د غویی اتمه، هغه خپسه چی لاتر اوسه ادامه لری

د غویی اتمه، هغه خپسه چی لاتر اوسه ادامه لری

د انځورنو په آرشیف کی چی د افغانستان د جنایاتو څخه خپل ځان ته راټول کړی دی، د ۱۹۹۲ څخه تر ۱۹۹۶ کاله پوری د کابل هیبتناک انځورنو ته می وکتل. د ویجاړو کورنو، ښځی چی تابوت یی نیولی او چیغی یی شروع کړی دی، او هندو وطنداران چی په خپل ویجاړ شوی عبادت‎خونو کی ولاړ او په عبادت باندی بوخت دی، هغه مور چی کور یی ویجاړ شوی او په یو ګوټ کی خپلی سترګی سولوی څخه انځورونه... او دغه ډول زړه‎بوږنونکی نور انځورونه چی د کابل د خاینانه جګړو او ټول‎وژنو چی د روسانو او مزدورانو له خوا یی ترسر شوی وه.

اوس چی څو لسیزی د غویی د ۷مې او ۸مې تورو ورځو څخه تیریږی، اوس هم د دغه ډول زړه‎بوږنونکوی پیښو شاهدان یو. د پخوانی جنایاتو څخه هر هغه انځور ته چی کتنه وکړو، هغی ته د ورته بیلګو نن ورځ هم شاهد یو؛ د امریکایی او ناټو د نیواکګرو له خوا ویجاړ شوی کورونه، د ښځی فریاد د خپل ماشومانو د تابوت په سر چی د ځناورو طالبانو د ځانمرګو بریدونو له امله ټوټی ټوټی شول، هندو وطندارن چی د ملا حنفی له خوا پردی بلل کیږی، هغه ځمکی چی د جهاد د ټیکدارانو له خوا نیول کیږی، د برق دبیل میلیونونه ډالر چی دوستم، عطا، خلیلی، محقق، ظاهرقدیر، جمعه خان همدرد او نورو هغه نه دی ورکړی او یا هغه د جهاد «ډلۍ» بولی او په زرګونو نوری بیلګی....

د دی ټولو په لیدلو، باید د پخوا څخه ډیر باورمند شو هغه اولس چی تاریخ ونلولی او دهغی څخه پند وانخلی، د هغی په تکرار باندی محکوم دی. تر هغه وخته چی د تیر سره کره حساب ونه شی او جنایتکاران له واکمنۍ څخه لری ونه ځغولول شی، په بدتر ډول د تاریخ په بیاځلي به محکوم شو.

لاندی مې د غویی اتمې تنظیمونو د جنایتونو انځورونه رټول کړی دی تر څو چی تیر وخت هیڅ کله هیر نه کړو او د ښایسته کابل ویجاړی او د اویا زرو اوسیدونکو وینی یی دغو رذیلو جنایتکارانو ته چی په بیشرمۍ د اتلولۍ دعوی لری ونه‎بخښو.

مقالی

هنر او ادبیات

د تاریخ له پاڼو څخه

مونږ 613 میلمانه آنلاین لرو