوځای کیږي او یا دا چې د پاکستان دیني مدرسو ته مخه اړوي.

له دې سره چې سړکونه په بنسټیز ډول د نظامي موخو لپاره رغول شوي، د یاد ولایت زیاتره درې د اقتصادي هر ډول سهولتونو څخه بې برخې دي. تراوسه په دغه ولایت کې د مسلکي ډاکټرانو او ښوونکو درک نه لګیږي. د نورستان د اوسیدونکو لپاره نا امني او شخصي او قومي دښمني بله ستونزه ده.

د ۱۳۹۲ کال د چنګاښ په ۸ مه د سختو نا امنیو او ستونزو ترڅنګ د «افغانستان د همبستګۍ ګوند» د منظمو غونډو په لړ کې دا ځل د ګوند څه باندې ۴۰ فعالانو په ګډون د ولایتي مسئول او د کمیټې د غړو د دموکراتیکو ټاکنو لپاره یې خپله غونډه په یاد ولایت کې پرلار واچوله.

د غونډې په پیل کې د نورستان ولایتي مسئول د ګوند استازی، چې له کابل څخه یې دغه ولایت ته سفر کړی و، ګډونوالو ته وروپیژند او د غونډې موخه یې ورته روښانه کړه.

جلسه فعالان حزب در ولایت نورستان

وروسته له دې د ګوند استازي د ګوند سیاست او لاسته راوړنې او دغه راز د هیواد او نړۍ روان وضعیت یې د قومونو او کلو څخه راغوښتل شویو استازو ته په بشپړ ډول څرګند کړ.

د ګوند استازي د خپلو خبرو په لړ کې وویل: د نړیوالو په ملیاردونو ډالرو مرستو سره بیا هم تاسې د نورستان عزتمن خلک ولې اوسنیو ستونزو سره لاس او ګریوان یاست؟ د دې ټولو بدمرغیو لامل باید د جنایتکارانو په واکمنۍ کې وګورۍ، چې د امریکا لخوا ورته ځواک ورکړل شوی دی او دغه جنایتکاران او غله یوازې او یوازې د خپلو جیبونو د ډکولو په فکر کې دي. تر هغه مهاله چې امریکا او د دې چوپړان زموږ د خلکو په برخلیک واکمن اوسي، زموږ ملت به نیکمرغۍ او سوکالۍ ته ونه رسیږي.

جلسه فعالان حزب در ولایت نورستان

د ګوند استازي زیاته کړه: موږ هغه وخت په یو پیاوړي او سرتاسري ګوند بدلیدلی شو، چې ټول غړي مو د جلب او جذب په برخه کې نه ستړې کیدونکي هڅې وکړي، ګوند سره مالي مرسته وکړي او ستونزې یې د یو بل په مرستې سره په منظمو غونډو کې هوارې کړي.

وټاکل شول چې د ولایت په کچه د ګوند فعالان باید په هرو دریو میاشتو کې یو ځل خپله عمومي غونډه ونیسي او دغه راز په کال کې یو وار د ولایتي کمیټې او مسئول ټاکلو لپاره د مرکزي دفتر استازي په ګډون عمومي غونډه پرلار واچول شي.

د غونډې په لړ کې د ګوند سیمه ییزو استازو د ګوند د کار او فعالیت د ښه کیدو لپاره د غونډې ګډونوالو ته یې خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل او هم یې له مرکزي دفتر څخه د استازي د لیږد ځند یې د نیوکې لاندې ونیو، چې د ګوند استازي لخوا ومنل شو.

د غونډې په پای کې د ولایتي مسئول او کمیټې د غړو ټاکلو لپاره د ګډونوالو ترمنځ ټاکنې ترسره شوې، چې په پایله کې یې یو تن د مسئول او شپږ نور د کمیټې د غړو په توګه وټاکل شول. د شيږو غړو څخه یو یې د ګوجرو زحمتکښو قوم څخه وټاکل شو. د ګوجرو قوم چې تیرمهال یې په نورستان کې د کوچیانو په څیر ژوند کاوه، په دې وروستیو کې په مختلفو ځاینو کې ځای پرځای شوې دي. په سیمه کې د ګوجرو د نفوس ډیریدل او هغه سرښیندنې چې د ګوند لپاره یې کړې دي، ګډونوالو اړین وبلل چې له دې قوم څخه هم په کمیته کې یو تن شتون ولري چې د ډیرو رایو په بنسټ ومنل شو.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 249 میلمانه آنلاین لرو