په ختیځ زون کې د افغانستان د همبستګۍ ګوند غونډه

د مرغومي په۱۷مه نیټه، د ننګرهار اړوند خیوې په ولسوالۍ کې د افغانستان د همبستګۍ ګوند د ختیځ زون (نورستان، کونړ، ننګرهار او لغمان) ولایتونو ۱۲۵ تنو استازو په غونډه کې ګډون وکړ، غونډه د انجینر عبدالبصیر لخوا د ورځې په لس(۱۰) بجو پراڼستل شوه.

انجینر عبدالبصیر د افغانستان د همبستګۍ ګوند په دویم ځل راجستر کیدو او ځانګړتیاو رڼا واچوله او زیاته یی کړه چې "د افغانستان د همبستګۍ ګوند" د هیواد یوازینی سراسري ګوند دی چې د افغانستان ټول ملیتونه په کې موجودیت لري.

د افغانستان د همبستګۍ ګوند مشر ډاکټر داوود "رزمک" د هیواد د خوسا او فاسد دولت سیاستونو ته ګوته ونیوله او دګوند پخوانۍ نیمګړتیاوې چې د هیواد ګوډاګي رژیم څخه یې ملاتړ کړی و او څه وخت ېې د مزدورو سرکاري ګوندونو سره "ملي دموکرات جبهه" جوړه کړې وه، یوه تاریخي نیمګړتیا وګڼله.

همدا رنګه د ګوند پخواني مشر انجینر عبدالخالق "نعمت" د ګوند په داخلي او بهرني سیاست رڼا واچوله او د افغانستان د همبستګۍ ګوند ېې د نهو(۹) کلونو ثمره نه بلکې دا ېې د روسي یرغلګرو او ارتجاعي قوتونو پر وړاندې د مخکښه شهیدانو د اوږدې مبارزې محصول وګاڼه. هغه زیاته کړه چې "ما ته دا اهمیت نه لري چې زه د ګوند رییس یم یا نه، ما ته په ګوند کې کار کول ارزښت لري او زه دافغانستان د همبستګۍ ګوند په عادي غړیتوب ویاړم او ملا تړ ېې کوم ځکه چې دا د هیواد د وګړو ریښتینې استازیتوب کوي".

همدا راز د کونړ د خلکو استازي ډاکټر غلام قادر د افغانستان د همبستګۍ ګوند د لومړیو فعالیتونو ستاینه وکړه چې په چټکتیا سره ېې د هیواد د وګړو او مطبوعاتو په منځ کې ځاې ونیوه، مګر د ګوند په وروستي سست بهیر ېې نیوکه وکړه او زیاته ېې کړه چې موږ باید خپلو فعالیتونو ته لا وده ورکړو.

انجینرجلال زاده هم د افغانستان د همبستګۍ ګوند پر امکاناتو رڼا واچوله او ټینګار یی وکړ چې ګوند باید د خلکو په منځ کې زده کړې او سواد ته خاصه پاملرنه وکړي او ویی ویل چې دا کار یوازې د ولایتونو، ولسوالیو او کلیوالو شوراګانو د روڼ اندو په مټ شونې ده. دوی باید په خپلو امکاناتو کورسونه جوړ کړي او پرینږدي چې د هیواد د دوه میلیونو څخه زیاتو شهیدانو او کونډو... ماشومان په تورو تیارو کې لالهاني پاتې شي.

د پوښتنو او ځواب په برخه کې

د غونډې ګډون کوونکو هر یو استاذ عبدالقهار، د بهسود دخلکو استازي خپلې پوښتنې وکړې او ورسره توریالی "مقنین" د ننګرهار د ښار د خلکو استازي د غونډې یو لړ پوښتنې ځواب کړې، د دې تر څنګ استاذ نواب هم د اوسني حکومت په غندلو او بدیل باندې وغږیده چې د ټولو غړو قناعت ېې حاصل کړ.

ټولو غړو په یوه آواز د ګوند د غړو په عملي مبارزې ټینګار وکړچې د دغو پریکړو په کولو سره غونډه پاې ته ورسیده:

۱. د ولایتونو، ولسوالیو او کلو شورا ګانو جوړونې باندې د سره غور وشي.

۲. د ګوند د لا ښه پرمختګ لپاره باید هرومرو د ټولو غړو حق العضویت راټول کړو.

۳. د خلکو سره باید نږدې اړیکې وساتو، تر څو یوبل و پیژنو.

۴. د ولس سیاسي پوهه لوړه کړو تر څو بې ځایه استعمال نه شي.

۵. د هیواد د وګړو سره د زور زیاتي ګزارشونه راټول او د ګوند مرکزي دفتر ته ېې ولیږو.

۶. ولس ته د دوې دوستان او دښمننان په ډاګه کړو.

۷. ګوند هر درې میاشتې وروسته باید د هر زون څارنه وکړي.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 184 میلمانه آنلاین لرو