«د افغانستان د همبستګۍ ګوند» پر کنړ د پاکستان پوځ توغندیز برید د یو لاریون په ترڅ کی وغنده

«د افغانستان د همبستګۍ ګوند» د ۱۳۹۳ کال د غبرګولى په ۱۶مه نیټه د پاکستان د پوځ توغندیز برید غندلو لپاره یو پرتمین لاریون د کنړ ولایت په مرکز کی په لاره واچوه. په دی لاریون کی نږدې ۸۰۰ کسانو، چی د هغی ډلی نه ۷۰۰ نارینه او ۱۰۰ ښځو ګدون کړی وو. دا په کنړ ولایت کی لومړی ځل و چی ګڼ شمیر ښځو په لاریون کی ګډون کړی وو.

په لوړ کیفیت سره انځورونه

کنړیانو ددی لاریون تود هرکلی وکړ او وویل دا لومړی ځل دی چی یو سیاسی ګوند په دی ولایت کی دومره لوی لاریون کوی. په دی لاریون کی د ګوند د غړو ترڅنک کارګرانو، هټۍ‌والو، د ښونځیو زده‌کونکو او د پوهنتون محصلانو هم ګډون کړی وو. هټۍ‌والو لاریون کونکو ته په وړیا توګه اوبه ورکولی او یوه میوه خرڅونکي د ډیری خوښۍ نه خپله ټوله میوه لاریون‌کونکو ته ورکړه. پدغه لاریون چی د سهار پر ۱۰ بجو د سیدجماالدین پوهنتون نه پیل او د شهیدانو په چوک کی پای ته ورسید ګڼ‌شمیر رسنیو هم ګډون درلود. لاریون‌کونکو د «مړ دی وی د پاکستان حکومت او د هغوي ګوډاکیان»، «ژوندی د وی خپلواکي، دموکراسی او ټولنیز عدالت»، «پر کنړ د پاکستان د دولت یرغل ترشا د امریکا جګړه مار حکومت کرغیړن لاسونه دی» او نورو شعارونو ورکولو سره لاریون پای ته ورساوو.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 200 میلمانه آنلاین لرو