د زمري ۲۸ مه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ د همبستګۍ ګوند لخوا په ننګرهار کې ولمانځل شوه

amanullah khan

نن د زمري ۲۸ مه چې د افغانستان د خپلواکۍ ورځې او د اتلانو سرښیندنو سره سمون خوري، هغه ورځ ده، چې د اولس وینه بې ځایه تویه نه شوه او په رښتینې سره یې خپلواکي ترلاسه او هیواد یې د پرمختګ او سوکالۍ پر لور روان کړ، لیکن په هیواد کې داسې بریښي چې ګواکې پدې ورځ هیڅ هم نه وي پیښ شوي، هیوادوال پټه خوله ناست، نه په خوله خندا او نه په څیرو کې خوښښې لیدل کیږي.

اوسنی فاسد دولت په دې هڅه کې دی، چې په رښتینې خپلواکۍ او د اتلانو (شاه امان الله خان) په سرښیندنو پرده وغورځوي او هغه ورځ چې له سره تر پښو له کرکې ډکه او هیوادوالو ته بې له درد او کړاونو نور څه نه درلود، په شانداره توګه په لوکسو هوټلونو او قصرونو کې ولمانځي او د هیوادوالو ذهنونه دې ته وهڅوي چې د افغانستان د رښتینې خپلواکۍ ورځ د غویي اتمه (د درد او کړاو ورځ) ده، څو د دې له لارې وکولای شي، خپل جنایتونه او خیانتونه پټ کړي.

لیکن د افغانستان د همبستګۍ ګوند هوډ کړی، چې د خاینانو اصلي څیرې به بربنډې او د هیوادوالو ترمخې به یې رسوا کړي.

د افغانستان د همبستګۍ ګوند لسګونو غړي چې ښځو په کې هم ونډه درلوده، نن سهار شااوخوا ۹ بجې د افغانستان د خپلواکۍ ۹۳ مې کلیزې او د غازي امان الله خان د سرښیدندنو په ویاړ د ننګرهار ولایت په امیر شهید باغ کې راټول او د غازي امان الله خان په قبر یې اکلیل کیښود. له دې وروسته د افغانستان د همبستګۍ ګوند اعلامیه ولوستل شوه او په یاده اعلامیه کې په افغانستان باندې د امریکا یرغل، ستراتیژیک تړون، د پاکستان راکټي بریدونه او د ګاونډیو هیوادونو لاس وهنې وغندل شوې. دغه راز په اعلامیه کې د کرزي اوسنی فاسد دولت هم وغندل شو او د نیواکګرو او مداخله کوونکو د سمدلاسه د وتلو غوښتونکی شو. ورپسې د افغانستان د همبستګۍ ګوند د ختیځ زون مسوول عاشق الله غرزي رسنیو سره مرکه وکړه.

نوموړي په خپله مرکه کې په هیواد باندې د امریکا یرغل او د ګاونډیو هیوادونو د لاسوهنو د غندلو ترڅنګ پر ځوانانو غږ وکړ، چې د افغانستان د خپلواکۍ رښتینې ورځ هر کال په ښه توګه ولمانځي او هڅه وکړي، څو دغه ورځ هیوادوالو ته وروپیژني.

په دې غونډه کې یو شمیر عام وګړو هم ګډون کړی و او د یاد ګوند غړو سره اوږه په اوږه ولاړ وو. یو وګړی چې د غازي امان الله خان قبر ته څیرمه هک پک ولاړ و، چې دغه مهال زه یې ترڅنګ ودریدم. نوموړي چې زما په لاس کې کامره او ریکارډر ولید په خبرو یې پیل وکړ.

"نه پوهیږم چې دا دولت ړوند دی او که خائین، د غلو قبرونو ته یې ساتونکي درولي او هغو خلکو چې د افغانستان واقعي خپلواکي یې ترلاسه کړې او هیواد یې د پرمختګ او سوکالۍ پر لور ویوړو، هډو څوک یې په قصه کې هم نه دي."

نوموړی ځان بهرام او د کنړ ولایت اوسیدونکی راپیژني او زیاتوي:

"یو ځل د تنظیمي جګړو له امله تباه او برباد شوي یو، نه به مې کور معلوم و او نه کاروبار او اوس په خپل ولایت کې د امریکا ړندو بمباریو او د پاکستان مزائیلو له امله ژوند نشو کولای... لعنت دې وي په داسې دولت."

یو بل تن په نامه د ګل وزیر چې باغ ته نږدې د سړک پر غاړه په کراچۍ یې قجورې خرڅولې وایی:

"داسې خبر ووم چې امان الله خان آزادي اخیستې وه، خو پدې نه پوهیدم چې کومه ورځ او په کوم کال. اوس پوهه شوم چې د زمري ۲۸ م د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده."

دغه راز غونډه د امریکا، پاکستان او ایران پر ضد شعارونو په ورکولو پای ته ورسیده.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 154 میلمانه آنلاین لرو