- توضیحات
- لیکونکی: د افغانستان د همبستګۍ ګوند
- کټګوري : انځورونه
د «افغانستان همبستګۍ ګوند» یو شمیر ځوانانو د ۱۳۹۵ کال د زمري په ۲۷مه (۲۰۱۶ کال د اګست په ۱۷مه) د خپلواکۍ بیرته لاسته راوړلو په ویاړ د کابل ښار په ګوټ ګوټ کی پوسټرونه وځړول. په دغو پوسټرونو کی د افغانستان د خپلواکۍ جګړې اتلانو ستایلو او خپلواکۍ غوښتلو شعارونه لیکل شوی وو. دغه کوچنی خوځښت، د لاسپوڅي دولت او ګوډاګیو واکمنانو پر وړاندی کرکه او نیوکه ده چی د خپلواکۍ څخه یواځې د هغې نوم لمانځي او له څلویښتو زیاتو هیوادونو ته غلامی کوي. له دغې ورځې څخه د دولت «لمانځل» هیڅکله د خپلواکۍ لپاره نه، بلکه ددی لپاره ده چی ځان د امریکا له ملاتړ څخه خپلواک څرګند کړی چی له نیکهمرغه د ولس پر وړاندی دغو غولونکو نکریزو خپل رنګ بایللی دی. سږ کال د ناامنی او ځناوریزو بریدونو برسیره زمونږ خلکو په بیساری توګه د هیواد په ګوټ ګوټ کی د خپلواکۍ جشن ولمانځه او دا یی په ډګه کړه چی دغه ولس خپلواکۍ، آزادۍ او عدالت ته ژمن دی او د پردیوپالو واک د تل لپاره نشی منلی.
- توضیحات
- لیکونکی: کاوه عزم
- کټګوري : انځورونه
«څه ډول خپله میرمنه وټکوي؟» د هغې ویډیو سرلیک دي چی ۲۰۱۶ کال په فبروری میاشت کی د عربستان ملی ټلویزیون له لاري څخه خپره شوه. په دی ویډیو کی کورني ډاکټر خالد ال- صقابی په نوم، هغه ښځو ته چی د خپل خاوندانو له امرونو څخه سرغړونه کوی د سزا ورکولو لارو زده کړه ورکوی او وایي:
- توضیحات
- لیکونکی: پویا
- کټګوري : انځورونه
د انځورنو په آرشیف کی چی د افغانستان د جنایاتو څخه خپل ځان ته راټول کړی دی، د ۱۹۹۲ څخه تر ۱۹۹۶ کاله پوری د کابل هیبتناک انځورنو ته می وکتل. د ویجاړو کورنو، ښځی چی تابوت یی نیولی او چیغی یی شروع کړی دی، او هندو وطنداران چی په خپل ویجاړ شوی عبادتخونو کی ولاړ او په عبادت باندی بوخت دی، هغه مور چی کور یی ویجاړ شوی او په یو ګوټ کی خپلی سترګی سولوی څخه انځورونه... او دغه ډول زړهبوږنونکی نور انځورونه چی د کابل د خاینانه جګړو او ټولوژنو چی د روسانو او مزدورانو له خوا یی ترسر شوی وه.
- توضیحات
- لیکونکی: د افغانستان د همبستګۍ ګوند
- کټګوري : انځورونه
کابل؛ ۱۳۹۵ کال د غویی ۷مه: د «افغانستان همبستګۍ ګوند» غړو او پلویانو د غویی اتمې او اوومې غندلو په موخه یوه غونډه جوړه کړه او شعار یی ورکړ چی، د غویی اوومې او اتمې جنایتکارانو له محاکمې پرته، زمونږ خلک سوله او ښیرازي نشی لیدلی. په دې غونډه کی ښځو او سړو د تیرو څلور لسیزو قربانیانو انځورونه له ځان سره لرل.
سیلۍ غفار، د همبستګۍ ګوند ویاندې وویل چی د غویی اتمه او اوومه زمونږ په تاریخ کی دوه کرغیړنې او ناورینزیږونکې ورځې دی چی جنایت او ویجاړي له ځانه سره لری او هیڅکله به هیرې نشي. هغې جګړهماران چوپړان او وطنپلورونکي ونومول او وویل:
- توضیحات
- لیکونکی: د افغانستان د همبستګۍ ګوند
- کټګوري : انځورونه
ښځې د دی سره چی څو قاته ظلمونه یی زغملی ولی بیاهم هر کله په یواځی ډول یا د تشکیلونو په قالب او مخکښو مبارزهکونکو غورځنګونو په لومړی لیکه کی ځای نیولی دی. لاندی د نړی د مختلفو ځاینو څخه د څو مخکښو غورځنګونو بیلګی چی ښځې په هغی کی اغیزمنه ونډه لری راوړو:
- توضیحات
- لیکونکی: د افغانستان همبستګۍ ګوند
- کټګوري : انځورونه
۱۳۹۴ کال د کب ۲۷: د «افغانستان همبستګۍ ګوند» غړو او پلویانو د فرخندې د وژنې تلین په ویاړ، «د فرخندې څلۍ» د یو لړ مراسمو په ترڅ کی مخ لوڅ کړ او د بنسټ پالو او نیواکګرو له منګولو څخه د افغانو ښځو خلاصون په اړه شعارونه ورکړل.
- توضیحات
- لیکونکی: د افغانستان همبستګۍ ګوند
- کټګوري : انځورونه
۱۳۹۴ کال د کب ۱۷مه: د «افغانستان همبستګۍ ګوند» د یوې غونډې په ترڅ کی د دارالامان په ویجاړه شوی ماڼۍ کی د ښځو له نړیوالۍ ورځې لمانځنه وکړه. په دې غونډه کی نږدې ۷۰۰ تنو چی ډیری یی ښځې وی ګډون درلود او د بنسټپالو او د هغوی بهرنیو ملاتړو پر ضد یی شعارونه ورکول. ګډونوالو له ځانه سره پلاکارتونه لرل چی په کی د هغو ښځو انځورونه ول چی د بنسټپالو او نارینهواکی ټولنې د بیرحمۍ قربانیانې شوی دي.
- توضیحات
- لیکونکی: پویا
- کټګوري : انځورونه
۲۰۱۵ کال شډلتیا له پیټي سره په تیره یوه نیمه لسیزه کی د ځناورتوب څخه ډک کال زمونږ په تاریخ کی ثبت شو. له لسیزو را پدیخوا، د هر کال په تیریدو پرته له خپسې زمونږ هیوادوالو ته بل څه ندی ورکړي. هیوادپلورونکو او انسان وژونکو هر یو، زورواکو پادشاهانو، روسانو او د هغوی چوپړانو، تنظیمی انسانوژونکو، ځناورو طالبانو او په پای کی د امریکا او لاسپوڅی دولت چی له جګړهمارانو او بیپته روڼآندوو څخه منځ ته راغلی، زمونږ د خلک په برخلیک لوبو کولو سره، افغانستان یی د نړۍ له غمځپلو هیوادونو څخه یو کړو.
خو دغه ځناورتوب او تورې ورځې په پای ته ورسیږي. د هیواد او خلکو نیکمرغۍ او سوکالۍ په لاره کی په تل پاتی همت، ملی یووالی او عملی مبارزې سره کولای شو دغه د ویر ماښام پای ته ورساوه. د معجزې په تمه باید کښیننو، هیڅ څوک مونږ نشی ژغورلی پرته له دی چی په خپلو ځواکمنو مټو تیکه ونکړو او په نړۍ کی مو هم ندی لیدلی چی خلک پرته له سختې مبارزې او سرښندنې آزادۍ او سوکالۍ ته رسیدلی وی.
که څه هم زمونږ هیواد هره ورځ د ناخوالو شاهد ده، په دغه ګالري کی مو د ۲۰۱۵ کال زړهبوږنونکو پیښو انځورونه را غونډ کی ترڅو په تاریخ کی ثبت شي.
- توضیحات
- لیکونکی: د افغانستان همبستګۍ ګوند
- کټګوري : انځورونه
نن د جمعې ورځ، ۱۳۹۴ کال د لړم ۱۵مه، ساعت ۱۰ بجې د غرمې نه مخکی، د «افغانستان همبستګۍ ګوند» د شهر نو سینما پارک ته څیرمه د رخشانې سنګسار غندلو په موخه لاریون وکړ. په دې غونډه کی له ۴۰۰ زیاتو ځوانو نجونو او هلکانو ګډون درلود او په شور او ولولو سره یی د بدمرغو او کړیدلو ښځو سنګسار وغنده او هغه یی یو شرمونکی او ځنارو عمل وباله.
- توضیحات
- لیکونکی: د افغانستان د همبستګۍ ګوند
- کټګوري : انځورونه
مقالی
هنر او ادبیات
د تاریخ له پاڼو څخه
مونږ 105 میلمانه آنلاین لرو